د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۳

د هند او پاکستان کړکېچ؛ له جګړۍ تښتیدلي افغان کډوال له بلې جګړې په ویره کې


د هند او پاکستان تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته چې له امله یې بېړنی حالت رامنځته شوی، په پاکستان کې افغان کډوال وايي ویره او اندېښنه یې اخیستې او له ستونزو سره مخ دي.
د هند او پاکستان تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته چې له امله یې بېړنی حالت رامنځته شوی، په پاکستان کې افغان کډوال وايي ویره او اندېښنه یې اخیستې او له ستونزو سره مخ دي.

په هغو ویډیوګانو کې چې ازادي راډیو ته رسېدلي، په کې په اسلام‌اباد کې د جوماتونو د لاوډسپيکرونو له لارې د پولیسو غږونه اورېدل کېږي چې د دغه ښار له اوسېدونکو غواړي چې څراغونه بنده او په کور دننه پاتې شي.

له دې سره هم‌مهاله، په اسلام‌اباد کې ځایي چارواکو په یوه بیان کې د دغه هېواد د اوسني امنیتي وضعیت له امله د ښار ټولو دولتي او شخصي روغتونونو او ډاکټرانو ته امر کړی چې تر بلې خبرتیا پورې بېړني حالت ته چمتو وي.

دا اعلانونه د پاکستان پر بېلابېلو سیمو د هند له بریدونو وروسته کېږي، چې له امله یې په دغه هېواد کې یو شمېر بېړني تدابیر نیول شوي دي.

دې وضعیت په پاکستان کې افغان کډوال اندېښمن کړي او وېرولي دي.

د اسلام‌اباد په «فیصل ټاون» ښارګوټي کې یو افغان کډوال نورالله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"تېره شپه د ښارګوټي د امنیتي مسؤلینو لخوا اعلامیه خپره شوې وه چې څراغونه مو بنده کړئ، څو کومه پېښه ونه شي، خلکو د شپې ټول څراغونه بند کړي وو. دې مسلې د کډوالو پر ذهنونو منفي اغېز کړی او ماشومان هم وېرېدلي دي."

د فیصل ټاون تر څنګ د اسلام‌اباد په "بي-١٧" ښارګوټي کې هم یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډیو ته ورته کیسه وکړه. د هند او پاکستان تر منځ د کړکېچ زیاتېدل یوازې په اسلام‌اباد نه، بلکې په ټول پاکستان کې کډوال اندېښمن کړي دي.

دغه افغان کډوال، چې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو تجربې لري، وايي ویره او اندېښنه یې نیولې ځکه دوی په دې هېواد کې د ژوند د دوام لپاره هېڅ ډول اسانتیا نه لري. دوی د کډوال منونکو هېوادونو په ځانګړې ډول له امریکا غواړي چې له دغه هېواده یې د لېږد بهیر چټک کړي او د دوی ژوند وژغوري.

په پاکستان کې یوې افغانې، ناهید، ازادي راډیو ته وویل:
"دا واقعاً د ټولو لپاره د اندېښنې وړ وضعیت دی، په ځانګړې توګه د هغو کډوالو لپاره چې په پاکستان کې دي. موږ هغه کسان یوو چې له جګړې او ګواښونو تښتېدلي یوو، خو دلته بیا هم له جګړې سره مخ یوو. افغانستان ته د بېرته ستنېدو لاره هم نه لرو، زموږ دوسیې ځنډېدلي دي، ډېر اندېښمن یوو. له کډوال منونکو هېوادونو غواړو چې کډوال له دې وضعیته وژغوري، داسې نه شي چې وضعیت تر دې هم خراب شي."

په پاکستان کې یو شمېر نور افغان کډوال، چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی، له دې امله هم اندېښمن دي چې په دې هېواد کې د جګړې د احتمالي سختو ورځو لپاره د خوراکي توکو د زیرمې وس نه لري.

په راولپنډۍ کې افغان کډوال رحیم وزیري ازادي راډیو ته وویل:
"که خدای مه کړه د دواړو هېوادونو جګړه دوام پیدا کړي او نورو صوبو ته، په ځانګړې توګه اسلام‌اباد او پنډۍ ته ورسېږي، زموږ کډوال به سخت زیان وویني. دوی د دې وس نه لري چې خوراکي توکي ځان ته برابر کړي. موږ هېڅ چمتووالی نه شو نیولای، ځکه په وخوره او مه مره (نازک) حالت کې یوو."

هند د چهارشنبې په ورځ د پاکستان پر ځینو سیمو بریدونه وکړل چې په پایله کې یې مرګ‌ژوبله هم رامنځته شوې ده.

د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې په سیلانیانو باندې له وژونکي برید وروسته رامنځته شوی دی.

XS
SM
MD
LG