د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۹

پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو د ضرب الاجل په درشل کې سلګونه افغان کډوال نیولي


په پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د ټاکل شوې ضرب الاجل په درشل کې د افغانانو نیونې زیاتې شوي دي.

د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته ویلي چې د مارچ تر یو دېرشمې، یعني تر راتلونکې دوشنبې د دغه هیواد له خاورې ووځي کنې په زوره به وایستل شي.

د سلګونو زرو افغانانو په منځ کې، چې پاکستان یې له خپلې خاورې باسي، ډېر شمېر داسي افغانان هم شامل دي چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د امنیتي ستونزو له کبله پاکستان ته کډوال شوي دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو افغان کډوالو ته د ټاکلي ضرب الاجل په درشل کې په راولپینډۍ کې لږ تر لږه ۹۲۳ افغان اتباع نیولي دي.

په اسلام آباد کې د افغان کډوالو د شورا رییس میوند علمي وايي چې دا کسان په پاکستان کې د غیرقانوني کډوالو پر ضد د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

ښاغلي علمي تېره شپه (جمعه) ازادي راډیو ته وویل چې په پاکستان کې دېره افغانان سخت تشویش لري او د پاکستان له حکومته غواړي چې دوی ته څو میاشتې نور وخت ورکړي چې نورو هیوادونو ته یې د تګ برخلیک څرګند شي.

د راپور له مخې، د دغو کسانو له منځه ۲۱۳ تنه افغانستان ته استول شوي دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو افغان کډوالو ته د ټاکلي ضرب الاجل په درشل کې په راولپینډۍ کې لږ تر لږه ۹۲۳ افغان اتباع نیولي دي

پاتې کسان د ښار په لمنه کې، د ګلړه موړ سیمې ته نژدې، د کډوالو په یو موقت مرکز کې ساتل کېږي.

ډان ورځپاڼې هم راپور ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ له دې مرکز څخه ۲۲ تنه تښتېدلي دي.

د چارواکو په وینا، په نیول شویو کسانو کې د ۸۶ تنو ویزې پای ته رسېدلې، ۱۱۶ هغه کسان دي چې د "افغان اتباعو کارت" لري، او ۲۹۰ نور د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ (UNHCR) د راجستر سندونه لري.

پاکستان ناقانونه افغان کډوالو ته د مارچ ۳۱مه وروستۍ نېټه ټاکلې چې له دې هېواده په خپله خوښه ووځي. خو چارواکو ویلي، هغه افغانان چې د پاکستان د ملي ډیټابیس ادارې (NADRA) له لوري صادر شوي د PoR کارتونه لري، د جون تر ۳۰مې پورې له پاکستان څخه د ایستلو له خطر سره نه مخامخ کېږي.

یوه جګپوړي پولیس چارواکي ډان ته ویلي: «موږ واضح کړې چې د افغان اتباعو کارت لرونکي کسان به تر ضرب‌الاجل (ډیډلاین) وړاندې له راولپینډۍ او اسلام‌اباد څخه ایستل کېږي.»

پولیسو د ګلړه موړ د کډوالو د مرکز لپاره ځانګړی امنیتي پلان عملي کړی، چې پکې لږ تر لږه ۴۰ پولیس افسران د یوه جګپوړي چارواکي تر نظارت لاندې ځای پر ځای شوي، څو نظم وساتي.

چارواکو ویلي چې د ناقانونه افغانانو د ایستلو بهیر به په پړاویز ډول تطبیق شي.

د دې عملیاتو پر ضد د بشري حقونو ډلې اندېښنه ښيي، او خبرداری ورکوي چې دا پراخې شړنې به زرګونه افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، او هغه کسان له جدي ګواښونو سره مخامخ کړي، چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته تښتېدلي دي.

په همدې حال کې د خبریالانو د ملاتړ سازمان له پاکستانه د افغان خبریالانو د نه ایستلو غوښتنه وکړه.

دې سازمان په پاکستان کې د دیره افغان خبریالانو پر وضعیت اندېښنه ښوولې او د پاکستان له حکومت څخه یې غوښتي چې پر هغوی فشارونه پای ته ورسوي او له خپلې خاورې څخه یې ونه باسي.

XS
SM
MD
LG