د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

خبرونه

جاپاني رسنۍ: د طالبانو پلاوی یوه غیرانتفاعي خصوصي بنسټ توکیو ته بللی

د طالبانو د حکومت یوه پلاوی، چې د اقتصاد مرستیال وزیر عبداللطیف نظري هم پکې شامل دی، د نیپون فاونډېشن په بلنه جاپان ته تللی دی.

دا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، جاپان ته د طالبانو د حکومت د چارواکو لومړنی سفر دی.

د نیپون فاونډېشن یوه چارواکي د دوشنبې په ورځ جاپاني رسنیو ته وویل، د دې سفر هدف دا دی چې طالبان درک کړي چې له نړیوالې ټولنې څخه د کمزورو خلکو لپاره د بشري مرستې منل یوه مهمه اړتیا ده.

په افغانستان کې ښځې له سختو شرایطو سره مخامخ دي، نو د دې جاپاني بنسټ چارواکي هیله لري چې دا سفر به مرسته وکړي چې د ښځو په اړه د طالب چارواکو ذهن روښانه کړي.

طالبانو د اسلام په اړه د خپل تعبیر پر اساس، ښځې له تعلیم او کار کولو منع کړې دي. د بشري حقونو د محدودیتونو له امله، د جاپان په شمول نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

فرانسه نن د اوکراین او د اروپا د امنیت په اړه د بلې غونډې کوربه ده

د فرانسې ولسمشر د امریکا او اوکراین له ولسمشرانو سره، ارشیف
د فرانسې ولسمشر د امریکا او اوکراین له ولسمشرانو سره، ارشیف

فرانسه به نن چهارشنبه د اوکراین د جګړې او د اروپا د امنیت په اړه د دویمې غونډې کوربه وي.

په دې غونډه کې له کاناډا او هغو اروپایي هېوادونو د ګډون غوښتنه شوې چې د پاریس د همدې اونۍ په بیړنۍ غونډه کې حاضر نه وو.

د ديپلوماتیکو سرچینو د معلوماتو له مخې نننۍ غونډه کې به د کاناډا، ناروی، استونیا، لاتویا، لیتوانیا، چک جمهوریت، یونان، فنلند، رومانیا، سویډن او بلجیم چارواکي حضور ولري.

د پاریس په لومړۍ غونډه کې چې د فبرورۍ په ۱۷مه جوړه شوې وه، اروپایي مشرانو اوکراین ته د امنیتي ضمانتونو ورکړې ته لیوالتیا درلوده، خو وې ویل دغه ډول ضمانتونه د واشنګټن په مشارکت پورې اړه لري.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، دوی اوکراین کې د تلپاتې سولې په لټه کې دي.

د یوناما مشره: د طالبانو بندیزونه اوږدمهاله زیان اړولی

روزا اتونبایوا، د یوناما مشره
روزا اتونبایوا، د یوناما مشره

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اتونبایوا وایي، پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونو اوږدمهاله زیان رامنځته کړی.

یوناما پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې میرمن اوتوبایوا پرون سه شنبه په دې اړه په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره رغوونکي بحثونه درلودل.

اوتونبایوا زیاته کړې چې د افغانستان د وضعیت په اړه لا تعامل او بیړنیو عملي ګامونو ته اړتیا لېدل کیږي.

د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د دې سازمان استازی طارق بخیت افغانستان کې دی او هلته یې له یوشمېر طالب چارواکو سره هم کتلي دي.

د طالبانو د حکومت مشر د سوریې لنډمهاله ولسمشر ته پيغام لیږلی

د طالبانو مشر ملا محمد حسن اخوند، ارشیف
د طالبانو مشر ملا محمد حسن اخوند، ارشیف

د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع ته د مبارکۍ پيغام لیږلی دی.

احمد الشرع ته په منسوبه ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې ویل شوي چې حسن اخوند په دغه پيغام کې د سوریې مشرتابه ته د ستونزو په وړاندې د غلبې غوښتنه کړې او د سوریې او افغانستان د اړیکو ښه والی یې غوښتی.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت هم تایید کړې چې ملا محمد حسن اخوند د سوریې د نوې انتقالي دورې ولسمشر ته د مبارکۍ پيغام لیږلی دی.

الشرع په سوریه کې واک ته له رسیدو څو ورځې وروسته وویل، د طالبانو په څېر حکومت نه جوړي او هغه په دې وروستیو کې د ترکیې او سعودي عربستان په ګډون د سیمې څو هېوادونو ته سفرونه وکړل.

تازه څېړنه ښيي چې په جرمني کې د بهرنیو وګړو د شمېر زیاتېدل د جرایمو له لوړېدو سره ارتباط نه لري

د هغه افغان کډوال موټر چې په مونشن ښار کې یې له دېرشو زیات خلک ټپیان کړل
د هغه افغان کډوال موټر چې په مونشن ښار کې یې له دېرشو زیات خلک ټپیان کړل

په جرمني کې د یوه تحقیقاتي مرکز تازه څېړنه ښيي چې په دې هېواد کې د دېره بهرنیانو لویه برخه په عمده جرایمو کې ښکېل نه دي.

د Ifo ایفو انستیتوت له خوا په شوي تحقیق کې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د پولیسو له خوا د ثبت شویو جنايي پېښو په استناد ویل شوي دي چې په یوه ولسوالۍ کې د بهرنیو وګړو د زیاتېدونکي تناسب او په سیمه کې د شویو جرایمو ترمنځ هېڅ ارتباط نه و.

د دې تحقیق یوه څېړونکي ژان ویکتور علیپور ویلي دي چې د کډوالو په برخه کې هم د جرایمو تناسب په همدې ډول دی.

دا څېړنه د جرمني له عمومي انتخاباتو پنځه ورځې مخکې ترسره کېږي. د کډوالو له خوا د تشدد له پېښو وروسته امنیت د دې انتخاباتو په یوه مهمه موضوع بدل شوی دی.

د دې پېښو په وروستۍ مورد کې په مونشن ښار کې یو افغان کډوال د موټر په وسیله د کارګرانو پر یوه لاریون برید وکړ. د دې برید په نتیجه کې له دېرشو ډېر کسان ټپیان شول چې دوو تنو وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

د چمپینز ټرافي د لوبو لړۍ سبا په کراچۍ ښار کې پیلېږي

د چمپینز ټرافي لوبو په درشل کې له نیوزیلنډ سره د افغانستان لوبه (آرشیف)
د چمپینز ټرافي لوبو په درشل کې له نیوزیلنډ سره د افغانستان لوبه (آرشیف)

په پام کې ده د افغانستان په ګډون د چمپینز ټرافي د لوبو لړۍ سبا (د فبروري ۱۹مه) د پاکستان په کراچۍ ښار کې پیل شي.

په لومړۍ لوبه کې به کوربه پاکستان د نیوزیلنډ له لوبډلې سره مخامخ شي.

په دې لړۍ کې افغانستان د لومړي ځل لپاره برخه اخلي، او د جنوبي افریقا، انګلستان او آسټرالیا له ځواکمنو لوبدلو سره په بي ګروپ کې لوبېږي.

د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا سره پلان شوې او دوهمه لوبه به یې د فبروري په ۲۶مه له انګلستان او دریمه به یې د فبروري په ۲۸مه له اسټرالیا سره وي.

د چمپینز ټرافي لوبې دا ځل په دوو هېوادونو، پاکستان او متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي ځکه د هند لوبغاړو نه غوښتل پاکستان ته ولاړ شي.

په یونان کې د ۹۳ میلیون یورو په لګښت نوی موزیم جوړېږي

د یونان اکروپولیس نامتو موزیم (آرشیف)
د یونان اکروپولیس نامتو موزیم (آرشیف)

یوناني چارواکي پلازمېنې آتن ته نژدې په ساحلي ښار پیرائوس کې د ۹۳ میلیون یورو په لګښت د یوه موزیم د جوړولو خبر ورکوي.

دا موزیم به، چې د یونان تر ټولو لویه فرهنګي پروژه بلل شوې او اروپايي ټولنه یې مالي لګښت ورکوي، راتلونکی کال پرانیستل شي.

په دې موزیم کې به د یونان ۲۵۰۰ تاریخي آثار چې د سمندر له تل څخه ترلاسه شوي دي، نندارې ته وړاندې شي.

پیرائوس په لرغونو زمانو کې د آتن اصلي بندر و، او د دې ښار کشتیو به له دې ځایه د مدیترانې سمندرګي بېلابېلو برخو ته سفرونه کول.

ترکیې له کرد وسله والو سره د اړیکو په تور ۲۸۲ کسان نیولي دي

د ترکیې امنیتي ځواکونه (آرشیف)
د ترکیې امنیتي ځواکونه (آرشیف)

د ترکیې پولیسو د کردستان د کارګرانو له ممنوع ګوند پي کې کې PKK سره د اړیکو په لرلو مشکوک ۲۸۲ کسان نیولي دي.

د ترکیې د کورنیوچارو وزیر علي یرلیکایا نن (د سلواغې ۳۰مه) وویل چې د تېرو پنځو ورځو په عملیاتو کې په نیول شویو کسانو کې خبریالان، سیاستوال او محصلان هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ترکیه کې له کرد وسله والو سره د اړیکو په تور د منتخبو ښاروالانو د لیرې کولو لړۍ هم روانه ده. د دې هېواد د کورنیوچارو وزیر ویلي چې دا کسان PKK ته په تبلیغ، دې ډلې ته د مالي سرچینو او کسانو په راجلبولو او په اعتراضونو کې په لاس لرلو تورن دي.

دا ځپونکي اقدامات داسې مهال ترسره کېږي چې د PKK او حکومت ترمنځ د څلورو لسیزو جګړو د پای ته رسېدو لپاره هیلې په زیاتېدو دي. څلور میاشتې مخکې د ولسمشر رجب طیب اردوغان یوه متحد سیاستوال د PKK له بندیوان مشر عبدالله اوجالان څخه وغوښتل چې خپل وسله وال له جګړو لاس اخیستو ته وهڅوي.

روسیې یو امریکایی زنداني له بنده خوشې کړ

امریکایی کالوب وېن بایرز له خوشې کېدو مخکې
امریکایی کالوب وېن بایرز له خوشې کېدو مخکې

د امریکا او روسیې ترمنځ د خبرو په درشل کې روسیې امریکایي وګړی کالوب وېن بایرز له بنده خوشې کړ. ۲۸ کلن بایرز د روان کال د فبروري په ۷مه د چرسو د ډېرې لږې اندازې د لرلو په تور په مسکو کې نیول شوی و.

د امریکايي او روسي رسنیو د راپورونو له مخې بایرز د متحدوایالتونو او روسیې ترمنځ د بندیانو د تبادلې په لړ کې بېګا د روسي چارواکو له خوا خوشې شو.

دا اقدام څو ساعته مخکې له هغه وشو چې د امریکا او روسیې د پلاوو ترمنځ د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه په ریاض کې خبرې پیل شي.

د روسیې او امریکا پلاوو د اوکراین د جګړې په اړه په ریاض کې خبرې پیل کړې

ریاض، د فبروري ۱۸مه- د امریکا او روسیې پلاوي او سعودي کوربانه
ریاض، د فبروري ۱۸مه- د امریکا او روسیې پلاوي او سعودي کوربانه

د روسیې او متحدوایالتونو جګپوړو چارواکو نن د سعودي عربستان په پلازمېنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې پیل کړې.

د متحدوایالتونو د بهرنیوچارو د وزیر مارکو روبیو او د روسیې د بهرنیوچارو د وزیر سیرګي لاوروف په مشرۍ پلاوو نن په ریاض کې سره وکتل. د دې خبرو هدف د متحدوایالتونو او روسیې د ولسمشرانو ډونالډټرمپ او ولادیمیر پوتین د سرمشریزې لپاره د لارې اوارول دي.

اوکرایني چارواکي به په دې خبرو کې ګډون ونه لري او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون وویل چې هېواد به یې د دې خبرو نتایج ونه مني.

ولسمشر ټرمپ د روانې فبروري میاشتې په لومړیو کې د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه وویل چې ده او ښاغلي پوتین موافقه کړې چې دا جګړه به ژترژره د خبرو له لارې پای ته رسوي.

مصر وايي فلسطین کې درې امن سیمې رامنځته کوي او بیا د غزې په ودانولو کار پیلوي

د ورانې شوې غزې یوه څنډه
د ورانې شوې غزې یوه څنډه

مصر د غزې تړانګې د بیارغونې لپاره یوه بدیله تګلاره وړاندې کوي چې په اساس یې فلسطینیان اړ نه دي غزه پرېږدي. دا تګلاره داسې وخت جوړیږي چې عربي هېوادونه هڅه کوي له غزې تړانګې د فلسطینیانو د ایستلو د تګلارې په وړاندې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مطرح کړې ودریږي.

د مصر د الاحرام دولتي ورځپاڼې د راپور په اساس د فلسطین خاورې دننه به دری امن سیمې رامنځته کېږي چې د غزې اوسیدونکي به پکې مېشت شي او ورسره به د مصر او نړۍ ودانیز شرکتونه د غزې د ورانو شویو سیمو په بیا رغونې پيل کوي.

په فلسطین کې به دا دری سیمې په شپږو میاشتو کې جوړې او موقتې سرپناوې به د خلکو لپاره ترتیب شي.

مصري چارواکو ویلي چې قاهره د دې پلان په خاطر د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو له مشرانو سره په تماس کې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو له صدراعظم سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د فبروري په څلورمه وویل چې امریکا دې د غزې کنټرول په لاس کې واخلي.

هغه وویل امریکا به دا سیمه ورغوي او فلسطینیان به د تل لپاره په نورو عرب هېوادونو کې مېشت شي. د ټرمپ له دغه پروګرام سره د عرب نړۍ هېوادونو، فلسطینیانو او ځینو لویدیځو هېوادونو کلک مخالفت څرګند کړ.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG