د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې، د غیرې قانوني کډوالۍ پر ضد د سخت سیاستونه د پلي کولو او د دوی د ارزولو د هڅو په دوام، دا ځل د یو شمېر کسانو د ګرین کارت غوښتنلیکونو ته د رسیدنې بهیر ځنډولی، چې مخکې په امریکا کې منل شوي وو.
سیبياس نیوز سه شنبه (د مارچ د ۲۵مه ) د سرچینو په حوالو راپور ورکړی چې، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې (USCIS) امر کړی چې د ځینو هغو کډوالو د دایمي قانوني استوګنې غوښتنلیکونه وځنډول شي، چې مخکې د پناه غوښتونکو په توګه منل شوي دي.
دغه امریکايي رسنۍ لیکلي چې دا اقدام به هغه کډوال له حقوقي بېبرخلیک توب سره مخ کړي، چې په خپلو هېوادونو کې د ځورول کېدو د له امله په امریکا کې پناه اخیستې ده.
افغان کډوال اندېښمن دي، ځکه دوی هیله درلوده چې د دوو کلونو په موده کې به ورته ګرین کارت ورکړل شي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې SIV کیسونه لري او د ګرین کارت مستحق دي، ځکه دوی په افغانستان کې له ناټو او امریکایي ځواکونو سره کار کړی وامریکا ته د تګ په تمه افغان
پناه غوښتونکي باید ثابته کړي چې د خپلو سیاسي نظرونو، توکم، یا مذهب له امله په خپل هېواد کې له ګواښ سره مخ دي.
اوس په امریکا کې مېشت هغه افغانان، چې دایمي استوګنې یا ګرین کارت لپاره یې غوښتنلیکونه ورکړي، دې پرېکړې اندېښمن کړي دي.
یو افغان، چې تازه امریکا ته تللی او د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي رادیو ته وویل،
"افغان کډوال اندېښمن دي، ځکه دوی هیله درلوده چې د دوو کلونو په موده کې به ورته ګرین کارت ورکړل شي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې SIV کیسونه لري او د ګرین کارت مستحق دي، ځکه دوی په افغانستان کې له ناټو او امریکایي ځواکونو سره کار کړی و."
امریکا کې یوه افغان کډواله، چې دې هم ونه غوښتل د ورته ستونزې له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل:
"ډیری کډوال، په ځانګړي ډول هغه کسان چې لا هم د کډوالو په کمپونو کې دي، بې برخلیکه دي. معلومه نه ده چې دا هېواد به موږ ومني که نه. زموږ د هېواد وضعیت ته په کتو، زموږ برخلیک ډېر ستونزمن دی، موږ لا هم سرګردانه یو."
سیبياس نیوز لیکلي چې د امریکا د کورني امنیت وزارت په یو بیان کې دا راپور تایید کړی او ویلي یې دي چې د ګرین کارت د ځینو غوښتنلیکونو د ارزونې بهیر د ولسمشر ټرمپ د دوو اجرائیوي فرمانونو پر بنسټ درول شوی دی.
په بیان کې راغلي چې د تابعیت اوکډوالۍ د خدمتونو ادارې (USCIS) د ولسمشر ټرمپ د اجرائیوي فرمانونو پر بنسټ، د امنیتي اندېښنو، احتمالي درغلیو، او ملي امنیت ته د ګواښونو د ارزولو لپاره دا بهیر موقتاً درولی دی.
د یادونې ده چې د دوڼالډ ټرمپ تر ولسمشر کېدو وروسته، هغه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه امریکا کې د کډوالو د میشتېدنې پروګرام د دریو میاشتو لپاره وځنډاوه.
د امریکا دولت ویلي کوم افغان پناه غوښتونکي، چې امریکا ته لېږدول شوي، له امنیتي پلوه سم نه دي ارزول شوي.
ډونالډ ټرمپ د مارچ په ۴مه کانګرس ته په وینا کې وویل، دولت یې د امریکا په تاریخ کې د سرحدي امنیت او کډوالو ضد تر ټولو پراخ بهیر پیل کړی دی.