دا اعدامونه، په بادغیس، نیمروز او فراه کې ترسره شول.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د طالبانو د بیا واکمنۍ له پیله تر اوسه د اعدام شویو نارینه و شمیر لسو ته ورسید.
دوه نارینه د بادغیس په مرکز قلعه نو د خلکو مخې ته د قربانیانو د کورنیو د یوه غړي له لورې شپږ مرمۍ وویشتل شو.
د طالبانو ستره محکمه وایي چې دریم تن د نیمروز په زرنج ښار کې او څلورم یو د فراه په مرکز فراه کې اعدام شو.
طالبانو د دغو اعدامونو لپاره خلکو ته بلنه ورکړې ده چې له نژدې یې وګوري، خو دوی له خلکو غوښتي دي چې د دې صحنو عکسونه او فلمونه به نه اخلي.
طالبانو چې د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې کوم خلک اعدام کړي وو، د ځینو ویډیوګانې او عکسونه هغه وخت اخیستل شوي وو.
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال له ۱۹۹۶-۲۰۰۱ پورې علني اعدامونه تر ډيره په لوبغالو کې ترسره کیدل.
ملګرو ملتو او د بشري حقونو ډلو د بښني د نړیوال سازمان په ګډون د طالبانو له لورې د اعدامونو او بدني مجازاتو غندنه کړې ده.
د بښني نړیوال سازمان په خپل کلني راپور کې چې د اپریل په میاشت کې یې خپور کړ، وویل چې افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې هلته د اعدام احکام له نړیوالو منل شویو معیارونو سره تطابق نه لري.