د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

په تېرو لسو ورځو کې افغانستان کې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه تړل شوي


د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) او همکارې ادارې یې، د روغتیا نړیوال کلسټر، چې د څو نړیوالو سازمانونو جوړه شبکه ده، وايي چې د امریکا د بهرنیو مرستو بندیدو په تېرو لسو ورځو کې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ۱۶۷ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه ځنډولي یا هم تړلي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د دویمې دورې په پیل کې د امریکا بهرنۍ مرستې وځنډولې او ویې ویل، چې دا مرستې باید وارزول شي او په خبره یې دا د امریکا له ملي ګټو او ارزښتونو سره سمون نه لري.

د (ډبلیو اچ او) او د روغتیا نړیوال کلسټر په ګډ راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۶مه) د ریلیف پر وېب‌پاڼه خپور شوی او د فبرورۍ له ۲۵مې د مارچ تر څلورمې نیټې موده په کې ارزول شوې، راغلي، چې دې اقدام مهمو روغتیايي خدمتونو ته د خلکو، په ځانګړې توګه د زیانمنو، د لاسرسي کچه د پام وړ کمزورې کړې ده.

راپور کې راغلي، چې د دغو مرکزونو د فعالیتونو ځنډېدل یا بندېدل، چې د بېړنیو مرستو د پروژو له ملاتړ برخمن وو، په افغانستان کې یې له یو نیم میلیون زیات خلک اغېزمن کړي دي.

د دغه راپور له مخې، د افغانستان په ختیځ کې د ۵۰ روغتیايي مرکزونو په ځنډېدو یا تړل کېدو سره دا سیمه تر ټولو زیاته اغېزمنه ده.

د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ یو اوسېدونکي عبدالمنان لایق هم ازادي راډیو ته وویل:
"موږ ډېر خوشحاله وو چې زموږ سیمې ته کلینک راغلی، خو اوس بند دی، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو، له مرکزي کلینیک نه هم ډېر لرې یو، دلته موټر نشته، تر سړکه تقریباً یو ساعت پلی مزل دی، ناروغان روغتون ته نه رسېږي او ان داسې وختونه هم راغلي چې مېرمنو په لارو کې ماشومان زېږولي."

(ډبلیو اچ او) او د روغتیا نړیوال کلسټر مخکې د فبرورۍ په ۲۵مه او مارچ ۳مه هم په جلا جلا راپورونو کې ویلي وو، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو ځنډېدو په افغانستان کې شاوخوا ۵۱۰ روغتیايي تاسیساتو فعالیتونه ځنډولي یا یې له امله تړلي، چې په ټول هېواد کې یې څلور میلیونه خلک اغېزمن کړي دي.

د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم ویلي، چې روان میلادي کال کې به په افغانستان کې ۱۴.۳ میلیونه خلک بېړنیو روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ شي.

اوچا په خپل نوي راپور کې، چې د مارچ په شپږمه خپور شوی، ویلي، چې افغانستان له سوډان وروسته بشري مرستو ته د ۲۲.۹ میلیونه اړمنو خلکو په لرلو د اړمنو له پلوه د نړۍ دوهم هېواد دی.

راپور زیاتوي، چې روان میلادي کال به په افغانستان کې ۲۱ میلیونه خلک کافي اوبو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ونه لري، ۱۴.۸ میلیونه وګړي به د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شي، او په ټکو یې ۷.۸ میلیونه ښځې او ماشومان به د تغذیې ملاتړ ته اړتیا ولري.

په افغانستان کې ځینې خلک هم وايي، چې بېړنیو بشري مرستو ته اړمن دي.

د پروان ولایت د چاریکار سیمې اوسېدونکې ذکیه وايي، چې دا او ماشومان یې په چای او وچې ډوډۍ د روژې شپې ورځې تېروي.

"که په کور کې نفقه ګټونکی او داسې څوک ونه لرو، چې مرسته راورسوي، نو زموږ به څه حال وي؟ همدا اوس بې حاله پرېوتې یم، له چای او وچې ډوډۍ به څه جوړ شي؟ ماشومان مې هم زما په شان راویښ دي او وچه ډوډۍ او چای خوري، که ګاونډیان څه ولري، رالېږي یې، خو چې ویې نه لري، هېڅ."

له دې مخکې هم یو شمېر نړیوالو سازمانونو د امریکا د بهرنیو مرستو له ځنډېدو وروسته، په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت د بدېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. تر اوسه دا نه ده څرګنده، چې د امریکا نوې ولسمشر اداره به تر ارزونې وروسته دا مرستې بېرته پیل کړي که نه.

XS
SM
MD
LG