د فاریاب ولایت اوسېدونکی عبدالرازق وايي، د دغه ولايت خلک تل د سېلابونو له ګواښ سره مخ دي، خو په خبره یې تر اوسه په افغانستان کې د حکومتونو له خوا د دوی د دې ستونزې هواري ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې.
نوموړي د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو د امکان په اړه د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وروستي خبرداري ته په پام ازادي راډيو ته وويل"په ټوله کې کله چې په فاریاب کې باران کېږي، تقریبا ۵۰ سلنه خلک د سېلابو د راوتلو په اړه اندېښمن وي، ځکه چې فاریاب نه سیند لري، نه ویالې، خلک تل له ګواښ سره مخ وي او چې کله سېلاب په شدت سره راشي نو خلک یې د مخنیوي وس نه لري، باید حکومت دې ستونزې ته پام وکړي، میخانیکي بېلونه، بوجۍ ګانې او ځیني نور وسایل پر خلکو ووېشي."
د تخار ولایت اوسېدونکی عبدالرحمن چې په تېره کې د سېلابونو له امله زیانمن شوی هم د دغه خبرداري له امله اندېښمن دی"موږ ځانونه نه شو ژغورلی، مخکې هم شدید سېلابونه راغلي وو، خلک خپله او مالونه یې له ګواښ سره مخ دي، فعلاً ځمکې کرل شوي، حکومت دې راشي له نږدې دې سیمه وګوري او رسېدنه دې ورته وکړي."
دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي، چې د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د روان کال د حمل میاشتې له ۲۸ تر ۳۰ مې پورې د افغانستان د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.
دغه وزارت د حمل په ۲۷مه پر خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې د اقلیم د بدلون او د هېواد د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې، دهریرود، شمال، کابل، پنج آمو او اړوندو سیمو کې د ورښتونو، نسبتاً سختو واورو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.
وړاندې راغلي، چې ممکن په يادو سیمو کې د سېلابونو او د سیندونو د کچې د لوړېدو له امله د غور، بادغيس، فارياب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، غوربند، پنجشېر، لغمان، لوګر، کنړ، بغلان، تخار، کندوز او د دې ولایتونو یو شمیر نورې سیمې اغیزمنې شي.
که څه هم د دې سیمو ځینې اوسېدونکي ټینګار کوي چې په یوازې ځان هیڅ کار نه شي کولی او د طالبانو له حکومته غواړي چې په دې برخه کې ورسره همکاري او ورته پاملرنه وکړي، خو د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت له خلکو غوښتي چې د سیلابونو پر مهال سیندونو ته له ورتګ ډډه وکړي او لازم احتیاطي چمتوالی ونیسي.
د چاپېریال ساتنې د برخې کارپوهان هم په افغانستان کې د خلکو د احتیاط تر څنګ د زیانګالو سیمو اوسېدونکو ته په دا ډول حالاتو کې په پام اړولو او د حکومتونو پر مسوولیتونو ټینګار کوي.
له دې ډلې احمد جاوېد نور ازادي راډیو ته وویل"له بده مرغه هغه خطر چې د شمال لور ته دی، د امو حوزره ډېره تر ګواښ لاندې ده او دغه حالات د اقلمي بدلون له امله رامنځته شوي دي، شدید ورښتونه له توپانونو سره مل دي او سېلابونه دا سیمې ګواښلی شي، لازمه ده چې خلک چمتوال ونیسي، ځکه چې اوس افغانستان کې ډېرو بهرنیو موسسو خپل فعالیتونه درولي، مرستې کمې شوي، حکومت باید خلکو ته پیغام ورسوي او رسېدنه ورته وکړي."
هڅه مو وکړه چې د دې پېښو احتمالي قربانیانو ته د رسېدو لپاره، طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق نظر ولرو، خو نوموړي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
افغانستان له اقلیمي بدلون د اغیزمنو شویو هیوادونو څخه دی او د ورښتونو او سېلابونو له امله یې د بېلابېلو سیمو خلکو ته ځاني اومالي زیانونه اوښتي دي.
که څه هم د طالبانو حکومت او ځينې ادارې تل له سېلاب ځپلو سره د مرستې ادعاوې کوي، خو زيانمنو بیا په وار وار نيوکه کړې، چې ان د کورنيو غړي یې سیلابونو وژلي او سرپناه یې ور ورانې کړې دي، خو دوی ته هېڅ ډول مرسته نه ده رسېدلې.