د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

د ښځو د نړیوالې ورځې شالید ته کتنه


ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د ښځو د نړیوالې ورځې د بدلونونو لنډ تاریخ خپور کړی، چې پکې د تېرې پیړۍ مهمې شیبې او لاسته راوړنې راخېستل شوي دي.

د دې تاریخ له مخې، د ښځو لومړۍ نړیواله ورځ د ۱۹۰۹ کال د فبرورۍ په ۲۸مه په متحده ایالاتو کې ولمانځل شوه. د هغه وخت سوسیالیست ګوند دا ورځ د ۱۹۰۸ کال د نیویارک د اعتصاب کوونکو ښځینه کارګرانو د درناوي لپاره وقف کړه.

د ښځو نړیوالې ورځې رسمي تاسیس

په ۱۹۱۰ کال کې، سوسیالیست نړیوال ګوند د ډنمارک په کوپنهاګن کې په یوه غونډه کې د ښځو نړیواله ورځ تاسیس کړه. د دې ورځې ټاکلو موخه دا وه چې په ټوله نړۍ کې د ښځو یووالی او پیوستون پیاوړی کړي، ترڅو د دوی تر پښو لاندې شوي حقونه ترلاسه شي.

که څه هم، د دې غونډې ګډونوالو د ښځو نړیواله ورځ تائید کړه، خو کومه ځانګړې نیټه یې ورته اعلان نه کړه.

لومړني لمانځنې او نړیوال پرمختګونه

د کوپنهاګن کنفرانس په پایله کې، د اتریش، ډنمارک، جرمني او سویس هیوادونو په ۱۹۱۱ کال کې د مارچ ۱۹مه د ښځو د نړیوالې ورځې په توګه ولمانځله، چې پکې په ملیونونو ښځو او نارینه وو په لاریونونو کې برخه واخیسته.

د رایې ورکولو حق او په سیاسي دفتر کې د نوماندۍ حق سربېره، ګډونوالو د ښځو د کار کولو حق، تخنیکي او مسلکي روزنې ته لاسرسی، او په کارځای کې د جنسیتي تبعیض د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

د جګړې ضد مبارزه او د ښځو نړیواله ورځ

د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال، د ښځو نړیواله ورځ هم د جګړې پر ضد د اعتراضونو لپاره یو مهم پلیټ فارم وګرځېد. روسیې ښځو د فبرورۍ په لومړۍ یکشنبه د ښځو ورځ ولمانځله، خو په اروپايي هیوادونو کې دا ورځ د مارچ په اتمه یا له هغې مخکې او وروسته لمانځل کېده.

ملګري ملتونه او د ښځو نړیوالې ورځې رسمي پېژندنه

ملګرو ملتونو په ۱۹۷۵ کال کې د مارچ په اتمه د ښځو نړیواله ورځ لمانځل پیل کړل.

خو د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په دسمبر ۱۹۷۷ کال کې اعلان وکړ چې غړي هېوادونه کولی شي د ښځو نړیواله ورځ او د سولې نړیواله ورځ د خپلو کلتوري او ټولنیزو شرایطو سره سم په مختلفو ورځو کې ولمانځي.

د ښځو نړیواله ورځ د هغو لاسته راوړنو یادونه کوي چې په تېرو لسیزو کې ښځو د مساوي سیاسي، ټولنیز، او اقتصادي مقام ترلاسه کولو لپاره کړې دي.

دا ورځ په ډېرو هیوادونو کې د رخصتۍ په توګه پیژندل کېږي او د مساوات غوښتونکو ښځو د هڅو د لمانځلو لپاره یوه مهمه موقع بلل کېږي.

نن ورځ، د ښځو نړیواله ورځ نه یوازې د هغوی د حقوقو یادونه کوي، بلکې لا هم د جنسیتي نابرابرۍ، تبعیض، او تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې لپاره کارول کېږي.

XS
SM
MD
LG