ورسته له هغې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان د ترهګرو ډلو د ملاتړ په دوام تورن کړ د سیاسي او امنیتي چارو یو شمېر افغان شنونکي ادعا کوي چې د داعش په ګډون بیلابیلې ترهګرې ډلې په پاکستان کې خوندي ځایونه لري او هلته روزنه ورکول کیږي.
د سیاسي او امنیتي چارو پوه اسحاق اتمر ازادي راډيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې پاکستان داعش وسلوالې ډلې ته په شمالي وزیرستان کې ځای ورکړی دی:
"اوس هم داعش د سیمې لپاره یوه پروژه ده چې پاکستان یې ترشاه دی، هغه مهال چې داعش په منځني ختیځ کې ماته وخوړه، پاکستان د مجاهدینو او طالبانو له یو شمېر کسانو نه یوه ډله جوړه کړه په شمالي وزیرستان کې یې ځای ورکړو او د داعش خراسان څانګې نوم یې ورکړو، او دا د پاکستان یوه بله پروژه ده چې د سیمي او د دوی د ستراتیژیکو موخو لپاره کارول کیږي."
تازه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد ویلي، پاکستان لا هم له ترهګرو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.
هغه دا خبره د شنبې په ورځ ناوخته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هغې خبرې ته په غبرګون کې کړې چې ویلې يې دي، پاکستان تېرو درې لسیزو کې د ترهګرو ملاتړ کړی دی.
خواجه اصف د تېرې جمعې په ورځ له سکای نیوز سره په مرکه کې ویلي " درې لسیزې مونږ د امریکا، بریتانیا او لویدیځ لپاره دا کرغیړن کار ( له ترهګرۍ ملاتړ) وکړ. دا یوه تیروتنه وه او اوس د دې کار نسبت مونږ ته کیږي."
نوموړي دغه څرګندونې د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې له ده څخه د کشمیر په وروستي خونړي برید کې د پاکستان د ښکیلتیا په اړه وشوه.
د خواجه اصف همدې خبرو ته په غبرګون کې ښاغلي خلیلزاد پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي، معتبر راپورونه ښيي چې بلوڅ وسله والو د بلوچستان په مستنګ سیمه کې د تېرې مارچ میاشتې په نیمایي کې د داعش پر یوه مرکز برید وکړ او دیرش داعشیان یې ووژل.
د خلیلزاد په خبره " دا خبره امکان نه لري چې د پاکستان استخبارات دې د دې مرکزونو په اړه معلومات ونه لري."
خلیلزاد وړاندې ویلي چې اسلام اباد باید د داعش د حضور په وړاندې چې پاکستان، سیمې او نړۍ ته ګواښ دی، جدي ګامونه واخلي.
زلمی خلیلزاد څو ورځې مخکې په خپل ایکس پاڼه دا هم لیکلي وو چې خبره کسانو ورته ویلي ، دوی اندیښنه لري چې پاکستان ښایي د افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې داعش ترهګر افغانستان ته انتقال کړي.
د امنیتي چارو پوه اختر محمد راسخ هم داعش ډله د سیمې د هیوادونه په نا امنه کولو تورنوي، هغه ډله چې د ده په باور هم پاکستان یې ملاتړ کوي:
"د داعش په ګډون نورې ترهګرۍ ډلې په پاکستان کې میشتې دي او د پاکستان د جنرالانو ملاتړ له ځان سره لري، له همدې امله دافغانستان، هند او ایران په ګډون د سیمې هیوادونه ناامنه دي، دا ډلې د منځنۍ اسیا د هیوادونو د ناامنه کېدو هڅه کوي او د دې هر څه تر شاه د پاکستان پوځ او استخبارات لاس لري."
خو افغان شنونکو چې په دې راپور کې ورسره شوي دي د خپلو ادعاوو په اړه هیڅ سند وړاندې نه کړ.
د پاکستان حکومت هم تر اوسه د زلمي خلیل زاد د خپرو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
په پاکستان کې د داعش د حضور په اړه دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د تېرې مارچ میاشتې په پنځمه پاکستان د داعش د هغه غړي د نیولو او امریکا ته د سپارلو خبر ورکړ چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د کابل په هوايي ډګر کې په امریکايي ځواکونو په برید کې په لاس لرلو تورن وو.
پاکستان ویلي وو چې دغه کس شریف الله نومیږي او د ډریونډ کرښې په اوږدو کې د بریالیو عملیاتو پر مهال نیول شوی دی.
له دې وروسته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي وو، په پاکستان کې د داعش د غړو نیول کېدل دا په ډاګه کوي چې دغه ډلې هلته پناه وړی او هلته ورته خوندي پټنځایونه جوړ شوي دي.
طالب چارکو مخکې هم په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو د ادعا ترڅنګ په وار وار دا تور پورې کړی و خو پاکستاني چارواکو دا ادعاوې رد کړي وې.
د داعش خراسان څانګې په ۲۰۱۵م کال کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې خپل موجودیت اعلان کړ.
په پيل کې په دې ډله کې تر ډېرو هغه وسله وال وو چې له پاکستاني طالبانو ناراضه شوي وو او مشري یې پاکستاني حافظ سیعد خان کوله.
دې ډلې بیا په ننګرهار، کونړ او جوزجان کې سر راښکاره کړ.
د دغه ډلې د خواکونو د کره شمیر په اړه معلومات نشته.
راپورونه دا هم وايي چې له ۲۰۲۰م کار راپه دې خوا ثناالله غفاري د شهاب المهاجر په مستعار نوم د دې ډلې مشري کوي، د امریکا متحد ایالتونو د هغه د نیولو پر سر لس میلیونه ډالر جایزه ایښې ده.
رویټرز اژانس په یو راپور کې ویلي چې چې غفاري ۲۹ کلن دی، پروسږ کال په افغانستان کې له ټپي کېدو وروسته پاکستان ته وتښتېد او داسې ګومان کېږي چې په بلوچستان کې پټ شوی دی.
د ۲۰۲۱م کال له اګست راپه دې خوا چې طالبانو کابل نیولی دی، داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.