د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) تازه موندنې ښيي له نیمايي زیات هغه افغان کډوال چې یو کال مخکې له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.
(یو این ایچ سي ار) خپل" له ستنېدنې ورسته د وضعیت د ارزونې ټول پوښتنه" په نوم خپل ۶۸ مخیز راپور کې چې سه شنبه (د اپرېل ۲۲مه) یې خپور کړ، ویلي ۵۷ سلنه هغه افغان کډوال چې یو کال مخکې له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.
خپلو اصلي سیمو ته د تګ نه لرلو توان ، بې وزلي، د پېژندنې د اسنادو نه درلودل، او ښځو او نجونو لپاره د زده کړو، روغتیا، تګ راتګ، میراث او نور اساسي حقونهد هغوو کډوالو ستونزې چې کال وړاندې له پاکستانه افغانستانه ته راستانه شوي دي
د دې ټول پوښتنې د راپور کې په دوام کې چې ۲۸۶۸ بېرته راستنو شویو کورنیو سره د تیلفوني مرکو په مټ شوې راغلي چې، ۴۷ سلنه د خوراکي توکو هیڅ ډول زېرمه نه لري او ۲۹ سلنه یې یوازې له یوې اونۍ د کمې مودې لپاره خواړه لري.
(یو این ایچ سي ار) ویلي چې راستنېدونکي د کور، ځمکې او د ژوند د امکاناتو په برخه کې هم ستونزې لري. د راپور له مخې، ۷۱ سلنه یې په غیرمعیاري خټیو کورونو کې ژوند کوي، ۶۲ سلنه یې په کرایي کورونو کې اوسېږي چې ۶۱ سلنه یې د کورنو د کرایې وس نه لري او پور اخیستو ته اړ شوي دي.
د راپور په ټکو ۸۶ سلنه دا کسان په لسو ولایتونو کابل، ننګرهار، کندز، کندهار، بلخ، لغمان، بغلان، لوګر، هلمند او جوزجان کې میشت شوي دي.
(یو این ایچ سي ار) دغه شان د راستنېدونکو یو شمېر نورې عمده ستونزئ هم راپور کړي لکه خپلو اصلي سیمو ته د تګ نه لرلو توان ، بې وزلي، د پېژندنې د اسنادو نه درلودل، او ښځو او نجونو لپاره د زده کړو، روغتیا، تګ راتګ، میراث او نور اساسي حقونه.
په ورته وخت کې یو شمیر هغه کورني چې افغانستان ته یې له پاکستانه د ستنېدو یو کال کېږي هم وايي له بېلابیلو ستونزو سره مخ دي.
له دوی څخه یو تن چې نه یې غوښتل نوم او د استوګنې ځای یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل،
" پرته له بدبختۍ او پریشانۍ بل هېڅ څه په دې هېواد کې نشته. نه ازادي شته، نه کار، نه تعلیم، او نه کومې مؤسسې له خوا مرسته. لنډه یې ووایم هېڅ هم نشته".
د ننګرهار یو اوسېدونکی چې دی هم یو کال کېږي له پاکستانه راستون شوی او ده هم ونه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې له ورته برخلیک سره مخ دی.
"کور نشته، مکتب نشته، موږ له ډېرو لویو ستونزو سره مخ یو. زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې موږ ته کورونه جوړ کړي، د کار اوروزګار زمینه برابره کړي، څو لږ تر لږه وتوانېږو چې د ماښام لپاره خپلو اولادونو ته یوه مړۍ ډوډۍ یوسو. زموږ حالت ډېر خراب دی. له پېښوره چې راستانه شوي یو، هېڅ مرسته راسره نه ده شوې".
پرته له بدبختۍ او پریشانۍ بل هېڅ څه په دې هېواد کې نشته. نه ازادي شته، نه کار، نه تعلیم، او نه کومې مؤسسې له خوا مرسته. لنډه یې ووایم هېڅ هم نشتهله پاکستانه راستون شوی کډوال
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت دوه ورځې مخکې د دغه وزارت د سرپرست په حواله ویلي چې د بېرته راستنېدونکو لپاره د ځمکو ویش پیل شوی او په کندهار، کندز، ارزگان، فاریاب، جوزجان او پکتیا ولایتونو کې به ورته شپږ ښارګوټي جوړ شي او ۱۱ نورو ولایتونو ته به هم دا بهیر وغځېږي.
په دوام کې راغلي چې نوموړي له کورنیو او نړیوالو غیر دولتي بنسټونو غوښتي چې د دغو راستنېدونکو د ستونزو په خواري او ورته د سرپناه په برابرولو کې مرسته وکړي.
(یو این ایچ سي ار) ویلي، له ۲۰۲۳ کال پای کې د پاکستان له خوا د بې اسناده افغانانو د ایستلو د تګلارې له پلي کېدو وروسته د راستنیدونکو شمېر زیات شوی، چې دې چارې په افغانستان کې پر وضعیت ژور اغېز کړی.
دا په داسې حال کې ده چې له روان اپرېل میاشتې راهیسې پاکستان د بې اسناده او د ( اې سي سي) یا افغان تابعیت لرونکو کاروتونو د درلودونکو کډوالو د ایستلو تازه بهیر پیل کړی او هره ورځ سلګونه کسان بېرته افغانستان ته راستنوي.
د فرانس پرېس د راپور له مخې، یوازې په تېرو ۲۲ ورځو کې له یو لکو زیات افغانان بېرته خپل هیواد ته ستانه کړل شوي.
دا کسان هم له سختو ستونزو سره مخ دي، چې خواړه، سرپناه، کار، زدهکړې او نور د ژوند لومړني امکانات پکې شامل دي.