وروسته له دې چې په تورخم کې پاکستاني چارواکو وویل، د مې له ۳۰مې نیټې وروسته به افغان سوداګریز موټر یوازې د ویزو د لرلو په صورت کې پاکستان ته د ننوتلو اجازه ولري د پاک- افغان د سوداګرۍ د ګډې خونې چارواکي دا کار ستونزمن ګڼي.
ویل کېږي چې په تورخم کې په دې اړه په دیوالونو خبر پاڼې هم نصب شوي او موټر چلونکو سره په شفاهي دول هم دا موضوع شریکه شوې ده.
د پاک - افغان د سوداګرۍ د ګډې خونې سلاکار ډکتور مخلص احمد وايي چې پاکستان سوداګرو ته ویزې نه ورکوي نو موټر چلونکو ته به یې څنګه ورکړي؟
نوموړی هیله من دی چې د ټاډ "TAD" په نوم د سند اعتبار دوام وکړي او یا دې د دې ستونزې کومه بل حل لاره راووځي.
له ښاغلي مخلص احمد سره زمونږ همکار مرکه کړې او په سر کې یې د دې موضوع جزییات ترې پوښتلي دي: