خبرونه
په ۳ کلونو کې ۹۵ زره روسي او ۷۰ زره اوکرایني پوځیان ټپیان شوي

د ازادې اروپا/ ازادی راډیو په یوه څېړنیز راپور کې څرګنده شوې چې د روسیې د پراخ پوځي یرغل په درې کلنه موده کې، روسي ځواکونو د اوکراین شاوخوا ۱۱ سلنه خاوره لاندې کړې ده. دا اندازه تقریباً د روسیې د تاتارستان د کورواک جمهوریت له مساحت سره مساوي ده. په دې موده کې سلګونه زره کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
نه د روسیې او نه هم د اوکراین حکومت په دې اړه رسمي ارقام خپاره کړي دي. سربېره پر دې، په روسیه کې له درېیو کلونو راهیسې ډېری هغه ویبپاڼې بندې شوي چې رسمي معلومات خپروي.
خو تحقیقي خبریالانو د عامه سرچینو او ټولنیزو رسنیو پر بنسټ د هغو کسانو نومونه خپاره کړي چې په دې جګړه کې ټپیان شوي دي. د هغوی په منځ کې د روسیې پوځ تر ۹۵ زرو څخه سرتېري او د اوکراین د پوځ شاوخوا ۷۰ زره سرتېري شامل دي.
همداراز، د ازادې اروپا / ازادي راډیو روسي څانګې د روسیې د دفاع وزارت د عمومي طبي ادارې معلوماتو ته لاس رسېدلی، چې ښيي د اوکراین پر ضد د روسیې یرغل له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې په اروپا کې تر ټولو خونړۍ جګړه ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د تورخم لاره لاهم بنده ده

د تورخم لاره نن د څلورمې پرله پسې ورځې لپاره بیاهم بنده ده.
د طالبانو یوه سیمه ایز چارواکي ویلي دي چې د دې لارې د خلاصولو په اړه د خبرو لپاره له پاکستاني چارواکو سره د دوی خبرې پرون (د کب ۶مه۹ بې نتیجې پای ته ورسېدې.
په تورخم کې د طالبانو کمیسار عبدالجبار حکمت پرون وویل چې د پاکستان لوری له دوی څخه غواړي چې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې دې تاسیسات نه جوړوي او د پاکستان له لوري د تاسیساتو د جوړولو مخه دې نه نیسي.
د هغه په وینا د ننګرهار د مرستیال والي عزیزالله مصطفی په مشرۍ د طالبانو پلاوي د پاکستان دا غوښتنه رد کړه. پاکستاني چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د تورخم لاره تېره جمعه د کب په دریمه نېټه بنده شوه. ښاغلي حکمت مخکې ویلي و، چې دا لاره پر ډیورنډ کرښه د طالبانو د ځواکونو له خوا د تاسیساتو د جوړولو له کبله د پاکستان له لوري بنده شوې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د دې لارې له بندېدو سره د تورخم دروازې دواړو خواوو ته شاوخوا دوه زره موټر ولاړ پاتې دي.
په عین حال کې د راپورونو له مخې سلګونه کسان چې ناروغان او د هغو پایوازان پکې دي، هم د تورخم په دروازه کې بند پاتې دي.
د اسټرالیا او جنوبي افریقا د کرکټ لوبه ونه شوه

د اتلانو د جام یا چمپینز ټرافي د سیالیو په لړۍ کې د جنوبي افریقا او اسټرالیا د کرکټ د لوبډلو ترمنځ لوبه د باران له کبله ونه شوه.
دا لوبه نن د ماسپښین په یوه نیمه بجه پلان شوې وه خو د راولپنډۍ د کرکټ د لوبغالي پېچ د پرله پسې باران د ورېدو له کبله پوښلی و، نو د لوبې امپایرانو په سیمه ایز وخت د مازیګر په پنځو بجو اعلان وکړ چې لوبه نه کېږي.
اسټرالیا او جنوبي افریقا چې له افغانستان او انګلینډ سره په بي ګروپ کې دي دواړو خپلې دوه مخکینۍ لوبې ګټلې دي. ټاکل شوې چې د اسټرالیا بله لوبه به د جمعې په ورځ په لاهور کې له افغانستان سره وي او جنوبي افریقا به د شنبې په ورځ د کراچۍ په لوبغالي کې له انګلینډ سره مخامخ شي.
امریکا د م. م په عمومي اسمبله کې د اروپايي متحدانو د پرېکړه لیک له اصطلاحاتو سره مخالفت وکړ

