مسکو په ۲۰۰۳ کال کې طالبان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړل چې له دوی سره یې هر ډول اړیکه د روسیې د قانون له مخې د سزا وړ وبلله.
بل لور ته په تیرو کلونو کې چې طالبان په تورلست کې شامل وو؛ مسکو د افغانستان لپاره د روسیې دننه په جوړو شویو غونډو کې د طالبانو استازیو ته د ګډون بلنه ورکوله. د اسوشیتد پریس اژانس په باور روسیې دا کار د دې لپاره کاوه چې ځان د یوه سیمه ییز ځواک په توګه د منځګړي په حیثت څرګند کړي.
وروسته له دې چې طالبانو د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې کابل ونیو روسیي چارواکو له طالبانو سره د ښکیلتیا پر اړتیا ډیر ټینګار کړی دی.
طالبانو په پيل کې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کلونو پورې د خپلې لومړۍ واکمنۍ په پرتله د یوې منځلارې واکمنۍ ژمنه وکړه، خو ورو ورو یې پر ښځو او نجونو بندیزونه زیات کړل، له شپږم ټولګي ورپورته یې د دوی ښوونځي او تعلیمي ادارې بندې کړې.
داسې هڅو طالبان په نړیواله کچه منزوي کړې دي، که څه هم د اسوشیتد پریس اژانس په وینا د دوی حکومت له ځینو هیوادونو سره د چین او متحد عربي اماراتو په ګډون دیپلوماتیک اړیکي ټینګ کړې دي. د پخواني شوروي اتحاد دوو جمهوریتونو، قزاقستان او قرغزستان د طالبانو نومونه د ترهګرو ډلو له لست څخه لرې کړل، په ځینو اروپایي هیوادو کې د پخواني جمهوري نظام سفارتونه د طالبانو ملاتړیو ته وسپارل شول. دې ته د ځینو ورته پيښو سربیره
یوشمیر طالبان له نړیوالې ټولنې سره ډیره ښکیلتیا غواړي او د بهرنیو د ملاتړ راجلبولو لپاره د خپلو سختو تګلارو د بدلیدو هیلې لري.
د اسوشیتد پریس اژانس په باور په دې وروستیو میاشتو کې د امریکا د متحد ایالتونو او طالبانو تر منځ اړیکي پراخ شوې دي چې تر ډيره د بندیانو د تبادلې او خوشي کیدو له امله دي.
د اسیایي پروګرام د کړکیچ ګروپ یوه جګپوړي شننونکي ابراهیم بهیس اسوشیتد پریس اژانس ته وویل چې د ترهګرو په ډله کې د طالبانو نوم د مسکو لپاره له قانوني پلوه یو خنډ و چې له سیاسي او اقتصادي پلوه یې د روابطو د پراختیا مخه نیوله.
د روسیې له لورې د ترهګرو له لسته د طالبانو د لرې کیدو په اړه د جنوبي اسیا د چارو شننونکي مایکل کوګلمن اسوشیتد پریس اژانس ته وویل چې د روسیې دا پریکړه چې طالبان د ترهګرو په لست کې شامل کړي، له پيله سمه پریکړه نه وه ځکه چې اکثر هیوادونو کله هم طالبان د ترورستانو په ډله کې نه ګڼل، خو ښاغلي کوګلمن زیاته کړه چې د مسکو اوسنۍ پریکړه هم د روسیې لپاره هم د طالبانو لپاره ګټه کوي. د کوګلمن په نظر د روسیې لپاره یې ګټه دا ده چې اعتماد به رامنځته کړي چې د لا زیاتو ښکیلتیاو لپاره به لاره هواره شي او مسکو به وکولی شي چې په افغانستان کې خپلې ګټې په ښه توګه خوندي کړي، په ځانګړي توګه د داعش خراسان څانګې په اړه چې کومې اندیښنې لري او کوګلمن بیا وویل چې په ورته وخت کې د طالبانو لپاره د روسیې د سترې محکمې پریکړه دا ګټه لري چې په نړیواله کچه به د دوی د منلو لپاره یو ډول زمینه مساعده کړي.