د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۹

یوشمیر ماشومان ولې له رسامۍ سره مینه لري


کابل- 14- سپتمبر -2009- په کابل کې یوه نجلۍ پر دیوال د سولې سیمبول رسامي کوي- ارشیف
کابل- 14- سپتمبر -2009- په کابل کې یوه نجلۍ پر دیوال د سولې سیمبول رسامي کوي- ارشیف

ماشومان له رسم سره مینه لري د دې مینه خپل علتونه دي او د ارواپوهانو په باور انځورګري د ماشومانو پر روحیاتو اغیزې شیندي.

څلور کلنه افغان ماشومه کاینات وایي:

" زما رسمونه خوښ دي، ګل، ګودۍ، مڼه رسمولی شم، مڼه شنه او سره رنګوم."

د ماشومانو د هنرونو څارونکي وايي، درې کلني هغه عمر دی چې ډیری ماشومان پکې پنسل د لویانو په شان چلولی شي، د نورو په غوښتنه ځنې شکلونه رسموي او نومونه ورته ږدي خو په څلور تر پنځه کلنۍ کې بیا ماشوم کولای شي د انسان تصویر بشپړ نه خو له څو غړیو سره رسم کړي.

د دوی په باور تر دولس کلنۍ پورې ماشوم په بېلابیلو پړواونو کې په مختلفو کچو له رسم سره مینه ښيي او د عمر دې پړاو کې بیا ماشوم کولای شي، د موټر، مرغۍ، کور او الوتکې رسمونه جوړ او ان کیسې هم ورته ولیکي.

د پکتیا ولایت د احمد خیلو ولسوالي یو اوسېدونکي دولس کلن هیواد ازادي راډیو ته وویل:

" زه د انسان او حیوان له رسامۍ سره شوق لرم، خو انسان سره مې هغه وخت شوق درلود چې کله زما رسامي زده نه وه، اوس چې رسامي کوم د انسان رسامي راته ډیره سخته ده، سړی خسته کوي، اوس د حیوان او طبیعیت رسامي کوم."

ډیری ماشومانو نه چې پوښتنه وشي وايي راتلونکې کې غواړي ډاکټران شي، انجنیران شي یا نور هغه څه چې له لویانو یې ډیر تعریف اوریدلی وي، یا هم د هغوی له خوا ورته ویل شوي وي، چې لویه شې، یا لوی شي نو داسې کس به درنه جوړېږي.

خو د کابل اوسېدونکې نهه کلنه مریم شکیب وايي، دا غواړي راتلونکي کې د رسم ښوونکې شي:

" رسمونه خو جوړوو، زده مې دي او خوښ مې هم دي، لکه یوه مرغۍ، یوه هیلۍ، ځکه مې خوښېږي چې غواړم راتلونکې کې د رسم ښوونکې شم."

د کابل په یو ښوونځي کې د رسم ښوونکې او انځورګرې ساره سعیدي په باور رسمونو او انځورونو سره د ماشومانو د بې کچې مینې یو ښکاره دلیل تفریح ده، خو نوموړې یې نور هم راشمیري:

" د احساساتو د بیان، تفریح او انځورګرۍ سره د مینې په خاطر ده، کومې ستونزې چې لري، یا هغه څه چې د خپل چاپیریال له خلکو یې احساسوي یا هم کوم خیالونه چی لري، دوی نشي کولای دا یوازې او یوازې د خبرو له لارې بیان کړي نو ځکه سر او کار یې له انځورنو سره دی."

په افغانستان کې کورنۍ ډیر ځله د ماشومانو رسمونو ته ارزښت نه ورکوي، که په دیوالونو یې وکښي ان رټل کېږي هم، په داسې حال کې چې د انځورګرې ساره سعیدي په خبره باید د رټلو پر ځای د ماشومانو شوق جدي ونیول شي او د هڅولو په دود د رسامي یا انځورګرۍ لومړني وسایل ورته ته چمتو شي.

د ماشومانو د نړیوال کنوانسیون د یو دیرشمې مادې د دوهم بند پربنسټ حکومتونه باید د هنري او فرهنګي فعالیتونو په برخه کې د ماشومانو حقونو ته پاملرنه ولري، په خپلو اقداماتو سره ورنه ملاتړ وکړي او لازم امکانات ورته برابر کړي.

خو د افغانستان د ماشوم د ادبیاتو کور په نوم خصوصي بنسټ چې د ماشومانو د ادبیاتو او هنرونو په برخه کې فعالیت کوي، مسوولین یې وايي په دغه هیواد کې د ماشومانو هنرونو ته ډیره کمه پاملرنه شوې ده.

د کور مرستیالې اسما کاکړ ازادي راډیو ته وویل دوی بیا وخت په وخت هڅه کړې چې ماشومانو ته د انځورګرۍ او رسامۍ سیالۍ او کانکورونه جوړ کړي، چې په خبره یې په هیڅ صورت کافي نه دي:

" د ماشوم د ادبیاتو کور د نورو کانګورونو تر څنګ د رسامۍ کانکورونه هم جوړ کړي چې ورستی کانکور یې څه موده مخکې په پکتیا ولایت کې و او موږ ماشومانو ته د مډالونو او ستاینلیکونو تر څنګ ډالۍ هم ورکړې څو هغوی وهڅول شي."

رسامي یا انځورګري چې د اوو هنرونو له ډلې څلورم هنر شمیرل کېږي د دې هنر د پوهانو په خبره د ماشومانو تخلیقي ځواک لوړوي، ذهني تمرکز زیاتوي، فزیکي مهارتونه یې هم ښه کوي او په خپل ځان د اعتماد روحیه یې پیاوړې کوي.

XS
SM
MD
LG