متحدوایالتونو پرون په ملګروملتونو کې د خپلو اروپايي متحدانو له خوا په وړاندې شوي پرېکړه لیک کې د هغو کلمو مخالفت وکړ چې روسیه پر اوکراین د برید په خاطر پړه ګڼي.
متحدوایالات د اوکراین د جګړې په اړه د ناڅاپي لوی بدلون په ترڅ کې د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې د روسیې او بیلاروس ترڅنګ ودرېد او د اروپا له خوا په وړاندې شوي پرېکړه لیک کې یې له هغه څه سره مخالفت وکړ چې د اوکراین جګړه د روسیې یرغل بلل شوی دی. دا پرېکړه لیک په ۹۳ مثبتو، ۱۸ مخالفو او ۶۵ ممتنع رایو تصویب شو.
په عین حال کې متحدوایالاتو د واشنګټن له خوا یوه بل چمتو شوي پرېکړه لیک ته وروسته له هغه له رایې ورکولو ډډه وکړه چې دا جمله ورزیاته شوه چې روسیې د ملګروملتو د منشور پرخلاف پر خپل کوچني ګاونډي هېواد برید وکړ.
دې پرېکړه لیک ته د ملګروملتونو ۱۹۳ غړو ۹۳ مثبتې، ۸ مخالفې او ۷۳ نورو ممتنع رایې ورکړې. اوکراین دې پرېکړه لیک ته مثبته او روسیې مخالفه رایه ورکړه.
د عمومي اسمبلې له خوا تصویب شوي پرېکړه لیکونه حتما اجرایي صلاحیت نه لري خو د نړیوالو د نظر سنجۍ په توګه په پام کې نیول کېږي.
طالبانو او د برتانیا حکومت په افغانستان کې د دوو برتانوي وګړو نیول تایید کړي دي

د طالبانو چارواکو او برتانیا تایید کړې ده چې یو برتانوی وګړی او د هغه مېرمن په افغانستان کې نیول شوي دي. د برتانیا د بهرنیوچارو وزارت پرون دوشنبې په یوه بیان کې ویلي دي چې د نیول شویو کسانو له کورنیو سره همکاري کوي.
اسوشیتیدپریس خبري آژانس پرون د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت د ویاند عبدالمتین قانع له قوله راپور ورکړ چې ۴ کسان چې دوه یې د افغانستان د پاسپورت او تذکرو لرونکي برتانویان دي، دریم یو چینایي الاصله امریکایی او څلورم د هغه ترجمان چې د دې قضیې د حل هڅه یې کوله نیول شوي دي.
قانع د دې کسانو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي او ویلي یې دي چې د برتانوي وګړو د خلاصون په اړه غور روان دی.
سنډې ټایمز ورځپاڼې مخکې راپور ورکړی و، چې ۷۹ کلن برتانوی پیټر رینولډس او ۷۵ کلنه مېرمن یې باربي په بامیان ولایت کې نیول شوي دي. د اسوشیتیدپریس د راپور له مخې پیټر او مېرمنې یې په افغانستان کې د ریبیلډ په نوم ټولنه لرله چې سوداګرو، دولتي او نادولتي موسسو او د پوهنې ادارو ته یې تعلیمي او روزنیز پروګرامونه برابرول.
د دې برتانوي وګړو کورنۍ د خپل پلار او مور د خوشې کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دوی د طالبانو د لومړۍ واکمنې له نسکورېدو راهیسې د ۱۸کلونو لپاره په افغانستان کې اوسېدل او په تېرو دریو کلونو کې چې طالبان واکمن شوي هم هلته اوسېدل.
د طالبانو د حکومت د زندانونو د چارو ادارې د روان کال په لړم میاشت کې ویلي و، چې د افغانستان په زندانونو کې دا مهال د ګاونډیو هېوادونو د وګړو په ګډون ۱۵۰ بهرني زندانیان شته.
د سالنګ لویه لاره موقتا د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو پرمخ بنده شوه

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د سالنګ لویه لاره د واورو د ورېدو او د لید د ساحې د لنډېدو له کبله د ټولو مسافروړونکو او باروړونکو موټر پرمخ موقتا بنده شوې ده.
د دې وزارت ویاند محمداشرف حقشناس پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا لویه لاره نن سه شنبې (د کب ۷مه) د نیمې شپې په دوو بجو بنده شوه. نوموړی وايي چې د هوا له له ښه کېدو او د توفان له ختمېدو وروسته به په واورو پوښلې سیمې وتوږل شي او لاره به خلاصه شي.
ښاغلی حقشناس له موټرچلوونکو او مسافرو غواړي چې تر بلې خبرتیا پورې پردې لاره له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
د سالنګ لویه لاره چې د هېواد د شمال ۹ ولایتونه له پلازمېنې سره نښلوي د ژمي په موسم کې د درنو واورو د ورېدو له کبله څوځلې بندېږي خو بېرته پرانیستل کېږي.
د اتلانو جام؛ نن د استرالیا او جنوبي افریقا لوبډلې مخامخیږي

د کرکټ د اتلانو جام یا چمپینز ټرافي سیالیو په دوام کې مخکې تر دې چې سبا (چهارشنبې) د افغانستان او انګلیستان لوبډلې مخامخ شي، نن د استرالیا او جنوبي افریقا لوبډلې میدان ته وځي.
په بي ګروپ کې شامل د جنوبي افریقا او استرالیا لوبډلو تراوسه خپلې لومړۍ مسابقې له افغانستان او انګلیستانه ګټلي، دواړه دوه – دوه امتیازونه لري خو افغانستان او انګلیستان هیڅ امتیاز نه لري.
د جنوبي افریقا او استرالیا سیالي د کابل په وخت د ماسپښین په ۲ بجې پیلېږي.
پرون د دې سیالیو په لړ کې په اې ګروپ کې نیوزیلنډ په (۲۳) توپونو او (۵) ویکټونو بنګله دېش ته ماته ورکړه.
دې بري د نیوزیلنډ امتیازونه ۴ ته ورسول. دې لوبډلې په لومړۍ مسابقه کې کوربه پاکستان ته ماته ورکړې وه.
جاپان افغانستان ته له بېرته ستنو شویو سره ۶ میلیون ډالره مرسته وکړه

جاپان په افغانستان کې د زیانګالو خلکو د لاسنیوي لپاره ۶ میلیون ډالره مرسته کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) پرون (دوشنبې) وویل چې د جاپان له حکومت سره یې يوه موافقه لاسليک کړه چې هغو افغانانو ته د ژوند د ښه والي له پروګرامونو سره مرسته وکړي چې بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.
د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ په خپله ایکسباڼه کې لیکلي چې د موافقې له مخې د جاپان په دې شپږ ميليون ډالره مرسته به د وريښمو د توليد، د شنوخونو، او د لبنياتو د توليد په شان برخو کې د راستنو شویو افغان کډوالو ملاتړ وشي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره ټينګار کوي چې دغه پروګرامونه خپل هیواد ته د بېرته راستنو شوو کسانو د پياوړتيا لپاره دي او هدف يې دا دی چې دوی ته دوامداره اقتصادي فرصتونه برابر شي.
ریچارډ بنیټ: د طالبانو پر وړاندي عملي اقدامات شوي دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ وايي، د طالبانو پر ضد عملي اقدامات شوي دي.
هغه چې نن (د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه) د هرات امنیتي ډیالوک په کنفرانس کې خبرې کولې وویل، د نړیوالې جنایي محکمې له خوا د طالبانو د مشر د نیول کېدو د فرمان د صادرېدو غوښتنه د هغو هلوځلو پایله ده چې افغان ښځو له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کړې دي.
بنیټ په دې غونډه کې د هغو افغان ښځو مبارزه د قدر وړ وبلله چې د افغانستان دننه يې د ښځو غږ پورته کړی دی.
ریچارډ بنیټ زیاته کړه، په افغانستان کې د اقلیمي بدلون تر ټولو ډېره قرباني افغان ښځې او ماشومان ورکوي.
د بنیټ په خبره، د هغه په خبره، په افغانستان کې د اقلیمي بدلون ریښه په تیره پنځلس کلنه جکړه کې ده، او ټول هغه هېوادونه چې په دې جګړه کې ښکیل ول، باید د افغانستان پر وړاندي مسولیت ومني او له افغانانو سره مرسته وکړي.
اروپایي اتحادیې پر روسیه نوي بندیزونه ولګول

اروپايي ټولنې پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل د دریمې کلیزې پر مهال پر روسیه نوي بندیزونه ولګول.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ، د فبروري په ۲۴مه، د روسیې پر وړاندې ۱۶م پړاو اقتصادي بندیزونه تصویب کړل.
ډیپلوماتانو تیره اونۍ ویلي وه چې بندیزونه به د روسیې د المونیم واردات او نور سکتورونه په نښه کړي چې په دې کې د روسیې ۷۳ غیر قانوني بیړۍ هم شاملې دي.
ویل کیږي چې د دې بندیزونو هدف د روسیې د عایدد سرچینو محدودول او د دې هیواد د جنګي وړتیاو ضعیفه کول دي.
پر اوکراین د روسیې یرغل له نن څخه درې کاله وړاندې، د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پیل شو.