د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو شمیر هیوادونو په ځانګړي دول لوېدیځو هغو کې د خبریالانو او رسنیزو کارکونکو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي وايي، ډیری دوی اوس په نورو چارو، ان ډیر شاقه کارونه بوخت دي.
د دغه مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې برخې مشرې سمیې ولي زاده ازادي راډیو ته وویل، دوی د دغه هیوادونو له رسنیزو بنسټونو غواړي چې افغان خبریالان او د رسنیو کارکونکي د دوی وړتیاوو ته په پام جذب کړي.
یو شمیر افغان خبریالان هم همدا خبره کوي.
کندهار کې یو پخوانی خبریال او رسنیز کارکوونکی چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو ورسته جرمني ته کډوال شوی او نه غواړي د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، اوس له رسنیز ډګره ډیر لرې په نورو کارونو بوخت دی.
دلته په المان کې مونږ د کار د مرکز له خوا اړ اېستل کېږو چې مونږ باید په هوټلونو کې کار وکړو، یا په لاګرونو یعنې ګدامونو کې کار وکړو، مونږ ته باید خپل مسلک کې چې لرو یې د کار زمینه برابره شي چې تر اوسه پورې یې توانايي لرو، دا به ډیر ښه شيافغان خبریال
" دلته په المان کې مونږ د کار د مرکز له خوا اړ اېستل کېږو چې مونږ باید په هوټلونو کې کار وکړو، یا په لاګرونو یعنې ګدامونو کې کار وکړو، مونږ ته باید خپل مسلک کې چې لرو یې د کار زمینه برابره شي چې تر اوسه پورې یې توانايي لرو، دا به ډیر ښه شي."
د رسنیو څېړونکی او ژورنالیست ځیرک فهیم چې دا مهال په فرانسه کې اوسېږي هم ازادي راډیو ته دا خبره وکړه:
" دوی اړتیا لري چې کار وکړي او خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه پیدا کړي خو په خپل مسلک کې کار ورته ځکه ستونزمن دی چې دوی په ژبه نه پوهېږي او که ژبه زده کړي نو ځینو هیوادونو کې بیا قوانین فرق لري او د ژورنالیستانو د استخدام لپاره اصول فرق لري، نو ځکه ځینو خبریالانو د خپل مسلک خلاف نورو کارونو ته مخه کړې ده."
د افغانستان د خبریالانو مرکز هم په یو شمیر هیوادونو کې د خبریالانو او رسنیزو کارکونکو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي وايي، ډیری دوی اوس په نورو چارو ان ډیر شاقه کارونه بوخت دي.
د دغه مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې برخې مشرې سمیې ولي زاده ازادي راډیو ته وویل، دوی د دغه هیوادونو له رسنیو غواړي چې افغان خبریالان او د رسنیو کارکونکي د دوی وړتیاوو ته په پام جذب کړي.
" د افغانستان د خبریالانو مرکز د هغو رسنیزو بنستونو څخه چې په لویدیځو هیوادونو لکه جرمني او فرانسې کې دي غواړي چې د افغانستان د رسنیزې ټولنې هغه وړتیاوې چې اوس په دې هیوادونو کې دي د دغه هیواد رسنیو ته معرفي کړي او یو ځانګړی پروګرام دې ته ولري څو زمونږ خبریالان دغه شان وکولای شي په خپل کار او حرفه کې بوخت پاتې شي."
دا غوښتنه داسې مهال ده چې یو شمیر افغان خبریالانو او رسنیزو کارکونکو بیا په خپل ابتکار او شخصي هڅو ځنی رسنیز کارونه پیل کړي دي.
مونږ په ویب پاڼه کې جلا د راډیو لپاره یوه بله پاڼه جوړه کړې چې هلته بېلابیلې خپرونې دي او دا خپرېږي د دې تر څنګ مونږ افغانستان غږ راډیو لپاره په سوشیل باندې لکه فیسبوک، انستاګرام، ایکس او ټیک ټاک باندې هم خپرونې لروافغان خبریال
خبریال صفت الله زاهدي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو ورسته د جرمني په بن ښار کې میشت شوی یوه انلاین راډیو یې جوړه کړې، چې ټولنیزې پاڼې هم لري.
" مونږ په ویب پاڼه کې جلا د راډیو لپاره یوه بله پاڼه جوړه کړې چې هلته بېلابیلې خپرونې دي او دا خپرېږي د دې تر څنګ مونږ افغانستان غږ راډیو لپاره په سوشیل باندې لکه فیسبوک، انستاګرام، ایکس او ټیک ټاک باندې هم خپرونې لرو."
یا د جرمني په هامبورګ کې د زرمینې عزیز په نوم د یوې رسنیزې کارکونکې له خو د" تلویزیون ۲۵" په نوم د تصویري تولید یوه هڅه، په برلین کې د فرهنګي فعال محمود سعید په زیار د "هڅوب" په نوم د یوې مجلې چاپ او څو نورې هڅې.
خو له دې سره بیا هم په ډیر شمیر سره افغان خبریال او رسنیز کارکونکي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو ورسته په جرمني او نورو اروپايي هیوادونو کې میشت شوي یا وزګار دي یا هم د افغانستان د خبریالانو مرکز په خبره نورو او ان شاقه کارونو ته یې مخه کړې ده.
د یادونې چې افغان خبریالان او رسنیز کارکونکي د نورو ګڼو ستونزو په شمول د امنیتي ستونرو او هغو محدودیتونو له امله چې د طالبانو حکومت په افغان رسنیو لګولي نورو هیوادو ته کډوال شوي دي.
ډیری دوی په ګاونديو هیوادونو پاکستان او ایران کې هم اوسېږي چې دا مهال له دغو هیوادونو د جدي اقتصادي ستونزو تر څنګ د شړل کېدو له ګواښ سره هم مخ دي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا (نی) د ۲۰۲۳ کال په ورستیو کې ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال شا و خوا نیمايي رسنۍ تړل شوي دي.
د افغانستان د بیان د ازادۍ کور بیا په یوې اعلامیه کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته د تړل شوي رسنیو شمیر ۳۰۰ ښودلی و. خو د وزګار شویو او د هغو خبریالانو کره شمیر چې له هیواده وتي دي نه دې څرګند.