په افغانانو کې دا خبره ډیره عام ده چې روژه د لویانو، خو اختر د ماشومانو دی.
ماشومان د اختر په ورځو له لویانو اختری ترلاسه کوي، میله ځایونو ته ځي، تالونو کې زانګي او د لوبو سامانونه اخلي.
اوس چې اختر ته يوازې څو ورځې پاتې دي د ماشومانو د حقونو یو شمیر فعالان له سوداګرو غواړي چې دوی ته د لوبو په سامانونو کې جنګي وسایل وارد نه کړي.
د ماشومانو د حقونو فعال او مخکې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون د ماشومانو د برخې مشر نجیب الله ببرک زی ازادي راډیو ته وویل:
" باید ماشومانو ته داسې وسایل برابر شي چې هغوی ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د تاوتریخوالي زمینه برابره نه کړي، په دې کې چارواکي هم مسوولیت لري، میندې او پلرونه هم او هغوی چې دا وسایل واردوي او بازار ته یې راوړي هم مسوولیت لري."
د افغانستان د ماشومانو د ادبیاتو کور مرستیاله اسما کاکړ هم وايي له رواني اړخه دا شان وسایل د ماشومانو په ذهن ډیر منفي اغیز پرې باسي:
" دا د ماشومانو په روان باندې ډیر بد اغیز کوي، ځکه چې د ماشوم ذهن لکه یو سپین کاغذ دی، که مونږ په کې د تاوتریخوالي خبرې ولیکو راتلونکي کې به تاوتریخوالي ته مخه کوي خو که له مهربانۍ ورسره کار واخلو دوی به هم راتلونکي کې مهربانه وي."
دا یوازې د ماشومانو د حقونو فعالان نه دي د عامو افغانانو هم همدا غوښتنه ده.
د زابل ولایت اوسېدونکی عادل د ازادي راډیو له ځوان فکر خپرونې سره په اړیکه کې د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د ماشومانو د لوبو په سامانونو کې د وسلو په واردولو بندیز ولګوي:
"زما د امارت د سوداګرۍ له وزیر څخه دا غوښتنه ده چې له پاکستان، چین دغو هیوادونو څخه دا پلاستیکي توپکې بندې کړي، اختر ته دا وارد نه کړي، دې ټولو باندې باید بندیز ولګوي."
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، په دې اړه یوې پالیسۍ ته اړتیا ده.
د دغې خونې د مدیر پلاوي غړی خان جان الکوزی ازادي راډیو ته وویل:
" واقعاً چې باید ماشومان په جنګي روحیه ونه روزل شي او د دې واردول باید بند شي او ورته اجازه ورنه کړل شي دا ښه کار دی، خو دا د هر ملک په پالیسۍ پورې اړه لري، نو دې لپاره یو پلان او کړنلارې ته اړتیا ده، چې امارت اسلامي یې ورته ونیسي ښه به وي."
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده بیا په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو پر بنسټ په تیر جمهوري نظام کې هم د دې وسایلو په واردولو بندیز لګېدلې و او ګمرکونو ته دنده سپارل شوې وه چې مخنیوی یې وشي.
د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون له مخې لوبې د هر ماشوم بنسټیزحق دی، خو د دوی د حقونو افغان فعالان وايي، دا لوبې باید سالمې وي چې د منفي اغیز پر ځای يې له جسمۍ او ذهني ودې سره هم مرسته وکړي.