په افغانستان کې د ښځو د فعالیتونو د محدودېدو په اړه د اندېښو په دوام د یوې ټول پوښتنې موندنې ښيي چې په افغانستان کې په تېرو درې میاشتو کې په بشرپاله فعالیتونو کې د ښځو د ګډون پر وړاندې خنډونه ډېر شوي دي.
دا ټول پوښتنه د “ بشرپالنه د جنسیت په ځواب کې” او “بشرپاله لاسرسي” کاري ډلو لخوا، د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې په همکارۍ، د ۲۰۷ سازمانونو په ګډون، چې د ملګرو ملتونو ادارې هم پکې شاملې دي شوې او د مارچ په ۲۶مه د ملګرو ملتونو په ویبپاڼه خپره شوې ده.
په ټول پوښتنه کې راغلي چې د طالبانو د “امر بالمعروف او نهی عن المنکر” قانون تطبیق، د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت له لوري د ښځو پر کار نوي محدودیتونه، او د نړیوالو، په ځانګړي ډول د امریکا د مرستو کمېدل، لامل شوي چې ډیرې ښځې خپلې دندې له لاسه ورکړي.
د دې نظر پوښتنې له مخې، د طالبانو د “امر بالمعروف او نهی عن المنکر” قانون تطبیق، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ښځو د کار کولو وړتیا ۲۵ سلنه راکمه کړې ده.
د ټول پوښتنې ۵۰ سلنه ګډونوالو ویلي، له محرم پرته د سفر بندیز، د حجاب سخت مقررات او بانکي حسابونو ته د لاسرسي محدودیتونو، د ښځو لپاره بشرپاله فعالیتونه ستونزمن کړي دي.
دغه شان دا هم په کې راغلي، چې د امریکا د مرستو کمېدو له امله، ۲۵ سلنه ښځو د نادولتي سازمانونو او ان ۲ سلنه ښځو د ملګرو ملتونو ادارو کې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
د یوې نادولتي موسسې پخوانۍ مسؤلې، کریمې رحیمیار ازادي رادیو ته وویل، د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې (USAID) د مرستو بندېدو له امله، د دې په ګډون لسګونه ښځې بېروزګاره شوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
“هغه پروژې چې د USAID لخوا تمویل کېدې، لغوه شوې. او کومو ښځو چې زموږ سره یې کار کاوه، ډېرې زیانمنې شوې، ځکه چې ډیری یې د خپلو کورنیو سرپرستانې وې. ځینې ښځې د کور یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې وې، ځکه چې میړونه بېکاره وو. اوس ټولې بېروزګاره دي.”
خاطره بله هغه افغان میرمنه ده چې له لسو کلونو راهیسې یې کابل کې یوې نادولتي موسسې سره کار کولو.
نوموړې وايي د طالبانو حکومت د محدودیتونو له امله له یو کال راهیسې وزګاره او سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده:
" کله چې مې وظیفه درلوده، زموږ اقتصادي وضعیت ښه و، د کور کرایه مې ورکوله، د اوبو او برېښنا پیسې مې پرې کولې، خو اوس چې بېکاره یم، اوه میاشتې وشوې چې د کور کرایه مو نه ده ورکړې. موږ د خلکو پوروړي شوي یو."
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې طالبانو په افغانستان تر واکمنېدو وروسته، ښځې ډېری دولتي ادارو که له کار کولو منع کړې او په ۲۰۲۲ کې یې په نادولتي موسسو کې هم له کار کولو راوګرځولې.
خو له دې سره هم، یو شمیر ښځینه کارکونکې نادولتي موسسو سره له کوره په انلاین بڼه کار کوي، یا هم له محرم سره خپلو دندو ته ځي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو اجرايوي فرمان له پر بنسټ، چې د امریکا ټولې بهرنۍ مرستې یې د ۹۰ ورځو لپاره ځنډولې، یو شمېر نادولتي موسسو په افغانستان کې خپلې چارې درولي چې ګڼو کارکوونکو یې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
ښاغلي ترمپ ویلي، د امریکا بهرنۍ مرستې او د دې مرستو بیروکراسي زموږ له ملي ګټو سره سمون نه لري.