دغه سازمان ویلي چې د پولیو دا مثبته پېښه په مارچ میاشت کې د دې ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
تر دې مخکې په افغانستان کې د روان ۲۰۲۵ کال د پولیو لومړۍ پېښه د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې ثبت شوې وه، چې له امله یې یوه پنځه کلنه ماشومه اغېزمنه شوې وه.
د دغو دوو مثبتو پېښو ترڅنګ د روغتیا نړیوال سازمان روان کال په ټول افغانستان کې د پولیو ۱۸ مثبتې چاپېریالي نمونې هم ثبت کړې دي.
په دغو نمونو کې ۸ یې په کندهار کې، ۶ یې په هلمند او یوه – یوه په کابل، ننګرهار، لغمان او زابل ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان، په هلمند ولایت کې د پولیو د مثبتې پېښې د ثبت په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.
دا په داسې حال کې ده چې دوی اوس کور په کور د واکسین کولو پروسه بنده کړې او د نجونو په ګډون هیڅ واکسیناتور ته اجازه نه ورکوي چې ماشومان په خپلو کورونو کې واکسین کړي.
په کابل کې یو واکسیناتور چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډيو ته وویل چې په هره سیمه کې یو ځانګړی ځای ټاکل کیږي او خلکو ته خبر ورکول کیږي چې ماشومان د واکسین کولو لپاره ورولي.
"د لاوډسپیکر په وسیله د سیمې خلکو ته احوال ورکول کیږي چې خپل ماشومان باید د واکسین کولو لپاره ورولي، هیڅ واکسین کوونکی حق نه لري چې د چا کور ته ورشي او ورته ووايي چې ماشوم دې واکسین کوم. دلته خلکو ته اختیار ورکول کیږي چې ماشومان معلوم ځای ته د واکسین لپاره یوسي، که چا یوړل خو واکسین کیږي، که نه له واکسین کولو پاتې کیږي."
په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو پخوانی مسول ډاکتر سید کمال شاه د ښځینه واکسیناتورانو له لوري د کور په کور واکسین کولو پروسه مهمه بولي.
"د پولیو د له منځه وړلو په پروګرام کې د ښځو شتون ډېر مهم دی. دا په دې مانا ده چې ښځې کولی شي کورونو ته لاړې شي او ماشومان واکسین کړي، که چیرې دوی ارام یا ویښ وي. که ښځې د واکسین لپاره کورونو ته لاړې نشي، خلک خپل ماشومان بهر نه باسي او ماشوم به له واکسین پاتې شي."
متخصص ډاکتران د پولیو د واکسین په اړه په خلکو کې د پوهاوي نشتوالی، له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان نه په پراخه کچه د کډوالو ستنېدنه او دغه شان د کور په کور واکسین پروسه بندول د ګوزڼ د مثبتو پېښو د زیاتېدو لامل بولي.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ، په تېر میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
په افغانستان کې د پولیو واکسین د کمپاین او یو شمېر ماشومانو ته د دغه واکسین د نه رسېدلو په اړه، په کور دننه او بهر اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د طالبانو حکومت د تېر کال په سپتمبر میاشت کې د کور په کور واکسین کولو پروسه بنده کړه.
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې څلور او په پاکستان کې دولس چنده زیاتې شوي دي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې د ګوزڼ مثبتې پېښې په کې لا هم موجودې دي.