د پاکستان له لوري د افغان کډوالو پر ډلهییزې ایستنې اندېښنې زیاتې شوې دي، او دا ځل د بشري حقونو کمیسیون هم خپل اعتراض څرګند کړی دی.
هغه موده، چې پاکستان د اسنادو نهلرونکو افغان کډوالو او د ACC کارت لرونکو د ایستلو لپاره ټاکلې وه، سبا دوشنبه (۳۱ مارچ) پای ته رسېږي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د اړیکو او څېړنو مسوول میهان پراچه، د شنبې (۲۹ مارچ) په ورځ ازادي رادیو ته وویل چې دا مسله د سختې اندېښنې وړ ده.
«موږ اندېښمن یوو، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو پروسه په داسې حال کې چټکه شوې، چې دوی ته نه کومه محافظتي لاره ورکول شوې او نه هم بله بدیله حللاره. دا اقدام جدي بشري اندېښنې راپاروي، چې باید حکومت ورته فوراً پام وکړي. موږ د پاکستان له حکومته په کلکه غوښتنه کوو چې دا پرېکړه له سره وڅېړي، ځکه دا د نړیوالو قوانینو، په ځانګړې ډول په زوره د کډوالو د نه ستنولو د اصل سرغړونه کوي. پاکستان اخلاقي مسوولیت لري چې دغه اصول رعایت کړي.»
زرګونه افغان کډوال، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته په تېرو درېنیمو کلونو کې پاکستان ته کډه شوي، اندېښنه لري چې که افغانستان ته بېرته ستانه شي، له خطر سره به مخامخ شي.
په دغو کسانو کې د ښځو د حقونو فعالان، د بشري حقونو مدافعان، خبریالان، او هغه افغانان شامل دي، چې پخوا یې له نړیوالو ځواکونو سره کار کړی و.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مارچ په ۷مه اعلان کړی و، چې د افغانستان د تابعیت کارت (ACC) لرونکي کسان باید د مارچ تر ۳۱ پورې له پاکستان څخه «په عزت» ووځي، او که نه، د اپرېل له ۱مې یې د اخراج پروسه پیلېږي.
د کډوالو په اړه د پاکستان د پرېکړې په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې د اسلامآباد دا پرېکړه د اندېښنې وړ ده.
هغه زیاته کړه:
«موږ وایو، چې د دې کسانو په منځ کې داسې خلک هم شته، چې محافظت ته اړتیا لري. ډېر یې له څلوېښتو کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي، دلته یې کاروبارونه دي، او اولادونه یې دلته زده کړې کوي. دوی نه شي کولی چې دومره ژر پلان جوړ کړي او افغانستان ته ستانه شي.
موږ له حکومت غواړو، چې د دې افغانانو حالت له بشردوستانه نظره وارزوي. موږ هم پاکستان او هم افغانستان ته وایو، چې د دوی د خوندي او رضاکارانه ستنېدو لپاره له یو بل سره خبرې وکړي.»
په همدې حال کې، پاکستاني ځواکونو سلګونه افغانان نیولي دي.
په اسلاماباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر میوند علَمي ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان تازه د پاکستاني امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي دي.
پاکستان د ۲۰۲۳ له نوومبر راهیسې په څو پړاوونو کې د هغو افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ روانه کړې، چې د اسلاماباد په وینا "بېاسناده" دي.
د راپورونو له مخې، تر اوسه له ۸۰۰ زرو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.