د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

د خوړو نړیوال پروګرام: د نړیوالو مرستو کمیدل افغانستان کې د لوږۍ بحران پراخوي


د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د افغانستان د برخې مشره هسیئو وي لي
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د افغانستان د برخې مشره هسیئو وي لي

د امریکا د بهرنیو مرستو له ځنډیدو، د ډالرو په وړاندې د افغانیو د بیو د ټیټیدو او له امله یې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو د لوړوالي سره همهاله، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله به په روان ژمي کې د ۱۵ میلیونو اړمنو افغانانو له ډلې، نیمايي ته مرستې ورسولای شي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د افغانستان د برخې مشرې هسیئو وي لي د رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې، چې پرون خپره شوې، ویلي چې په روان ژمي کې به میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ شي.

هغې زیاته کړې چې اوس مهال ډېری افغانان یوازې په "وچه ډوډۍ او چای" ژوند کوي. نوموړې ټینګار کړی چې له افغانستان سره د مرستو هر ډول احتمالي کمښت د اندېښنې وړ دی.

"له افغانستان سره د مرستو هر ډول احتمالي کمښت له شک پرته د اندېښنې وړ دی. موږ د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د خوړو د ناامنۍ شاهدان وو، او د خوړو په ناامنۍ کې دا ترینګلی حالت اوس هم روان دی چې د لوږې کچه یې لوړه کړې ده."

نوموړې ویلي چې د خوړو د ناامنۍ په برخه کې له محدودو پرمختګونو سره سره د افغانستان درېیمه برخه نفوس، چې شاوخوا ۱۵ میلیونه کېږي، د لوږې له جدي ګواښ سره مخامخ دی.

په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو اجرائیوي فرمان صادر کړ چې د امریکا ټولې بهرنۍ مرستې یې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې. ښاغلي ټرمپ ویلي چې د امریکا بهرنۍ مرستې او د هغې بیوروکراسي د امریکا له ګټو سره سمون نه لري او په ډېری مواردو کې د هغه هېواد د ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو له امله یې ستونزې لا ډېرې شوې دي او د توکو اخیستلو توان نه لري.

د هرات ولایت اوسېدونکی قاري رحیم، چې د کورنیو بې‌ځایه شویو له ډلې دی، وايي چې له سختو اقتصادي ستونزو او بېکارۍ سره مخ دی، او د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې پیدا کولو وس نه لري.

"ښځه او ماشومان مې وږي دي. د شپې یې ډوډۍ نه ده خوړلې. دوه شپې وړاندې مې میرمن د لوږې له امله د شپې دوه بجې بې هوښه شوه. پیسې نه لرو چې څه پرې واخلو. له هر چا مې چې د پور اخیستلو هڅه کړې، ناهیلی کړی یې یم. همدا اوس مې کار نه دی پیدا کړی، حیران یم چې څه وکړم."

د کابل اوسېدونکی محمد طاهر، چې د یولس کسیزې کورنۍ سرپرستي ور په غاړه لري، ازادي راډیو ته ویلي:

"مخکې مو لږ تر لږه کولای شو چې خوراکي مواد واخلو، خو اوس یې چې بیې لوړې شوي دي، زموږ ورځنی کار دا دی چې هره ورځ د شپیته افغانیو وړه اخلو. ماشومان مو ژاړي او ډوډۍ غواړي، خو زه دومره وس نه لرم چې لږ تر لږه دوی ته ډوډۍ برابره کړم. څوک پور هم نه راکوي."

پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلې واکمنۍ وروسته په دې هېواد کې بې‌وزلي او بېکاري زیاته شوې ده. د طالبانو له لوري پر افغان ښځو لګېدلي پراخ محدودیتونه، چې له امله یې په تېرو دریو کلونو کې په نړیوالو مرستو کې د پام وړ کمښت راغلی، د افغانستان بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د روانې جنورۍ په ۶مه نېټه په خپل راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه افغانان، چې د دې هېواد د نفوس نیمایي برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا خبرداری ورکړی چې د روان کال د جنورۍ له میاشتې تر مارچ پورې د بودجې د نشتوالي له امله د روغتیا، زده‌کړو، خوړو او سرپنا په ګډون ځینې مهمې مرستې د بندېدو له خطر سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG