د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۹

د بودجې د کموالي له امله، د حوړو نړیوال پروګرام ځیني چارې دروي


د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو، اف، پي) خبرداری ورکړی چې د بودجې د کمښت له امله، ښايي د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې پروګرام تر مې میاشتې پورې ودرول شي.

د بودجې کمښت به، په خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو په درملنه هم سیوری وغوړوي.

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو، اف، پي) خبرداری ورکړی که د دې ادارې بودجه تامین نه شي، نو ښايي افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې پروګرام تر مې میاشتې پورې ودرېږي.

(ډبلیو، اف، پي) په یوه راپور کې ویلي چې د دې ادارې مشرې، سیندي مک کین، د چهارشنبې په ورځ ( د مارچ په ۲۶مه) پاریس کې “د ودې لپاره تغذیه” په نوم د څلورم کنفرانس په درشل کې د بېلابېلو هېوادونو استازو ته ویلي، د بودجې د کمښت له امله، د خوړو نړیوال پروګرام اړ شوی چې سخت انتخابونه وکړي، لکه مخنیوی ته د لومړیتوب ورکولو پر ځای درملنې ته لومړیتوب، او زیاته کړې چې په افغانستان کې هم دا پروګرامونه ښايي تر مې میاشتې پورې ودرېږي.

د (ډبلیو، اف، پي) د معلوماتو له مخې، دوی د ۲۰۲۵ کال لپاره د ۵۶ هېوادونو ۳۰ میلیونه میندو او ماشومانو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره ۱.۴ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري. دوی زیاتوي چې د جګړې، اقتصادي بې‌ثباتۍ او اقلیمي بدلونونو له امله، په ټوله نړۍ کې د خوارځواکۍ وضعیت مخ پر خرابېدو دی.

راپور زیاتوي، وروسته له هغه چې د امریکا متحده ایالاتو، چې د (ډبلیو، اف، پي) تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد دی، د ۹۰ ورځو لپاره بهرنۍ مرستې وځنډولې، د خوړو نړیوال پروګرام له جدي مالي ستونزو سره مخ شوی.

د افغانستان په اړه، (ډبلیو، اف، پي) په یوه جلا راپور کې د دې ادارې د تغذیې د برخې مشرې، مونا شیخ، له قوله ویلي چې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د حیاتي خوراکي مرستو د دوام لپاره، دوی ۵۵۵ میلیونه ډالرو ته سمدستي اړتیا لري.

هغې زیاته کړې، که دا بودجه ترلاسه نه شي، نو د ښځو، ماشومانو او کورنیو لپاره حیاتي پروګرامونه، چې پکې بېړنۍ خوراکي مرستې، د خوارځواکۍ درملنه او ښوونځیو او د ښځو د حرفوي زده کړو مرکزونو کې تغذیه شامل دي، له خطر سره مخ کېدای شي.

((ډبلیو، اف، پي) دغه شان ویلي، دا مهال د ماشومانو د خوارځواکۍ پوښښ، چې مخکې له ۶ میاشتو تر ۵ کلنۍ و، اوس تر ۲ کلنۍ پورې محدود شوی، او امیندواره او شیدې ورکونکې میندې یوازې د اړتیا وړ نیم خواړه ترلاسه کوي.

په ورته وخت کې، یو شمېر هغه کورنۍ، چې ماشومان یې د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ دي، وايي د دوی ماشومان لا درملنې ته اړتیا لري.

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ یوې مېرمنې، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور خپور شي، او دوه ماشومان، چې یو یې دوه کلن او بل یې لس میاشتنی دی، د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ دي، وویل، د دوی د سیمې کلینیک دوه میاشتې وړاندې تړل شوی:

" کلینیک ته دوه وارې دغه کوچنۍ مونږ وړی دی، یو وار یې دوا ورکړې وه له هغې سره ښه شو، خو دوه درې ورځې ورسته بېرته ناروغه شو، بیا مو وروستو، ستنې یې ورکړې، هغه خلاصې شوې بېرته ناجوړه شو، اوس دا دوه میاشتې وشوې چې کلینیک نشته تللی دی ."

د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ اوسېدونکی شاه محمد بیا وايي خپل خوارځواکه زوی کلینیک وړی خو هغوی یې درملنه نه کوي:

" له یوې میاشتې زیاته موده کېږي چې کلینیکونه ماشوم نه اخلي، وايي ښه شوی دی او زر نور دلیلونه وايي، نه پوهېږم ماشوم لا په لاره نه شي تللی، زما په نظر نه دی ښه شوی خو کلینیک وايي ښه شوی، له یوې میاشتې زیاته موده کېږي چې درمل نه لري او له بازار یې اخلم، کلینیک ښه و، ماشوم مې هغه مهال ښه و، خوراک یې هم ډیر ښه و."

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو، اف، پي) زیاته کړې چې اټکل کېږي په ۲۰۲۵ کال کې ۳.۵ میلیونه کوچني ماشومان په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره مخ شي. سربېره پر دې، ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکونکې میندې له خوارځواکۍ کړېږي او سمدستي طبي درملنې او تغذیوي ملاتړ ته اړتیا لري.

د یادونې ده چې د امریکا نوي ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د یوه اجرائیوي فرمان په صادرولو سره، د امریکا ټولې بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره ځنډولې. هغه ویلي چې د دغو مرستو بیروکراسي د امریکا له ملي ګټو سره همغږې نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، تر ۲۰۲۵ کال پورې به شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

XS
SM
MD
LG