داسې مهال چې له افغانستانه د بې کاري او بې وزلۍ د پراخېدو راپورونه ورکول کیږي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان سره د مرستو د دوام په اړه مخالفت څرګند کړ.
نوموړي د اپریل د اوومې نیټې په ماښام د اسرایلو له صدراعظم سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل، مخکیني ولسمشر جوبایډن نه یوازې له افغانستانه د وتلو په څرنګوالي امریکا ته شرم واړوو بلکې په خبره یې هغه هیواد ته یې ډېرې پیسې هم ورکړې.
هغه وویل، "مونږ ډېرو هېوادونو ته پیسې ورکړي، ښایي باور ونه کړئ چې مونږ افغانستان ته ډېرې زیاتې پیسې ورکړي دي، البته دا د بایډن په وخت کې کېده. هغه نه یوازې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په څرنګوالي کې امریکا ته شرم راوړ، بلکې مېلیاردونه ډالره یې هغوی ته ورکړي. موږ د خپلو دوستانو په سمه توګه خیال ساتو، خو د خپلو دښمنانو نه. "
ښایي باور ونه کړئ چې مونږ افغانستان ته ډېرې زیاتې پیسې ورکړي دي، البته دا د بایډن په وخت کې کېده. هغه نه یوازې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په څرنګوالي کې امریکا ته شرم راوړ، بلکې مېلیاردونه ډالره یې هغوی ته ورکړيد امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
ښاغلي ټرمپ له دې وړاندې هم له افغانستان سره د امریکا په مرستو نیوکه کړې ده.
په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس د یو شمېر امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا حکومت پرېکړه کړې چې د افغانستان او یمن په ګډون څو نورو هیوادونو ته خپلې ډیرې یا ټولې مرستې بندې کړې.
رویټرز د "سټنډ فار ایډ" په نوم د یوه بنسټ په حواله لیکلي چې دا ټوله ۱ عشاریه ۳ ملیارډه ډالره مرسته ده چې د افغانستان لپاره ۵۶۲، د یمن لپاره ۱۰۷ ، د سومالیا لپاره ۱۷۰، د سوریې لپاره ۲۳۷ او د غزې لپاره ۱۲ میلیونه ډالره دي.
دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ لا له وړاندې د روان کال په جنورۍ میاشت کې د یو اجراييوي فرمان په ترڅ کې د امریکا ټولې بهرنۍ مرستې ځنډولي چې په افغانستان کې یې د بې وزله وګړو پر ژوند منفي اغیز کړی، او دغه شان په دغه هیواد کې د بیلابیلو ژوند ژغورونکو پروژو د ځنډېدو لامل شوي دي.
هغه ویلي، دا مرستې باید وارزول شي او په خبره یې دا د امریکا له ملي ګټو او ارزښتونو سره سمون نه لري.
امریکا په تېرو دریو کلونو کې له افغانستان سره تر ټولو ستر مرسته کوونکی هیواد وو چې د راپورونو پر بنسټ څه دپاسه ۳ ملیارډه ډالره مرسته یې کړې وه.
یو شمېر بې وزله افغانانو ازادي راډيو ته وویل چې له سختې بې کارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د ننګرهار اوسېدونکي میر افضل او د کابل اوسېدونکې رباني ازادي راډيو ته وویل،
"ځوانان بې کاره دي، فقر زیات شوی دی، اکثره خویندې په سړکونو ناستې وي خیرات غواړي، بچیان ورله غاړي دي، نړیواله باېد مرستې بندې نه کړي ځکه افغانستان له لوی اقتصادي ناورین سره مخ دی."
ځوانان بې کاره دي، فقر زیات شوی دی، اکثره خویندې په سړکونو ناستې وي خیرات غواړي، بچیان ورله غاړي دي، نړیواله باېد مرستې بندې نه کړيمیرافضل
"اقتصادي ستونزې مو بیخي زیاتي دي، زه همدا اوس په یو هوټل کې په ۱۵۰ افغانۍ کار کوم، خو زما هیڅ چاره پرې نه کیږي، کور مو خپل نه دی، ماشومانو ساتنه سخته ده، ډېرې ستونزې لرو."
دا شکایتونه داسې مهال دي چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مشرې سنډي مکین خبرداری ورکړی چې د هغه میلیونونو انسانانو لپاره د بېړنیو خوراکي مرستو کمول چې له سختې لوږې سره مخ دی "د مرګ سزا" کېدای شي.
اغلې مکین په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې د بودجې کمښت د لوږې تر څنګ د سون توکو بې ثباتي زیاتوي او دا چې د دې موضوع په اړه د ټرمپ له ادارې سره په اړیکه کې دی.
د یاونې ده چې افغانستان کې واک ته د طالبانو تر بیا ځلې رسېدو وروسته په دغه هیواد کې د بې کارۍ او بې وزلۍ د پراخېدو راپورونه ډیر ورکول کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي چې دا مهال د دې افغانستان له نیمايي زیات نفوس چې ۲۳ میلیونه کسان کیږي بشري مرستو ته اړتیا لري.
اکپس سامان د روانې فبرورۍ په لومړۍ نېټه په یو راپور کې ویلي وو چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو بندیدل په ځانګړي ډول د روغتیا، او د خوړو د خوندیتوب په برخو کې، د افغانستان د بشري اړتیاوو په پوره کولو کې ژورې تشې رامنځته کوي.