د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۷

د بهر میشتو افغانانو یوه جرګه کابل ته ځي، څو د نجونو د زده کړو په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي


د نجونو او ښځو د حقونو ملاتړه د بهر میشتو افغانو جرګه وايي، تمه لري چې دا ځلي د طالبانو حکومت سره خبرې یې یوه ملموسه پایله ولري. 

دا جرګه چې په ترکیب کې یې اتلس تنه شامل دي او تیر کال یې هم په ورته هدف افغانستان ته سفر کړی و ټاکل شوې چې نن چهارشنبه کابل ته ورسېږي.

د دې جرګې یوې غړې زرکې ملیار له سفر مخکې د اپریل په ۱۵ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل،

" دا زمونږ غوښتنه ده، دا د ملت غوښتنه ده او دا د عصر او زمان غوښتنه ده او په همدغه عظم او تکل سره جرګه مو چې یو کال مخکې ورغلې وه بیا افغانستان ته ځي، هیله ده چې دا ځل زمونږ دا جرګه یوه ملموسه لاسته راوړنه ولري او د خویندو پر مخ د زده کړو دروازې پرانیستل شي او د کار زمینه او امکانات ورته مساعد شي."

دا زمونږ، د ملت او د عصر او زمان غوښتنه ده او په همدغه عظم او تکل سره جرګه مو چې یو کال مخکې ورغلې وه بیا افغانستان ته ځي، هیله ده چې دا ځل زمونږ دا جرګه یوه ملموسه لاسته راوړنه ولري او د خویندو پر مخ د زده کړو دروازې پرانیستل شي او د کار زمینه او امکانات ورته مساعد شي
زرګه ملیار

د یادونې ده دا جرګه چې ډیرې غړي یې لویدیځ میشت افغانان دي تېر کال یې افغانستان ته سفر او طالب چارواکو سره لیدنو کتنو او خبرو د نجونو پر زده کړو د بندیز لرې کولو په برخه کې کومه عملي پایله نه درلوده.

خو دې جرګې د خپل تازه سفر په اړه په یوې اعلامیه کې چې رسنیو ته یې لېږلې لیکلي، دوی باور لري چې افغانستان یوازې د خبرو اترو، عدالت او ټول منلي ګډون له لارې روڼ سبا ته رسېدلی شي.

په اعلامیه کې راغلي د جرګې غړي یو شمیر با احساسه، علمي او ټولنیز کادرونه دي او په هیواد کې دننه او بهر د هیڅ سیاسي بهیر برخه نه ده.

جرګې په خپله اعلامیه کې دا وضاحت داسې مهال ورکړی چې د بشر د حقونو د فعالانو اتحاد په خپله یوه اعلامیه کې چې د اپریل په ۱۵ یې رسنیو ته لېږلي، نیوکه کړې چې یو شمیر کسان چې د دوی په خبره طالبانو ته لابي کوي د خبریال، شنونکي یا مدني فعال په نوم ازادانه ډول کابل ته سفر کوي، طالبانو سره ګوري، په غونډو کې یې ګډون کوي او هڅه کوي هغوی مترقي وښيي.

خو په اعلامیه کې په څرګند ډول د کوم شخص یا بنسټ نوم نه دی یاد شوی.

په ورته وخت کې له زده کړو پاتې یو شمیر نجونې هم د طالبانو له حکومت غواړي چې د تعلیم اجازه ورکړي او دغه شان له نړۍ هم د ریښتیني ملاتړ تمه لري.

له دې دې ډلې دوو تنو چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم او د استوګنې ځای په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل،

" تعلیم زمونږ اساسي حق دی او پرته له زده کړو زمونږ راتلونکې تیاره ښکاري، زمونږ غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې زمونږ نجونو په وړاندې د زده کړو دروازې بېرته پرانیزي."

" مونږ رېښتیني او د زړه له کومې ملاتړ ته اړتیا لرو، نه یوازې ویناوو او ژمنو ته، که دنیا او نړیواله ټولنه دغه شان زمونږ په وړاندې غلې پاتې شي، مونږ نه یوازې دا چې خپل نن له لاسه ورکوو، خپله راتلونکې به هم له لاسه ورکړو."

تعلیم زمونږ اساسي حق دی او پرته له زده کړو زمونږ راتلونکې تیاره ښکاري، زمونږ غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې زمونږ نجونو په وړاندې د زده کړو دروازې بېرته پرانیزي
له زده کړو محرومه نجلۍ

د زده کړو د حقونو یو شمیر فعلان له دې ډلې د پوهنتون پخوانی استاد فضل هادي وزین وايي، د افغان نجونو پر مخ د زده کړو د دروازو تړل کېدل افغانستان لپاره یو ستر ناورین دی او د دې ناورین د ختمولو لپاره باید له هرې ممکنې لارې هڅه وشي:

"د نجونو پر مخ د مکتبونو تړل او د پوهنتونونو دروازو تړل دا افغانستان لپاره یو ستر او ملي ناروین دی، خکه چې د یو هیواد نیمايي نفوس چې میلیونونه انسان دي خپل اسلامي، انساني او ملی حق نه چې د تعلیم حق دی بې برخې وي، د دې ناورین د ختمولو لپاره هر ممکن فعالیت باید وشي، که هغه سفرونه وي، طالبانو سره خبرې وي، لاریونونه وي، اعتصابونه وي، جرګې لېږل وي طالبانو ته، دا ټول مفید دي. "

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته تر بیا ځلې رسېدو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته نجونې له زده کړو منع کړې، دغه شان دوی په ډیری دولتي او ټولو نا دولتي ادارو کې ښځې له کار کولو هم راګرځولې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونیسف د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز له ۲ میلیونو څخه زیاتې افغان نجونې اغیزمنې کړي او سږ کال ۴۰۰ زره نوري نجونې هم په دې شمیر زیاتې شوې.

د دې سازمان په وینا، که چیرې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړې بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، نو له څلورو ملیونو څخه ډیرې نجونې به اغیزمنې شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر یونما یوناما مشرې روزا اوتونبایوا بیا مخکې ویلي، چې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز به د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت نور هم کړکېچن کړي.

تازه بیا د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) د اپریل په ۱۴ په یو راپور کې وویل، د طالبانو لخوا د ښځو او د هغوی د کار پر وړاندې د محدودیتونو او سختو تګلارو زیاتیدل کولی شي په راتلونکو دوو کلونو کې د افغانستان اقتصاد ته یو ملیارډ ډالر زیان ورسوي.

XS
SM
MD
LG