د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

زیلیسنکي: درې کلن مقاومت د اوکراینیانو اتلولي ښيي


د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي نن دوشنبه د کب په (۶مه ) د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړې د دریمې کلیزې په مناسبت په کیېف کې د ګڼو هیوادونو د مشرانو د راټولیدو پر وخت د خپل پوځ د اتلولۍ ستاینه وکړه.

زلنسکي په داسې حال کې چې له دوولسو زیات بهرني مشران په کیېف کې راټول شوي، دا څرګندونې وکړې. زیلیسنکي وویل "درې کاله مقاومت، درې کاله د اوکراینیانو اتلولي" ښيي. زیلینسکي د فبروري په ۲۴مه پر ایکس پاڼه په یوه پوسټ کې ولیکل، درې کاله تر هغې نیټې پورې چې زرګونو روسي سرتیري د اوکراین تر پولو واوښتل خو کریملین یې "ځانګړي پوځي عملیات" بولي.

د اوکراین جګړې چې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا تر ټولو لویه جګړه ده، په تېرو ۳۶ میاشتو کې دا هیواد ویجاړ کړی، د پوځي ځواک په توګه یې د روسیې حیثیت تر پوښتنې لاندې راوستی، او د اروپا د امنیت احساس یې له منځه وړی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین د یرغل د توجیه کولو هڅه کړې او ویلي یې دي چې اوکراین ریښتینی ملي هویت یا د دولت دود نلري.

د ۲۰۲۱ کال په جولای میاشت کې، کریملین د پوتین یوه اوږده مقاله خپره کړه چې ده پکې استدلال کړی چې روسیه او اوکراین یو ملت وو خو په مصنوعي ډول ووېشل شول.

د اروپايي کمیسیون مشره اورزولا فون در لاین او د کاناډا صدراعظم جسټین ټروډو د هغو مشرانو په ډله کې ول چې د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر اندري سیبیها او د ولسمشر د دفتر رییس اندري یرماک د کیېف په اصلي ریل ګادي کې هغوی ته هرکلی ووایه.

زلنسکي به په کیف کې لږترلږه له ۱۳ بهرنیو چارواکو سره وګوري خو تمه ده چې یو شمېر نور مشران به آنلاین غونډه کې ورسره یوځای شي ترڅو پر اوکراین د روسیې د یرغل د کلیزې یادونه وکړي.

مېرمن فان دیر لاین وویل. موږ نن په کیف کې یو، ځکه چې اوکراین اروپا ده. د بقا لپاره په دې مبارزه کې، دا یوازې د اوکراین برخلیک نه دی چې په خطر کې دی. دا د اروپا برخلیک دی،"

له پوتین سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو او په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ولسمشر ټرمپ خبرو اروپايي مشران په غوسه کړي دي، او دا اندیښنې یې راپورته کړي دي چې اروپا - یا حتی پخپله کیف - به په دې پروسه کې له پامه وغورځول شي.

ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې شکایت کړی چې اروپايي هېوادونه د خپل دفاع لپاره کافي پیسې نه ورکوي او ډیری وختونه یې د ناټو د اوږدمهاله بقا په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

دې دریځ په اروپايي مشرانو کې ویره راپارولې ده. دوی اندیښمن دي چې ممکن د جوړجاړي له پروسې وویستل شي.

تمه ده چې د اوکراین په اړه به یوه ډیپلوماټیکه لانجه نن د ملګرو ملتونو په مقر کې پېښه شي. متحده ایالاتو د ملګروملتونو امنیت شورا ته د داسې یوه پرېکړه لیک طرح وړاندې کړې چې د اروپایي ټولنې او اوکراین له خوا د وړاندې شوي پریکړه لیک د مسودې پرتله پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه لږ انتقادي ژبه کاروي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش نن په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې ته وویل چې موږ باید د دې شخړې د پای ته رسولو او د دوامداره سولې د ټينګښت لپاره د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې او نړیوالو قوانینو په رڼا کې هیڅ راز هڅه ونه سپموو.

XS
SM
MD
LG