د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

د افغانستان په جنوب لویدیځ کې باران او سېلونو لږ تر لږه ۹۰ کسان مړه او ټپيان کړي


فراه کې سېلونه
فراه کې سېلونه

د افغانستان په ګڼو سیمو په تېره بیا جنوب لویدیځو برخو کې دا څو ورځې تر شدیدو توپانونو او بارانونو وروسته سېلونه راوتلي دي. سېلونو، توپانونو او ږلیو یواځې په فراه، هلمند او کندهار کې لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه او شاوخوا ۵۰ نور ټپیان کړي دي.

له کندهار او هلمنده هم په دغو سېلونو کې خلکو ته د مالي او ځاني تاوانونو د رسېدو راپورونه ورکړل شوي خو د فراه خلک یې ډېر اغېزمن کړي دي.

د فراه یوه اوسیدونکي محمد ابراهیم له فرانسپرس سره په خبرو کې د سخت توپان او بارانو یادونه کوي.

«زه دې شپېتو کالو یو. په دا شېپته کالو کې ما داسې باد او باران او توپان نه وو لیدلی. دا توپان چې په دوو بجو پيل شو یو شل دقیقې یې دوام کړی وي.»

محمد ابراهیم د فراه اوسیدونکی
محمد ابراهیم د فراه اوسیدونکی

د فراه بل اوسیونکي رحیم الدین هم فرانسپرس ته د وروستي توپان او باران خبره کړې ده.

«توپان او ږلۍ سره ګډ وو. ډېر بد باد او باران وو. ډېر تاوان یې راواړواه. ترکتور یې هم مات کړی. بس دا تاوانونه رانازل شول.»

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس په فراه کې د پېښو په وړاندې د مبارزې او چمتووالي رییس محمد اسراییل سیار په حواله لیکلي چې لږ تر لږه ۷۲ کسان په وروستیو سختو اورښتونو، ږلیو او سېلونو کې مړه او ټپیان شوي.

په دې ډله کې د ښځو او ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۲۴ تنه مړه او ۴۸ نور ټپیان دي.

په فراه کې دغو سېلونو څه باندې ۲۵۰۰ سولري تختې هم ویجاړې کړي.

د فرانسې خبري اژانس هم راپور ورکړی چې سېلونو د افغانستان په نورو جنوبي ولایتونو له هغې ډلې هلمند کې شپږ کسان او په کندهار کې نهه کسان مړه کړي چې له ډلې یې یو ماشوم تالنده برېښنا وهلی او ځای په ځای یې ساه ورکړې.

د هلمند د نوزاد یوه اوسیدونکي غوث الله توحید ازادي راډيو ته په یوه پيغام کې هلته د سختو بارانونو په اړه وویل:

«تېره ورځ توپاني باد او باران د هلمند په نوزاد ولسوالۍ په کلي سیاه، خاوي، میانجوی، شرومباز، دره میان، بر نوزاد او څو سیمو کې خلکو ته زیات مالي تاوانونه اړولي. په دې سیمو کط یې د خلکو شمسي هندارې ماتې کړي. شاوخوا ۴ زخمیان لرو.»

د طالبانو تر کنټرول لاندې هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې روانه اوونۍ له یکشنبې تر سه شنبې د افغانستان په شاوخوا ۲۹ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، توپانو او سېلونو د راوتلو خطر شته.

دې ادارې اټکل کړی چې ښايي په کندهار، هلمند، زابل،ارزګان او غزني کې تازه سېلونه راشي.

په ځینو نورو سیمو له هغې ډلې هرات،فراه او هلمند کې بیا د تېزو بادونو د لګېدو اټکل شوی دی.

د هوا پېژندنې ادارې په خپله خبرتیا کې له خلکو غوښتي چې د سېلونو په مسیرونو کې تګ راتګ څخه ډډه وکړي او د هغو سیمو خلک چې نسبتاً لوړو سیمو کې اوسیږي د لاندې سیمو خلکو ته مخکې له مخکې خبرداری ورکړي.

د اوبو د چارو متخصصین بیا ټینګار لري چې خلک باید د هوا د حالاتو په اړه خبرداریو ته جدي پاملرنه وکړي څو له خطره بچ وي.

د اوبو د مدیریت متخصص او د چاپيریال څېړندوی نجیب الله سدید ازادي راډیو ته وویل:

«په فراه کې د تلفاتو د لوړې کچې یو دلیل دا وو چې خلکو د هوا د حالاتو د اټکل او د سېلونو د وړاندوینې په اړه اعتنا نه وه کړې. خلک په همدې ورځ چې سخت بارانونه کېدل دوی تفریح ته وتلي وو. خلکو ته باید پوهاوی ورکړل شي څو هغوی اعتنا ورته وکړی او پرې خبر شي. باید دا خبرتیاوې معمولاً له جوماتونو خلکو ته ورسول شي. او په اوږدمهال کې باید د سطحي اوبو په مدیریت او مهار باندې کار وشي.»

هغه د سېلونو د اوبو د مهار یوه لاره په خپله د خلکو له خوا د خندقونو او ویالو کېندل یاد کړل چې کولای شي په اسانۍ د سېل مخه بل لور واړوي. ښاغلي سدید همدارنګه د سېلونو په مسیرونو کې د هستوګنو کورونو د جوړولو په مخنیوي او د رودونو د حریم په رعایت ټينګار وکړ.

د سېلونو لاندې ځمکې فراه کې
د سېلونو لاندې ځمکې فراه کې

افغانستان د اقلیمي بدلونو له امله شپږم اغېزمن هېواد دی. تېر کال سېلونو په بغلان، ننګرهار او تر هغه مخکې لوګر، فراه او ځینو نورو سیمو کې سلګونه کسان مړه او ټپيان کړل.

دغو سېلونو زرګونه هکتاره ځمکه هم له منځه یوړه چې ورسره د خلکو ګڼ کرنیز فصلونه ویجاړ او محصولات یې اوبو یوړل.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG