په سعودي عربستان کې یو افغان حاجي ازادي راډیو ته وویل، دوی ته خدمات هغه ډول نه وړاندې کېږي لکه څنګه چې د حج مراسمو لپاره ورکړل شوې پیسې ایجاب کوي.
ده ازادي راډیو ته وویل:
“هغه خونې چې د افغانانو لپاره نیول شوې، نږدې ۱۲ پوړه دي، لفټ هم د شپې له یوې بجې د سهار تر پنځو بجو فعال نه وي. ډېری حاجیان چې ناتوانه او کمزوري دي، نه شي کولای ښکته پورته لاړ شي. د څښاک اوبه نه لرو، ان په تشنابونو کې د ځان مینځلو لپاره اوبه نشته. ډېر ښوونکي چې موږ سره راغلي، دا د هغوی لومړی ځل دی او د حج په مراسمو هېڅ نه دي بلد. هغه پیسې چې موږ پرې کړي، هغه ډول خدمتونه نه شته.”
یو بل افغان حاجي هم ورته شکایت مطرح کوي:
“افغانان د هر کال په شان خپلې ستونزې لري. لاره لرې ده، ښځې او سپین ږیري مو ډېر په تکلیف دي، خپله لاره نه شي موندلی. د ډوډۍ ستونزه ډېره مطرح نه ده، خو د ځای او د لارې د لرې والي ستونزه جدي ده.”
هڅه مو وکړه چې په سعودي عربستان کې د افغان حاجیانو د ستونزو او اندېښنو په اړه د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت د ویاند محمد حسيني نظر واخلو، خو نوموړي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.
د حج په بهیر کې د ستونزو شتون نوې خبره نه ده؛ دا ستونزه د تېر جمهوري نظام پر مهال هم موجوده وه، او حاجیانو په وار وار د اسانتیاوو، مناسب استوګنځای، کافي خوړو او د مسلکي ښوونکو د نشتوالي په اړه شکایتونه کړي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي راډیو او ټلویزیون د راپور له مخې، سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو لومړۍ الوتنه د ثور په ۸مه له کابل هوايي ډګره شوې وه.
په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې، د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي وو چې د حاجیانو د لېږد پروسه په بریالیتوب، ژمنتیا، اخلاص، صداقت او مسلکي معیارونو ترسره کېږي.
نوموړي دا ډاډ هم ورکړی و چې د هېواد په څلورو پروازي زونونو، کابل، کندهار، بلخ او هرات کې د حاجیانو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شوي او دوی ته د خدمتونو وړاندې کول یې له لومړیتوبونو څخه دي.
دغه شان، د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ نور محمد ثاقب هم په دې مراسمو کې ویلي وو چې د ۳۰ زرو افغان حاجیانو د لارښوونې لپاره، د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ۶۵۲ جید عالمان د یوې ازموینې له لارې غوره شوي دي، ترڅو د حج د مراسمو په ترسره کولو کې حاجیانو ته لارښوونه وکړي.
نوموړي وړاندې د تېر کال د حوت په ۱۶مه په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې افغانستان ته د ۱۴۰۴ لمریز کال د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره ۳۰ زره سهمې ورکړل شوې دي.
هغه زیاته کړې وه چې د هر حاجي لپاره د حج د مراسمو لګښت له ۲ لکه او ۸۲ زره افغانیو زیات ټاکل شوی دی.