خبرونه
امریکا له ازبکستان څخه د افغان ملي اردو ۷ څرخکې یووړې

د ازبکستان د ځینو رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان د جمهوري نظام اووه بلک هاک هیلکوپتر امریکا ته انتقال شوې.
د (کان اوز) په نوم انلاین رسنۍ پرون راپور ورکړ چې د امریکا دفاع وزارت دا هیلکوپتر خپل هیواد ته وړې دي.
د راپور له مخې د دوه زره یو ویشتم کال د اګست په پنځلسمه چې کله طالبان کابل ته داخل شول د افغانستان د جمهوري نظام تر پنځه سوه ډیر غړي په هغو هیلکوپترو او الوتکو کې چې متحدو ایالتونو د افغانستان پوځ ته ورکړې وې، ازبکستان ته ولاړل.
(کان اوز) رسنۍ د امریکا د دفاع وزارت پر اساس وایي چې د طالبانو د بیا واک ته رسیدو پرمهال دوه ویشت الوتکې او څلرویشت هیلکوپترې ازبکستان ته انتقال شوې.
طالبانو تر دې مخکې له ازبکستان څخه څو ځله د دې الوتکو د بیرته ورسپارلو غوښتنه کړې ده، خو په ازبکستان کې د متحدو ایالتونو سفیر جاناتان هنیک د وږي په میاشت کې ویلي و چې له ازبکستان سره د توافق له مخې به دا الوتکې بیرته افغانستان ته ونه سپارل شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د هرات ځایي خلکو له ایرانه اخراجېدونکو سره مرستې ته دانګلي دي

له ایرانه د اخراجېدونکو کډوالو لاسنیوي ته د سیمې عامو خلکو هم ور دانګلي او تر خپلې وسې مرستې ورسره کوي.
فرانس پریس لیکلي، دا مرسته چې خوراکي او نور اړین مواد په کې دي، تر ډیره د هغو افغانانو له خوا برابره شوې چې په اروپایي هیوادونو او امریکا کې اوسیږي.
د روان میلادي کال له پيل راهیسې یو اعشاریه شپږ میلیونه افغانان له ایرانه راغلي چې یوشمیر یې په خپله خوښه او ګڼ شمیر نور په زور ایستل شوي دي.
نړیوالې موسسې هم د را ستنو شویو کډوالو لاسنیوی کوي، خو فرانس پریس ویلي، دا بنسټونه په لویه کچه د بودجې له کمښت سره مخامخ دي.
د طالبانو حکومت هم په ځلونو له نړیوالو موسسو غوښتي چې د خیر ښیګڼې چارې پراخه کړي.
دوه ورځې وړاندې د کریکټ وتلي ستوري محمد نبي هم ایرانه راغلو کسانو سره یو میلیون افغانۍ نقدي مرسته وکړه.
د خبریالانو مرکز: طالبانو ۷ خبریالان او رسنیز فعالان نیولي

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په کابل او یوه بل ولایت کې لږترلږه ۷ خبریالان او رسنیز فعالان نیول شوي دي.
دغه مرکز پرون په یوه خبرپاڼه کې د خبریالانو د نیونو پر تازه لړۍ د اندېښنې د څرګندولو په ترڅ کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د خبریالانو او رسنییزو فعالانو اساسي حقونو او ازادیو ته درناوی وکړي او نیول شوي خبریالان ژر تر ژره خوشي کړي.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز په وینا په وروستیو درې اوونیو کې د امربالمعروف وزارت د محتسبانو او د استخباراتو له لوري په کابل او یوه بل ولایت کې دا خبریالان نیول شوي او وسایل یې ضبط شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز دا هم ویلي چې د امنیتي اندېښنو له امله د نیول شویو خبریالانو او رسنیزو فعالانو هویت، او نور جزئیات نه افشا کوي.
ایران وايي، ولسمشر یې افغانستان ته د سفر هیڅ رسمي پلان نه لري

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون (دوشنبې) وویل چې د دغه هیواد ولسمشر مسعود پزشکيان دا مهال افغانستان ته د سفر کوم رسمي پلان نه لري، او په دې اړه وروستۍ څرګندونې یې یوازې د نېک نیت له مخې کړې وې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی، اسماعیل بقایي، په تهران کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ولسمشر له خوا د کابل د سفر په اړه وروستۍ څرګندونې «یوازې د ښه نیت شخصي بیان» و، نه دا چې کوم رسمي یا د مهالوېش پر اساس کوم سفر پلان شوی وي.
بقايي دا خبره وروسته له دې وکړه چې ولسمشر پزشکيان د یکشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ته وویل چې دی «چمتو دی کابل ته سفر وکړي» څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په تاریخ کې نوی باب پرانیزي.
د ایران سفارت هم دا څرګندونې په خپله ایکسپاڼه کې خپرې کړې، چې له امله یې دا اټکلونه زیات شول چې ښايي تهران د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو ته نژدې شوی وي.
ملګروملتو له ایران څخه وغوښتل چې اعدامونه ودروي

د ملګروملتو د بشري حقونو لوی کمېشنر فولکر ترک پرون (دوشنبې) په یوه بیان کې وویل چې په ایران کې د اعدامونو پر زیاتېدو اندېښمن دی او له دې هیواده غواړي چې د اعدام سزاوې سمدستي بس کړي.
په اعلامیه کې راغلي: «دا چې تر دې دمه په روان کال کې په ایران کې د اعدام سلګونه حکمونه اجرا شوي دي، ښيي چې وضعیت څومره اندېښمنوونکی دی.»
هغه په دوام کې په ایران کې د اعدام د سزا د «فوري درولو» پر ضرورت ټینګار وکړ.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر له راټولو شویو معلوماتو سره سم، د روان ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ایران کې لږ تر لږه ۶۱۲ کسان اعدام شوي دي.
په دې بیان کې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر خپور کړی، راغلي چې دا شمېر د ۲۰۲۴ کال په همدې موده کې د اعدامونو د شمیرې دوه برابره زیات دی.
د کرکټ نړیوالې شورا د افغان ښځینه لوبغاړو لپاره نوې طرحه جوړه کړې

د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د افغانستان د جلاوطنه ښځینه کرکټ لوبغاړو د ملاتړ لپاره یوه نوې طرحه اعلان کړه، چې دا د هغو لوبغاړو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له خپلې لوبې څخه بېبرخې شوې دي.
له ۲۰۲۱ کال څخه چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، په سپورتي فعالیتونو کې د ښځو پر ګډون بندیز لګول شوی، او دې بندیز د کرکټ د هغو ښځینه لوبغاړو هیلې ناڅاپه مړاوې کړې چې د طالبانو تر واک ته رسیدو یوازې څو میاشتې وړاندې یې د افغانستان له کرکټ بورډ سره قراردادونه لاسلیک کړي وو. ډېری لوبغاړې له هېواده وتښتېدې؛ ځینې یې اوس په اسټرالیا کې مېشتې دي، او نورې بیا په اروپا، منځني ختیځ، او شمالي امریکا کې خپرې شوې دي.
د روان کال په لومړیو کې، یو شمېر جلاوطنه افغان لوبغاړو د استرالیا په ملبرن ښار کې د "Cricket Without Borders" لوبډلې پر وړاندې یوه سمبولیکه لوبه وکړه.
د آی سي سي د راپور له مخې، چې پرون یې پر خپله ویبپاڼه خپور کړی، د جلاوطنه افغان لوبډلې کیپتانې ناهیده څپاند د کرکټ د نړیوالې شورا نوې طرحه له هیجانه ډکه وبلله، او ویې ویل:
«موږ له کلونو وروسته په لومړي ځل دا احساس کوو چې لیدل کېږو. دا یوازې د کرکټ په اړه نه ده، دا زموږ د هویت د بېرته اخیستو په اړه ده.»
یوې بلې لوبغاړې، شبنم احسن، وویل چې له ۲۰۲۱ کال را په دې خوا دا لومړی ځل دی چې بېرته پر کرکټ تمرکز کوي — هغه احساس چې له ډېر وخته ورسره نه و.
د نړیوال کرکټ شورا هڅه کوي چې د یوې پراخې طرحې په وسیله د افغان ښځینه لوبغاړو ملاتړ وکړي.
طالبانو د برازیل په اقلیمي کنفرانس کې د ګډون غوښتنه وکړه

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر د دوشنبې په ورځ غوښتنه وکړه چې افغانستان دې د ملګرو ملتونو د اقلیم په نړیوالو خبرو اترو (COP) کې شامل شي، ځکه چې سخت اقلیمي شرایط او د اوبو کمښت د افغانانو پر ژوند او اقتصاد ژور اغېز کړی دی.
تېر کال د طالبانو یو پلاوی د آذربایجان په باکو کې د اقلیمي بدلون د نهه ویشتم نړیوال کنفرانس په غونډو کې د څارونکو په توګه ګډون کړی و، خو دوی رسمي ګډونوال نه وو.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر مطيع الحق خالص، وویل چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د چاپېریالي پروژو ځنډېدا افغانانو ته پراخ زیانونه اړولي دي.
نوموړي څرګنده کړه چې غواړي افغانستان د سږکال د اقلمي بدلون په دېرشم نړیوال کنفرانس کې، چې په برازیل کې جوړیږي، برخه ولري.
خالص وویل:
«افغانستان له اقلیمي بدلون څخه سخت متأثر شوی دی. وچکالي، د اوبو کمښت، د کرنیزو ځمکو کموالی، ناڅاپي سېلونه، او د خوراکي خوندیتوب ګواښونه د خلکو پر ژوند او اقتصاد ژور اغېز کوي.»
د ایران د بسیج یو قوماندان په زاهدان کې ووژل شو

په زاهدان کې د بسیج په نوم د ایران د رضاکار ځواک د اډې قوماندان وژل شوی دی
د سپاه پاسداران د ځمکنيو ځواکونو د قدس سيمهييزې اډې پرون (دوشنبې) خبر ورکړ چې د د دې ځواک د يوې اډې قوماندان په یوه «تروریستي برید» کې وژل شوی دی.
د دې اډې په خبرپاڼه کې د وژل شوي کس نوم «جواد کریمکُشته» بلل شوی او ويل شوي چې نوموړی د یکشنبې په ورځ (د زمريږ/ اسد ۵ مه) د زاهدان ښار د شيرآباد سيمې په «امام هادي» جومات کې «د لمونځ کوونکو د امنيت د ساتنې د ماموريت پر مهال» وژل شوی دی.
تر اوسه د دې پېښې په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.
د زمري په څلورمه نېټه په زاهدان ښار کې د سيستان او بلوچستان د ولايت د عدليې پر ودانۍ وسلهوال بريد شوی و.
د «جیشالعدل» په نوم ډلې، چې ايران او امريکا يې يوه «ترهګره» ډله بولي، د دغه بريد مسووليت پر غاړه واخیست.
د شپږیزې په لسم پړاو کې نن هم دوې سیالۍ کېږي

نن (سې شنبې) د شپږیزې لیګ په لسم پړاو کې دوې لوبې کېږي.
پرون هم دوې سیالۍ وشوې، لومړۍ سیالي د بست ساتونکو او بند امیر ښامارانو لوبډلو ترمنځ وه چې بند امیر لوبډلې د درېیو ویکټونو په توپیر بست ساتونکو ته ماتې وکړه.
دا د بندامیر دریمه بریا وه.
بله لوبه د مس عینک اتلانو او سپینغر پړانګانو ترمنځ وه چې سپینغر د ۵۰ منډو په توپیر وګټله.
په غزه کې ۱۴کسان د لوږې او خوارځواکۍ له کبله مړه شوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ وايي، "په غزه کې د حماس وسله والې ډلې پر وړاندې جګړه باید په بل ډول پر مخ لاړه شي".
هغه دا خبره نن په سکاتلنډ د بریټانیا له صدراعظم کیرسټارمر سره یو ځای خبریالانو ته کړې ده.
ټرمپ ویلي، د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو ته مې ویلي چې د حماس پر وړاندې باید جګړه بل ډول پرمخ لاړه شي.
ټرمپ خبریالانو ته وړاندې وویل، "له تلویزیوني تصویرونو داسې ښکاري چې په غزه کې ماشومان وږي دي".
بل پلو، په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، "په تیرو ۲۴ساعتونو کې د لوږې او خوارځواکۍ له کبله ۱۴کسان مړه شوي دي".
رویترز ویلي، له دې سره د هغوو کسانو شمیر چې د جګړې له پیل راهیسې د لوږې او خوارځواکۍ له امله مړه شوي ۱۴۷ تنو ته پورته شو چې ۸۹ يې ماشومان دي.
په عین حال کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، نن يې په بشري مرستو بار ۶۰لارې غزې ته استولي دي.
په غزه کې د بشري ناورین او د لوږې له کبله د ماشومانو په ګډون د خلکو له مړینې وروسته نړیوالو پر اسراییلو فشارونه زیات کړل، څو غزې د بشري مرستو د انتقال لپاره اجازه ورکړي.
د مالیزیا په منځګړیتوب تایلند او کمبویا اوربند وکړ

تایلند او کمبودیا د مالیزیا په منځګړیتوب له قید او شرط پرته په اوربند سلا شوي دي.
دا اوربند وروسته له هغې اعلانیږي چې د داوړو هېوادونو ترمنځ په پنځه ورځینۍ نښته کې ۳۵کسان ووژل شول او ۲۶۰ نور ټپیان شول.
د اوربند پلي کیدل د سه شنبې په شپه پیلږي.
د تایلند او کمبودیا ترمنځ د اوربند په خبرو اترو کې د مالیزیا په ګډون امریکا او چین هم رول درلود.
د دواړو هېوادونو مشران هیله مند دي چې وضعیت بیرته عادي حالت ته راوګرځي او بې ځایه شوي خپلو کورونو ته ستانه شي.
د تایلند او کمبودیا ترمنځ د پنج شنبې په ورځ په سرحدي سیمه جګړه د یوه ماین د چادونه له کبله پیل شوه.
د ماین په چادونه کې پنځه تایلندي سرتیري ټپیان شوي وو.