د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۷

طالبانو فعاله پتینګړه کاکۍ او یو خبریال د دویم ځل لپاره توقیف کړي


د کابل د څرخي پله زندان
د کابل د څرخي پله زندان

طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان یوه فعاله میرمن پتینګړه کاکۍ او یو خبریال راشد کاشفي د دویم ځل لپاره توقیف او زنداني کړي دي. د دوی دکورنۍ غړو او خواخوږو ازادۍ راډیو ته د هغوی نیول کېدل تایید کړي

په افغانستان کې د یو خیریه بنسټ د مشرې او د خواله رسنیو فعالې افغاني الاصلې کاناډایۍ ندیمې نور، کورنۍ ادعا کوي چې طالبانو نوموړې نیولې او بندي کړې ده.

نوموړې چې په "پتینګړه کاکۍ" هم مشهوره ده ورور یې داستان د اپرېل په ۱۷مه ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، هغه د مارچ له ۲۴مې نېټې راهیسې له کوم دلیله پرته نیول شوې او د ده د ادعا پر بنسټ چې د استخباراتو ۴۰ ریاست کې ده.

ښاغلي داستان ونه غوښتل چې راپور کې یې غږ خپور شي، خو د خور د نیول کېدو په اړه یې د اندېښنې په څرګندولو سره د طالبانو له حکومته وغوښتل چې هغه ژر خوشې کړي.

ندیمه نور د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې هم د طالبانو لخوا نیولی شوې وه.

ندیمه نور چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېره فعاله ده، وروستی ځل یې د ۱۴۰۳ کال د دلوې په ۲۱مه (د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په لومړیو کې) یو ویډیويي پیغام کې له طالبانو غوښتي وو چې له خلکو سره ښه چلند وکړي او زیاته کړې یې وه چې «کله له رینجرو (پوځي) موټرو سره ګرځئ پر خلکو وسلې مه رباسئ، او د خلکو زړونه وګټئ.»

نوموړې په ۲۰۱۹ کال کې له کاناډا څخه افغانستان ته ستنه شوې وه، خو په دې وروستیو کې یې کاناډا ته تګ راتګ درلود.

بلخوا د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت په کابل کې د رسا ټلوېزیون او ټایمز خبریال راشد کاشفي هم د دوهم ځل لپاره نیولی او بندي کړی دی.

دغه مرکز د پنجشنبې په ورځ (د اپرېل پر ۱۷مه) په خپله ایکس پاڼه خپور کړي بیان کې د نوموړي په نیولو او د دوی په ټکو"ناڅرګند ځای ته یې پر لېږدولو" اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې ‏د اوسنیو واکمنو دا کړنه نه یوازې د خبریالانو له حقونو او د بیان له ازادۍ څخه ښکاره سرغړونه ده، بلکې د افغان خبریالانو روان وضعیت څرګندوي چې په افغانستان کې د خبریالانو خوندیتوب او مسلکي کار ته دوام ورځ تر بلې ځپونکی کېږي.

د دې سازمان مشر حامد عبیدي په دې اړه ازادي راډیو سره خبرو کې زیاته کړه"کاشفي پرته له کوم دلیله د طالبانو لخوا نیول شوی او له څو ورځو راهیسې د دوی په زندان کې دی، له بده مرغه په تېرو دریوکلونو کې دا ثابته شوه چې طالبانو له کوم دلیل پرته هغه خبریالان د ټولنې له ګوټ ګوټ اطلاعات خلکو ته رسوي او یا هم پر طالبانو نیوکه وکړي بیا نیول او ځورول کېږي."

دغه سازمان پر طالبانو غږ کړی چې د ښاغلي کاشفي وضعیت سمدستي روښانه او پرته له کوم قید او شرطه هغه خوشې کړي.

راشد کاشفي تر دې وړاندې د ۱۴۰۰ کال په قوس میاشت کې هم د لنډې مودې لپاره نیول شوی وه چې وروسته یې ځینو رسنیو سره خبرو کې ادعا کړې وه چې په زندان کې وهل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي ریاست ویاند خلیل همراز او د دوی د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دې اړه ازادي راډیو سره معلومات شریک نه کړل.

خو وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي چې هېڅ خبریال تر اوسه د هغه د کار له امله نه دی نیول شوی.

په ورته وخت کې د بشري حقونو ځینې بنسټونه دا نیول "ژور خطرناکه حالت" بولي او ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه باید پر طالبانو د فشارونو پر واردولو د دې حالت د دوام مخه ونیسي.

له دې ډلې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو څانګې مسولې هیدر بار ازادي راډیو ته وویل"دا یو ژور خطرناک حالت دی، په ځانګړې توګه خطرناکه ځکه دی چې دا د نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو د ودې په حال کې عادي کولو سره هم مهاله پیښیږي، ډیره مهمه ده چې ملګري ملتونه دا قضیې له نږدې وڅېړي، ترڅو وګوري چې څوک او ولې په افغانستان کې بندیان دي،دوی باید پر طالبانو فشار راولي چې هغه کسان ازاد کړي چې په غیر قانوني توګه نیول شوي او دا ناقانونه توقیفونه ودروي."

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو ګڼو سازمانونو او رسنیو راپورونه ورکړي چې طالبانو پر افغانستان له بیاواکمنېدو وروسته، د ښځو د حقونو فعالان، د بشري حقونو مدافعان، خبریالان او د پخواني جمهوري نظام ځینې پخواني امنیتي ځواکونه نیولي، شکنجه کړي او ان تري تم کړي دي، خوا دا راپورونه طالبانو رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG