د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۱

امریکا او چین د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي پر زیاتېدا اندېښنه وښوده


د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتوالی یوه شرموونکې چاره بللې ده.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د هند له لوري پر پاکستان او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر باندې له بریدونو وروسته، له دواړو اتومي هېوادونو سره خبرې کړې دي.

هند د واشنګټن لپاره یو مهم شریک ګڼل کېږي، ځکه امریکا هڅه کوي د چین د زیاتېدونکي نفوذ مخه ونیسي. له بلې خوا، که څه هم د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د پاکستان ارزښت کم شوی، لا هم د امریکا متحد پاتې دی.

پاکستان اعلان کړی چې د هند د پوځي اقداماتو په ځواب کې به غبرګون وښيي. هند پاکستان ته د اپرېل په ۲۲مه د یوې سختدریځې ډلې له برید وروسته ، چې په کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې ۲۶ کسان ووژل شول، د غچ اخیستو خبرداری ورکړی و.

ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "دا یوه شرموونکې خبره ده، موږ همدا اوس پرې خبر شو. فکر کوم خلکو به دا تمه درلوده، ځکه چې دا دواړه هېوادونه له پخوا راهیسې سره په جګړه کې دي."

هغه زیاته کړه: "زه یوازې هیله لرم چې ژر تر ژره دا وضعیت پای ته ورسیږي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، په ایکس (X) شبکه کې لیکلي چې دا وضعیت له نژدې څاري او زیاته کړې یې ده چې واشنګټن به له دواړو آسیایي هېوادونو سره د یوې "سوله ییزې حل‌لارې" لپاره تعامل ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې روبیو د دواړو هېوادونو د ملي امنیت له سلاکارانو سره خبرې کړي او له هغو یې غوښتي چې "د اړیکو لاري پرانیستې وساتي او له تاوتریخوالي ډډه وکړي."

په واشنګټن کې د هند سفارت ویلي چې د هند د ملي امنیت سلاکار، اجیت دوال، روبیو ته د چهارشنبې په سهار د ترسره شوو پوځي اقداماتو په اړه معلومات ورکړي دي.

په وروستیو ورځو کې، واشنګټن له دواړو ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې له یو بل سره همکاري وکړي، تاوتریخوالی کم کړي، او یوې "مسؤلانه حل‌لارې" ته ورسېږي.

له بلې خوا چین د چهارشنبې په ورځ د هند له لوري پر پاکستان د بریدونو په اړه اندېښنه او خواشیني څرګنده کړه او له دواړو خواوو یې وغوښتل چې د زیاتېدونکو تاوتریخوالو پر وړاندې له زغم او احتیاطه کار واخلي.

پاکستان ویلي چې د هند بریدونه لږ تر لږه ۲۶ کسان وژلي، په داسې حال کې چې هند هم ویلي، د پاکستان د توپونو په ډزو لږ تر لږه ۸ کسان د کشمیر د لانجمنې سیمې په پوله کې وژل شوي دي.

چین، چې له دواړو هېوادونو سره پوله لري او د پاکستان نژدې متحد ګڼل کېږي، ویلي چې "د هند د نن سهار پوځي اقدام" خواشینی کړی او زیاته کړې یې ده چې "د روانو تحولاتو په اړه اندېښمن دی."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، لین جیان، د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "هند او پاکستان نه‌جلا کېدونکي ګاونډیان دي، او دوی همداراز د چین ګاونډیان هم دي."

هغه زیاته کړه: "چین د ترهګرۍ له ټولو بڼو سره مخالفت لري."

"موږ له دواړو هېوادونو، هند او پاکستان، غواړو چې سولې او ثبات ته لومړیتوب ورکړي، زغم وښيي او له هغو کړنو ډډه وکړي چې وضعیت نور هم پېچلی کوي."

XS
SM
MD
LG