د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۸

خبرونه

واشنګتن: له ایران سره په غونډه کې برخه اخلو، خو دا مذاکرات نه دي

ویټکاف
ویټکاف

متحده ایالاتو تایید کړه چې د دوی ځانګړی استازی سټیف ویټاکاف به د شنبې په ورځ له ایراني پلاوي سره په غونډه کې برخه واخلي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، متحده ایالاتو ټینګار کړی چې ویتکاف به د غونډې په جریان کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه غوښتنې راپورته کړي او هیڅ ډول خبرې اترې به ونه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټمي بروس د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ویتکاف، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ملګری چې د غزې او اوکراین په جګړو کې یې د هغه د استازي په توګه هم دنده ترسره کړې، د شنبې په ورځ په عمان کې له ایراني لوري سره ګوري.

د فرانس پریس اژانس د خبر له مخې، میرمن بروس، د خبرو اترو له پیل څخه مخکې سخت دریځ غوره کړ، ویې ویل: د شنبې په ورځ به یوه غونډه وي، خو "هیڅ مذاکرات نه شته."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي دي چې هغه باور لري که چیرې واشنګټن ښه نیت وښيي نو اسلامي جمهوریت کولی شي له امریکا سره یوې موافقې ته ورسیږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په تهران کې سیمه ییزه غونډه پیل شوه، عراقچي د افغانستان امنیت د ګاونډیو له ګټو سره تړلی وباله

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي د افغانستان امنیت " په مستقیم ډول د ټولو ګاونډیو له ګټو سره تړل شوی دی".

عراقچي دا څرګندونې نن یکشنبه ( د لیندۍ ۲۳مه) د افغانستان-روسیې د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو غونډې ته په تهران کې وکړې.

هغه د افغانستان د ګاونډیو ترمنځ د منظمو اړیکو او خبرو اترو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

په غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې، چین، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو برخه اخیستې ده.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی ته غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو ګډون یې نه دی کړی.

سوریه کې پر امریکایي پوځیانو ډزې، ټرمپ د غچ اخیستنې ګواښ کړی

سوریه کې د امریکا یوه پوځي اډه، ارشیف
سوریه کې د امریکا یوه پوځي اډه، ارشیف

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد شیباني هغه برید غندلی چې پرون شنبه یې دوه امریکایي سرتیري ووژل.

د راپورونو له مخې د داعش په غړیتوب مشکوک کس پرون شنبه د سوریې په مرکزي سیمه پالمیرا کې د امریکایي او سوریایي سرتیرو پر ګډه ګزمه ډزې وکړې.

ډزو کې دوه امریکایي پوځیان او یو ملکي ژباړن وژل شوی دی.

شیباني پر خپله ایکس پاڼه د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ " د جدي غچ اخیستنې" ژمنه کړې ده.

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله له سیالې سریلانکایې لوبډلې سره مخامخ کېږي

فیصل شینوزاده او عثمان سادات له بنګلدېش سره د پرونۍ لوبې پرمهال
فیصل شینوزاده او عثمان سادات له بنګلدېش سره د پرونۍ لوبې پرمهال

په پام کې ده د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله سبا دوشنبې د ډسمبر په ۱۵مه له سریلانکا سره لوبه وکړي.

دا لوبه چې د ۱۹ کلنو د کرکټ د آسیايي جام د لوبو په لړۍ کې ترسره کېږي، د کابل په وخت د سهار په نهه نیمو بجو د دوبی د کرکټ په لوبغالي کې پیلېږي.

د آسیايي جام په لوبو کې چې په متحد عربي اماراتو کې روانې دي افغانستان په بې ګروپ کې له بنګلدېش، نیپال او سریلانکا سره او په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او مالیزیا یوځای دي.

افغانستان په دې لړۍ کې خپله لومړۍ لوبه پرون بنګلدېش ته په دریو ویکټو وبایلله.

د امریکا په روډ آیلنډ ایالت کې د ډزو په پېښه کې دوه کسان وژل شوي

د پراوېډینس ښار د براون پوهنتون مخې ته د پېښې ځای
د پراوېډینس ښار د براون پوهنتون مخې ته د پېښې ځای

د امریکا د روډ آیلنډ د پراوېډینس ښار په براون پوهنتون کې یوه وسله وال کس پرون مازیګر دوه تنه په ډزو ووژل او نهه تنه نور یې سخت ټپیان کړل.

د پراوېډینس ښاروال برت سمایلي خبریالانو ته دا خبر تایید کړ. د فرانسپرس خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ایزو چارواکو له خلکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي ځکه چې بریدګر نه دی نیول شوی.

چارواکو ویلي دي چې ټاکل شوې وه د برید پرمهال د پوهنتون په ودانۍ کې د څو مضمونونو ازموینه واخیستل شي. دا پوهنتون شاوخوا ۱۱ زره محصلان لري.

امنیتي چارواکو ویلی دي چې مشکوک بریدګر تورې جامې اغوستې وې.

پرونۍ پېښه د امریکا په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ډزو تازه نمونه ده. په دې هېواد کې د وسلو د کنټرول لپاره غوښتنې له خنډ سره مخامخ دي.

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د واورو او بارانونو اټکل

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د ۲۰۲۵ کال لومړنۍ واوره (آرشیف)
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د ۲۰۲۵ کال لومړنۍ واوره (آرشیف)

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدلو اټکل کړی.

دې وزارت په یو بیان کې خبر ورکړی چې نن به په بدخشان، بلخ، بامیان، غزني، میدان وردګو، دایکنډي، روزګان، زابل، کندهار، سرپل، جوزجان، فاریاب، فراه، غور او بادغیس ولایتونو کې واوره او باران واوري.

