د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

د م.م. سرمنشي، پلارواکه حکومتونه «نجونې له ښوونځیو او ښځې له خپلو اساسي حقونو محروموي»


د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا غونډه
د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا غونډه

د ملګرو ملتونو دوو جګپوړو چارواکو د بشري حقونو په نړیواله غونډه کې خبرداری ورکړ چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې بشري حقونه په خطر کې دي او نړۍ د «واکمنو دیکتاتورانو» د بېرته راتګ له ګواښ سره مخامخ ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۸مه غونډه د دوشنبې په ورځ (د کب پر ۶مه) د سویس په جینیوا ښار کې د دې سازمان د سرمنشي او د بشري حقونو د لوی کمېشنر په ویناوو پیل شوه.

فولکر تورک، چې د بشري حقونو لوی کمېشنر او د غونډې دوهم ویناوال و، په خپلو خبرو کې خبرداری ورکړ چې نړۍ د «واکمنو دیکتاتورانو د بېرته راتګ» له ګواښ سره مخامخ ده، نو ځکه باید د «ډېرو خطرناکو پېښو» د مخنیوي لپاره ژر تر ژره اقدامات وشي.

ښاغلي تورک وویل: «دیکتاتورانو پخوا دا ځواک درلود چې د ډېرو خلکو خلاف د جنایتونو امر وکړي او هغوی مرګ ته وسپاري. هوښیار اوسئ، دا حالت بیا هم رامنځته کېدای شي.»

نوموړي زیاته کړه: «د بشري حقونو نړیوال توافق د مستبدو واکمنانو او شتمنو اولیګارکانو تر فشار لاندې د ماتېدو په حال کې دی. موږ یوې ګډې او پراخې هڅې ته اړتیا لرو چې په ټولنو کې د بشري حقونو اساسي ارزښت او د قانون حاکمیت وساتل شي، کنه نو له یو خطرناک حالت سره به مخامخ شو.»

فولګر ترک: د بشري حقونو نړیوال توافق د مستبدو واکمنانو او شتمنو اولیګارکانو تر فشار لاندې د ماتېدو په حال کې دی

ده له همدې کبله د بشري حقونو فعالان وستایل:

«زه غواړم چې د بشري حقونو زړه ور فعالان او مدافعان د نړۍ په هر ځای کې وستایم.»

د تورک خبرې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش د خبرو تایید وې، چې د غونډې د لومړي ویناوال په توګه یې وویل چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بشري حقونو «ساه بندېږي.»

د ښاغلي ګوتریش په وینا، «بشري حقونه د بشریت اکسیجن دی»، خو دا حقوق اوس مهال د مستبدو واکمنانو له خوا «تر پښو لاندې شوي»، ځکه چې «دوی له دې وېرېږي چې یو ځواکمن ټولنیز حرکت څه کولی شي.»

نوموړي بې له دې چې د طالبانو یادونه وکړي، همداراز د «پلارواک» حکومتونو یادونه وکړه، چې «نجونې له ښوونځیو او ښځې له خپلو اساسي حقونو محروموي»

د ده اشاره د طالبانو واکمنۍ ته وه، چې له بیا واک ته رسېدو وروسته یې د کار او زده کړو په شمول په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر ژوند محدودیتونه زیات کړي دي.

ګوتریش زیاته کړه چې همداراز «جنګ‌خوښوونکي» کسان د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور سپکاوی کوي او د جګړې او تاوتریخوالي له لارې «خلک له اوبو، خوړو او زده‌کړو څخه محروموي.»

نوموړي د جنسي اقلیتونو، اصلي اوسېدونکو، کډوالو او بې‌ځایه شویو کسانو پر وړاندې د «زغم وړتیا د کمېدو» پر ستونزې هم ټينګار وکړ.

انتونیو ګوتریش دا ټولې کړنې او پالیسۍ «د هغو ټولو میکانیزمونو لپاره ګواښوونکې وبللې» چې «په تېرو ۸۰ کلونو کې د بشري حقونو د ساتنې لپاره جوړ او پیاوړي شوي دي.»

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۸مه غونډه، چې د روان کال د اپرېل تر څلورمې نېټې به دوام وکړي، د افغانستان لپاره د ملګروملتو د راپورورکوونکي یچارد بینیټ په شمول د دې شورا ۲۲ ځانګړي راپور ورکوونکي او کارپوهان د خپلو اړوندو برخو راپورونه وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG