د تورخم لاره چې باید پرون باید مسافرو پرمخ خلاصه شوې وای، تراوسه هم تړلې ده او علت یې ظاهرا تخنیکي ستونزې بلل شوې دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمدصادق خان کابل ته رسېدلی دیطاهرخان
په عین حال کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی دی څو د طالبانو له چارواکو سره خبرې وکړي.
هغو خلکو چې غواړي د تورخم له لارې خیبرپښتونخوا ته واوړي بېګا بیاهم شپه په راڼه ډاګ تېره کړه.
د لایق خان چې د بډوډو تیږې لري، بېګا په تورخم کې یوه بله شپه هم تېره کړه. دا لاره له پوره یوې میاشتې راهیسې د مسافرو پرمخ بنده ده.
زما په بډوډو کې څلور ډبرې دي، دا اوس هم شدید درد لرم، باید پاکستان ته ډاکتر ته ورشم، پوره یوه میاشت وشوه چې د دروازې پرانیستو ته په تمه یملایق خان
لایق خان پرون چې کله له سلګونه نورو کسانو سره د لارې خلاصیدو ته شیبې شمارلې ازادۍ راډیو ته وویل،
"زما په بډوډو کې څلور ډبرې دي، دا اوس هم شدید درد لرم، باید پاکستان ته ډاکتر ته ورشم، پوره یوه میاشت وشوه چې د دروازې پرانیستو ته په تمه یم، له دولت څخه غواړم چې دا لاره د ناروغانو پر مخ پرانیزي، بډوډي مې پرسېدلي دي. وضعیت مې خراب دی."
له لایق خان سره د تورخم دواړو خواوو ته سلګونه کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې دي بند پاتې دي.
په تورخم کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو پرون ازادۍ راډیو ته وویل پاکستاني لوري دوی ته ویلي، لاره د هغوی په تخنیکي سیسټمونو کې د ستونزې له کبله بنده ده، خو داسې ښکاري چې خبره ښايي تر تخنیکي ستونزې لویه وي او دې ته به اړتیا وي چې چارواکي یې په خبرو حل کړي.
د ازادۍ راډیو د مشال څانګې خبریال طاهرخان پرون (د وري لومړۍ نېټه) خبر ورکړ چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمدصادق خان کابل ته رسېدلی دی.
په کابل کې د صادق خان د خبرو په اړه ډېر جزییات نه شته خو سرچینې وايي چې د هغه د سفر په اجنډا کې د طالبانو له چارواکو سره لیدنې کتنې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي چارو د همغږۍ په غونډه کې ګډون شامل وو. له دریو میاشتو په لږه موده کې دا کابل ته د صادق خان دوهم سفر دی.
د تورخم دروازه له ۲۷ ورځني ځنډ وروسته د تېرې چارشنبې په ورځ د سوداګریزو موټرو پرمخ خلاصه شوه خو د مسافرو او ناروغانو پرمخ دا لاره لاهم بنده ده.
پاکستاني چارواکو د تورخم لاره د فبروري په ۲۱مه وروسته له هغه بنده کړه چې پر طالبانو یې د پاکستان په خاوره کې د نویو مورچلونو د جوړولو تور ولګاوه او وروسته بیا د دواړو خواوو ځواکونو درې شپې پرله پسې نښتې هم وشوې چې مرګ ژوبله یې هم لرله.
د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکي هېڅکله ښه نه وو.
خو دا کړکېچ په تېرو څو اونیو کې وروسته له هغه نور هم لوی شو چې خبره په پاکستان کې د وروستیو خونړیو حملو پرسر د افغانستان پر خاوره د پاکستان تر هوايي حملو پورې ورسېده. پاکستان تور لګوي چې دا حملې په افغانستان کې پلانېږي خو طالبان دا تورونه ردوي.