دې وضعیت له اکثرو دغو ویشل شویو کورنیو خوښۍ اخیستي او مناسبتونه یې ورته بې خونده کړي.
له دې مناسبتونو یو هم کوچنۍ اختر دې چې یوازې څو ورځې ورته پاتې دي.
لیکوال او شاعر باز محمد عابد و ايي، " په ژوند کې د لومړي ځل لپاره چې کومه بې خوندي زما په اختر کې راغلې ده، هغه دغه ځل دی."
په ژوند کې د لومړي ځل لپاره چې کومه بې خوندي زما په اختر کې راغلې ده، هغه دغه ځل دیبازمحمد عابد
عابد چې تازه جرمني ته کډوال شوی ازادي رادیو ته يې وویل،
" زما بچو سره او ماسره هم دا اندېښنه ده چې اختر به مونږ دلته څنګه نمانځو، ځکه که اختر په رسمي ورځ راشي نو زما بچیان به د ژبې د زده کړې کورسونو ته ځي، ماشومه به وړکتون ته بیایم، نو زه او میرمن به مې یو بل ته سره ګورو."
د نوموړي په خبره د خپل وطن، کور او کلي د اخترونو بیل خوند وي چې په مسافرۍ که نشته.
خپل منزل ته د رسېدو ( مقصد هیواد ته د تګ) په تمه د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې میشت زاهدالله موسی خیل هم ورته خبره کوي.
"زمونږ نیمه کورنۍ چې ده هغه په امریکې کې ده او څه د کورنۍ غړي مو چې دي هغه افغانستان کې دي او زه خپله دلته مسافر یمه، په مسافرۍ کې خو د اختر خوند نه وي، د اختر خوند په خپل وطن کې وي چې سړی خپلو خپلوانو کره ځي، یو بل کره ځي."
خو افغانستان کې هم خلک د اختر د بې خوندیو خبره کوي، دوی وايي وطن شته خو دا چې د کورني غړي او خپلوان یې تارپه تار شوي د پخوا په شان یې نه شي نمانځلی.
د کابل ولایت اوسېدونکې مژګان ازادي راډیو ته وویل،
" په دې اختر کې هیڅ خونده نشته، ځکه ټول ولاړ دي، مسافر شوي دي، هغه پخوانی اختر نه دی چې یو بل کره به تللو، خپلو خپلوانو کره، یو ورور مې دی هغه هم مسافر شوی، دلته چې و، په ګډه به هر چیرې دوستانو کره تللو او راتللو."
په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو ورسته ډیرې افغانان له هیواده ووتل، چې لاملونه یې بېلابیل ښودل شوي دي.
څوک ادعا کوي چې د امنیتي ستونزو له امله، څوک له اقتصادي او څوک هم وايي د خپلو نجونو ماشومانو د زده کړو د دوام په خاطر کډوال شوي دي.
ډیری دوی ګاونديو او اروپايي هیوادونو، امریکا او استرالیا ته تللي دي.
که څه هم د دوی کره شمیر نه دی معلوم خو د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای او ایم ) تازه د تیرې دوشنبې په ورځ ( د مارچ په ۲۴ مه) ویلي، چې یوازې د روانې مارچ میاشتې له ۹ تر ۱۵ پورې ۴۱ زره ۶۳۱ افغانان له خپل هیواده وتلي دي.