پرون له دې مخکې د طالبانو د حکومت او د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه بیان کې ویلي و، چې د لیندۍ په ۲۳ او ۲۴مه د هریرود، مرغاب، هلمند او شمال د سیندیزو حوزو په سېلبرونو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو په آسیايي جام کې د بنګلدېش پر وړاندې خپله لوبه وبایلله

فیصل شینوزاده او عثمان سادات د لوبې پرمهال
فیصل شینوزاده او عثمان سادات د لوبې پرمهال

د بنګلدیش د کرکټ له نولس کلنو کم عمره لوبډلې نن په اسیایي جام کې افغان سیالې لوبډلې ته په دریو ویکټو ماتې ورکړه.

په نننۍ لوبه کې چې په ابوظبي کې ترسره شوه افغانستان لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې یې د فیصل شینوزاده د ۱۰۳ منډو په مټ د ۷ لوبغاړو په زیان سره ۲۸۳ منډې جوړې کړې.

د آسیايي جام په لوبو کې چې په متحد عربي اماراتو کې روانې دي افغانستان په بې ګروپ کې له بنګلدېش، نیپال او سریلانکا سره او په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او مالیزیا یوځای دي.

طالبان وايي چې د تهران په غونډه کې ګډون نه کوي

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره

د طالبانو حکومت وايي چې د افغانستان په اړه د تهران په راروانه غونډه کې ګډون نه کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت ویاند ضیااحمدتکل کورنیو رسنیو ته تایید کړې ده چې د طالبانو استازي دې غونډې ته بلل شوي خو وايي نه غواړي ګډون پکې وکړي.

د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویلي دي چې د افغانستان لپاره د چین، روسیې، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ځانګړي استازي راروانه اونۍ په تهران کې په یوه غونډه کې د افغانستان د روانو مسایلو په اړه بحث کوي.

هند ته د فوټبال د نړیوال ستوري لیونل مسي د سفر پرمهال د کلکتې په یوه سټوډیوم کې ګډوډي پېښه شوه

د فوټبال نامتو ستوری لیونیل مسي د کلکتې د سالټ لېک په لوبغالي کې
د فوټبال نامتو ستوری لیونیل مسي د کلکتې د سالټ لېک په لوبغالي کې

هند ته د فوټبال د نړیوال ستوري لیونل مسي د ننني سفر پرمهال ګډوډي پېښه شوه.

د مسي ګڼو مینه والو د کلکتې ښار د سالټ لېک د لوبغالي څوکۍ ماتې کړې او میدان ته یې وغورځولې. هغوی په غوسه وو، چې ولې یې مسي له نژدې ونه شو لیدلای.

د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام دا ګټونکي لوبغاړی په لوبغالي کې د تنظیموونکو د یوې لویې کړۍ له خوا بدرګه کېده او یوازې شل دقیقې وروسته ووت.

مسي به په کلکتې، حیدراباد، مومبی او نوې ډیلي کې په کنسرټونو، د ځوانانو د فوټبال اکاډمیو او خیریه غونډو ته ورشي.

افغان ۱۹کلنو د بنګلدېش د کرکټ سیالې لوبډلې ته د ۲۸۴ منډو هدف وټاکه

فیصل شینوزاده او عثمان سادات له بنګلدېش سره د لوبې پرمهال
فیصل شینوزاده او عثمان سادات له بنګلدېش سره د لوبې پرمهال

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د بنګلدېش سیالې لوبډلې ته د ۲۸۴ منډو هدف وټاکه.

دا لوبه په ابوظبي کې د ۱۹ کلنو د کرکټ د آسیايي جام په لوبلړۍ کې روانه ده.

لوبه افغانستان پیل کړه. افغان لوبډلې د فیصل شینوزاده د ۱۰۳ منډو په مټ په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په زیان سره ۲۸۳ منډې جوړې کړې.

افغانستان د آسیايي جام د لوبو په لړۍ کې په بې ګروپ کې له بنګلدېش، نیپال او سریلانکا سره او په الف ګروپ کې پاکستان، هند، متحده عربي امارات او مالیزیا یوځای دي.

د هېواد په شمال، لویدیځ او جنوب کې د نسبتاً درنو اوریاوو او د سېلابونو د راوتلو اټکل

د پنجشېر ولایت په دره ولسوالۍ کې سېل (آرشیف)
د پنجشېر ولایت په دره ولسوالۍ کې سېل (آرشیف)

د هواپېژندنې ادارې په راروانو دوو ورځو کې د هېواد په ځینو سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل کوي.

د طالبانو د حکومت او د اوبو او انرژۍ وزارت نن پر ټولنیزو شبکو په یوه بیان کې وویل چې د لیندۍ په ۲۳ او ۲۴مه د هرات، غور، بادغیس، سمنګان، بلخ، جوزجان، هلمند، ارزګان، زابل، کندهار، سرپل او فاریاب په سیندونو کې د نسبتا تېزو بارانونو له کبله د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

اټکل شوی چې دا سېلابونه به د هریرود، مرغاب، هلمند او شمال د سیندیزو حوزو په سېلبرونو کې راووځي.

په بیان کې د دې سیندونو پر غاړو له دېره هېوادوالو غوښتنه شوې چې د اوبو د کچې د لوړېدو په صورت کې سیندونو ته له نژدې کېدو ډډه وکړي او د کوزنیو سیمو اوسېدونکي هم له احتمالي خطرونو خبر کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG