د افغان نجونو د زده کړو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د محدودیتونو پر غبرګون کې د غږ اوچتولو او ملاتړ په دوام، د ملګرو ملتونو "زده کړې نه شي تم کیدای" (Education Cannot Wait) په نوم صندوق یو ځل بیا د افغان نجونو ملاتړ څرګند کړی.
دې صندوق د يکشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ١٦مه) "د افغان نجونو غږ" (#AfghanGirlsVoices) کمپاین د هشټګ بیا خپور کړی او ویلي چې دا کمپاین د هغو نجونو غږ پورته کوي چې د زده کړو له حقه محرومې شوې دي.
وړاندې راغلي «کېدای شي هغوی غلې شوي وي، خو غږ یې یو ځل بیا لوړ، او لا پیاوړی شوی او د بدلون په دهلیزونو کې به انګازې وکړي.»
د "افغان نجونو غږ" یو نړيوال کمپاین دى چې غواړي د زده کړې له د حقه محرومو افغانو نجونو غږ نړیوالو ته ورسوي. دا کمپاین کې د دغو نجونو کیسې، انځورونه، شعرونه او کارتونونه رانغاړي، چې دوی پکې خپل د زده کړې حق غواړي.
د "زده کړې نه شي تم کیدای " په نوم صندوق د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۱۸۴ میلیونه کسانو په آنلاین بڼه له دې کمپاین ملاتړ کړی، او ۴.۱ میلیارده کسانو یې مینځپانګه په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې لیدلې ده.
په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر مخ د زده کړې محدودیت څخه ۱۲۴۷ ورځې اوښتي دي.
له زده کړو محرومې یو شمېر افغان نجونې د دې کمپاینونو پر دوام ټینګار کوي.
د دوی له ډلې مرسل او مریم چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې د استوګنې ځایونه وښودل شي ازادي راډیو ته وویل:
"موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغانو نجونو لپاره خپلو کمپاینونه ته دوامدم ورکړي، ترڅو د ښوونځیو دروازې پرانستل شي. هر څومره چې دا اعتراضونه پراخ شي، موږ هیله منې کیږو چې هیرې شوې نه یو."
"زما غوښتنه له نړیوالو بنسټونو او ټولنې دا ده چې د افغان نجونو د زده کړو د منع کولو په وړاندې هېڅکله چوپ پاتې نشي او د ملاتړ کمپاینونه او اعلامیې خپرې کړي."
خو د زده کړو د برخې ځني فعالان وايي نړیواله ټولنه باید له سمبولیک ملاتړ ورهاخوا د زده کړې پر وړاندې د محدودیتونو د لرې کولو لپاره عملي اقدامات وکړي.
"یوازې د غږ پورته کول بسنه نه کوي. باید له نړیوال فشار سره دا موضوع جدي مطرح شي، او هغه کسان چې د افغان نجونو د زده کړو مخه نیسي، د حساب و کتاب میز ته راکش شي او پرې بندیزونه ولګول شي. که داسې ونشي، فکر نه کوم چې یوازې غږ پورته کول دې دا ستونزه حل کړي."
دا په داسې حال کې ده چې د کاناډا حکومت د شنبې په ورځ، د فبروري ۱۵مه، یوه اعلامیه کې ویلي چې د څو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له طالب چارواکو وغوښتل چې د افغانستان نړیوالو حقوقي ژمنو ته، په ځانګړي ډول د ښځو پر ضد د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون ته، ژمن پاتې شي.
اعلامیه وايي، چې دا ناسته چې د فبروري په ۱۱مه د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې، ملاني جولي، په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې افغانستان د نړۍ په مخ د ښځو لپاره تر ټولو ظالم هېواد یاد شوی دی.
که څه هم طالبان ټینګار کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونهخوندي کړي، خو د دوی د بیاواکمنۍ په تیرو درې نیمو کلونو کې، افغان نجونې لا هم له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري. سربېره پر دې، ښځې په ډېری دولتي ادارو او ټولو نادولتي ادارو کې هم له کار کولو هم راګرځول شوې دي.