د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۶

د امریکا د استخباراتي ادارې په کلني راپور کې د امریکا پرضد د شته احتمالي ګواښونو په لیست کې د افغانستان نوم نشته


د امریکا د ملي استخباراتو ادارې د امریکا پرضد د شته احتمالي ګواښونو په کلني راپور کې د افغانستان او له افغانستان څخه د ممکنه خطر ذکر نه دی کړی.

دې ادارې په خپل کلني راپور کې افغانستان د ملي امنیت له ګواښونو څخه حذف کړی دی. کال مخکې همدې ادارې په خپل کلني راپور کې د افغانستان نوم شپږ ځله او د افغان طالبانو نوم اته ځلي یاد کړی و.

د امریکا د ملي استخباراتو په کلني راپور کې القاعده ډلې ته اشاره شوې ده چې په ایران، سومالیا او سوریې کې فعاله ده خو په افغانستان کې د القاعده موجودیت نه دی ذکر شوی.

د امریکا د ملي استخباراتو په کلني راپور کې القاعده ډلې ته اشاره شوې ده چې په ایران، سومالیا او سوریې کې فعاله ده خو په افغانستان کې د القاعده موجودیت نه دی ذکر شوی

د دې ترهګرې ډلې مشر ایمن الظواهري د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱مه د افغانستان د کابل ښار په شیرپور سیمه کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو او موسس یې اسامه بن لادن د دوه زره یولسم کال د مې په دوهمه د پاکستان په ایبټ اباد کې د امریکایي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی و.

د ملګرو ملتو امنیت شورا د سلواغې په میاشت کې په یوه راپور کې ویلي و چې القاعده ډله په سرپل، کونړ، غزني، لوګر او میدان وردګ کې شته.

د امنیت شورا په راپور کې دا هم ویل شوي و چې داعش خراسان یوازې افغانستان نه تهدیدوي، دا ډله د افغانستان د ګاونډیو هیوادو لپاره په یوه ګواښ بدله شوې ده.

د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې په نوي راپور کې هم د داعش خراسان څانګې د ګواښونو د پراخیدو ذکر شوی دی چې فعالیتونه یې له افغانستانه مرکزي اسیا، ایران او حتی تر روسیې پورې غځیدلې دي او د راپور له مخې د داعش خراسان څانګې انلاین هڅې داسې دي چې خلک تشویقوي چې پر لویدیځ بریدونه وکړي.

د امریکا د ملي استخباراتو ادارې په نوي راپور کې القاعده ډله هم جدي ګواښ بلل شوې ده او پکې راغلې دي چې د القاعده مشران په ایران کې د اسراییل ضد تبلیغاتو له لارې خلک جذبوي او د امریکا او اسراییلي اهدافو پرضد بریدونو ته یې هڅوي.

راپور زیاتوي چې القاعده ډلې لاهم د امریکا دننه او بهر د امریکا د ګټو پرضد د عملیاتو د ترسره کولو له هڅو لاس نه دی اخیستی.

د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې په کلني راپور کې چې د سې شنبې په ورځ ناوخته له رسنیو سره شریک شو د اسلام اباد ادعا ته هم اشاره نه ده شوې چې تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کې مرکزونه لري.

همدا خبره هم افغان طالبان ردوي او پاکستان تورنوي چې خپل داخلي مشکلات نه شي حل کولی بل ملامتوي. خو په راپور کې د « ټي ټي پي» مخ پر ودې وړتیا وو ته اندیښه ښکاره شوې ده.

په راپور کې راغلې دي چې دا ډله په پاکستان کې بریدونه کوي خو هلې ځلې یې ممکن سیمه نوره هم بې ثباته کړي او نړیوال امنیت ته خطر متوجه کړي.

XS
SM
MD
LG