د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

افغانستان د انګلیستان په وړاندې؛ ګټل او بایلل د دواړو لپاره برخلیک ټاکونکې دي


افغان لوبډل مشر حشمت الله شهید تر لوبې مخکې وویل، د کرکټ پوهانو له خوا د افغان لوبډلې په ستاینه خوښ دی خو افغان لوبډله به هڅه وکړي چې د لوبې په میدان کې په عمل کې خپلې وړتیاوې وښيي.
افغان لوبډل مشر حشمت الله شهید تر لوبې مخکې وویل، د کرکټ پوهانو له خوا د افغان لوبډلې په ستاینه خوښ دی خو افغان لوبډله به هڅه وکړي چې د لوبې په میدان کې په عمل کې خپلې وړتیاوې وښيي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د چارشنبې په ورځ (د فیبرورۍ په ۲۶مه) د انګلیستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي. دا لوبه، چې د پاکستان په لاهور کې کېږي، دواړو لوبډلو لپاره ډیره مهمه ګڼل کیږي، ځکه بایلونکې لوبډله به له چمپینز ټرافي سیالیو خدای پاماني کوي.

افغانستان که څه هم خپله لومړۍ لوبه د سویلي افریقا پر وړاندې د ۱۰۷ منډو په توپیر بایللې، خو لا هم د انګلستان پر وړاندې د بریا هیله لري.

افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ م کال د نړیوال جام سیالیو کې انګلیستان ته د ۶۹ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه او یو شمېر افغان لوبغاړې هېله لري چې هغه بریا به تکرار کړي.

د افغانستان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د لوبې وړاندې په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د چمپینز ټرافي سیالۍ سختې دي، ځکه پکې د نړۍ اته پیاوړې لوبډلې په کې شاملې دي "موږ پوهیږو چې انګلیستان د نړۍ له پیاوړو لوبډلو څخه ده، خو موږ د هر ډول ننګونې په وړاندې مقابلې ته چمتو یوو."

انګلیستان هم د افغانستان په څېر په چمپینز ټرافي کې خپله لومړۍ لوبه د اسټرالیا پر وړاندې د ۵ ویکټو په توپیر بایللې ده.

دا سیالي به د دواړو لوبډلو لپاره برخلیک ټاکونکې وي، ځکه بایلونکې لوبډله به له چمپینز ټرافي ووڅي.

کرکټ څارونکي وايي په دې لوبه کې به انګلستان هڅه وکړي چې افغان لوبډلې ته په ماتې ورکولو په دې سیالیو کې پاتې شي خو افغان لوبډله به بیا په دې هڅه کې وي، چې خپلې تېروتنې اصلاح کړي او د انګلیستان په وړاندې د ۲۰۲۳ م کال د نړیوال جام بریا تکرار کړي.

لوبه به د پاکستان په لاهور کې د قذافي لوبغالي کې ترسره شي، چیرې چې هوا یخه ده او د باران وړاندوینه نشته. ټاکل شوې چې لوبه د کابل پر وخت سهار ۹:۰۰ بجې پیل شي.

په هر ګروپ کې هره لوبډله ۳ سیالۍ کوي. استرالیا او جنوبي افریقا چې یو یې افغانستان او بل یې انګلستان ته ماتې ورکړي، خپله یوه - یوه لوبه ګټلې او یوه یې د باران له کبله مساوي اعلان شوې. نو درې امتیازونه لري. که افغانستان انګلیستان ته یا برعکس انګلیستان افغانستان ته ماته ورکړي ۲ امتیازونه به یې په برخه شي.

XS
SM
MD
LG