د پاکستان حکومت له خوا د تورخم دروازې د تړل کېدو ۱۷ ورځې تېرې شوې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د دواړو هېوادونو سوداګرو او قومي مشرانو د دې ستونزې دایمي حل لپاره غونډه کړې.
د دې جرګې ګډونوالو ازادۍ رادیو ته ویلي، دواړو لوریو خپلې ګډې غوښتنې له پاکستان او د طالبانو له حکومته مطرح کړې.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي مخلص احمد د یکشنبې په ماښام ( د کب په ۱۹مه) ازادي رادیو ته وویل چې د جرګې غړو له دواړو خواوو غوښتنه کړې چې لومړی دې اوربند وشي، جګړه دې پای ته ورسيږي، او بیا دې د تورخم لار د خلکو او سوداګریزو مالونو پر مخ خلاصه شي.
"په ډېر تفاهم او خوښۍ سره دغه جرګه پای ته ورسېده او پرېکړه وشوه چې په لومړي قدم کې به ډزبندي او جنګ به پای ته رسېږي، او په دوهمه مرحله کې به لاره خلاصیږي.هغه غوښتنې چې زموږ او د دوی لخوا وي، هغه هم شریکې شوې، ترڅو موږ له خپلو چارواکو او دوی له خپلو چارواکو سره شریکې کړو. نو سبا یا بل سبا به دروازه هم د مسافرو او هم د ترانزیټ پر مخ پرانیستل شي."
ویل کیږي چې په دې جرګه کې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو هېڅ رسمي استازی نه و.
د طالبانو حکومت هم تر اوسه د دې ناستې په اړه څه نه دي ویلي.
د تورخم دروازې د تړل کېدو لامل
د فبرورۍ په ۲۱مه، د پاکستان حکومت د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.
پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې طالبانو په سرحدي سیمې کې یوه امنیتي پوسته جوړه کړې، چې دوی یې ناقانونه بولي، او د دروازې تړل یې د دې کار پر وړاندې غبرګون بللی.
خو په تورخم کې د طالبانو حکومت کمیشنر ویلي، دوی حق لري چې په خپله خاوره کې تاسیسات جوړ کړي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسول خان جان الکوزي، چې پرون په جرګه کې ګډون کړی و، ازادۍ راډيو ته ویلي چې د پاکستان لوري په مذاکراتو کې ټینګار کړی چې طالبان باید د امنیتي پوستو جوړول ودروي، څو دا ستونزه حل شي.
"پاکستاني لوري وویل چې دا پوسته چې جوړیږي، باید بنده شي. که بنده نشي، پاکستان دروازه نه خلاصوي.که پوسته بنده شي، نو د اختر تر پنځلسمې پورې به اوربند وي او لاره به خلاصه شي".
د سوداګرو هڅې او اقتصادي زیانونه
دا جرګه د دواړو هېوادونو سوداګرو د دې لپاره جوړه کړې چې پر خپلو حکومتونو فشار راوړي او د تورخم په سیمه کې روانې نښتې ودروي.
خبریال او شنونکي سمیع یوسفزی رادیو ازادۍ ته وویل، که څه هم دا جرګه د تصمیم نیولو صلاحیت نه لري، خو د دواړو غاړو ترمنځ د باور فضا رامنځته کولی شي.
"دواړه طرفونه، جرګه وال که څه هم د اوربند او د جګړې د ختمولو صلاحیت نه لري، خو دا جرګې یوه پروسه پیل کولای شي چې د دواړو لوریو ترمنځ د اعتماد او همغږۍ فضا رامنځته کړي."
وروسته ترهغه چې د تورخم دروازه و تړل شوه، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ درې شپې پرله پسې سختې جګړې وشوې، چې دواړو خواوو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د دې دروازې د بندېدو له امله، ګڼو ځايي اوسېدونکو خپل کورونه پرېښې، ناروغان او مسافر له جدي ستونزو سره مخ دي، او د دواړو غاړو سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې چارواکو ازادي رادیو ته ویلي چې د دې لارې د بندېدو له امله سوداګرو ته هره ورځ نږدې یو میلیون ډالر زیان اوړي.
ویل کیږي چې تر دې دمه د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ یوه رسمي غونډه شوې، خو کومه نتیجه یې نه ده ورکړې.