د امریکا د نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه اجرایي فرمان چې تر ۹۰ ورځو یې ټولې بهرنۍ مرستې بندې کړي، تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد ټولو استازولیو ته سپارښتنه کړې چې په دې اړه تر نوې پرېکړې دې د بهرنیو مرستو هیڅ سند او موافقه نه لاسلیکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو لیک کې، چې پرون جمعه (د جنورۍ په ۲۴مه) خپور او تر رسنیو رسېدلی، له خپلو ټولو دیپلوماتیکو استازولیو غوښتي چې موجودې مرستې دې بندې او راتلونکې نوې مرستې دې وځنډوي.
په دې لیک کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره د روغتیایي خدمتونو، تعلیم، کار، پراختیا، فساد ضد چارو، امنیت او ځینې نورو بشري مرستو د ځنډولو خبره شوې ده.
په لیک کې راغلي، دا دیپلوماتکې استازولۍ دې د بهرنیو مرستو په اړه د ډونالډ ټرمپ د فرمان له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو ربیو له لوري د وضعیت تر ارزولو او تر نوې پرېکړې د بهرنیو مرستو هېڅ ډول تړون نه کوي.
یادونې ده چې ډونالډ د ټرمپ د تېرې دوشنبې په ورځ د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه د لوړې تر مراسمو وروسته، د ګڼو نورو فرمانو د لاسلیک کولو تر منځ د تر ۹۰ ورځو د بهرنیو مرستو د ځنډولو فرمان هم لاسلیک کړ.
امریکا د نړۍ له ډېرو مرسته کوونکو هېوادونو دی چې د دغه لیک له مخې، تر ۲۰۲۳ کال یې د بهرنیو مرستیو کچه ۶۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
دغه راز د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې د شمېرو له مخې، متحده ایالاتو له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه یوازې له افغانستان سره له ۲ میلیارد زیاتو ډالرو په ارزښت بشري مرستې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون افغانستان د نړۍ د کړکېچ ځپلو هېوادونو په کتار کې بللی او ویلي دي چې بشري وضعیت یې لا هم تر ټولو په بد حالت کې دی.
د اسیا- يسفیک لپاره د «ای اف ار سي» سیمه ییز مشر الکساندر میتیو پرون جمعه (د جنورۍ په ۲۴مه) په یوه ویډیو کې ویلي چې تېره اونۍ د افغانستان بېلابېلې برخې ولیدې او د خلکو وضعیت یې ارزاوه.
ده د افغانستان د بشري وضعیت په اړه ویلي:
“په افغانستان کې بشري وضعیت هغومره خراب دی لکه څنګه چې پخوا و، که تاسو کلیو ته ولاړ شئ، میندې د وینې کموالي لري او ماشومان په شدېدې خوارځواکۍ اخته دي، هر څوک چې وپوښتئ، ګورئ چې هغه د ژمي په دې شپو کې د خپلو ماشومانو د پټولو لپاره درمل، خواړه یا کمپلې لټوي، دا یو اوږد او دومداره کړکېچ دی،دا (کړکېچ) لا هم د هیواد په ډیری برخو کې په بیړني پړاو کې دی، خو دا دومداره کړکېچ دی چې بېړنۍ (بشري) مرستې ورته کفایت نه کوي.”
ښاغلي میتیو زیاته کړې چې خلک د دندو او کار او بار او د ځوانانو د زده کړو لپاره د پانګونې په برخه کې هم مرستو ته اړتیا لري خو په خبره یې دا په اوسنیو شرایطو کې اسانه کار نه دی.
نوموړي ټینګار کړی چې باید په افغانستان کې خلکو او ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر شي.
په افغانستان دننه یو شمېر کورنۍ او ځوانان هم د بد بشري وضعیت، بې کاریو او بېړنیو بشري مرستو د اړتیاوو خبره کوي.
تر دې وړاندې سیګار په خپل یو راپور کې ویلي وه چې امریکا له افغانستان سره په تېرو دریو کلونو کې دوه میلیارد ډالره مرسته کړې چې هره اونۍ کې ۴۰ میلیونه نغدې پیسې ورکړي دي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) په خپل راپور کې هم د افغانستان روان بشري وضعیت کړکېچن بللی او ویلي یې دي چې سږ ۲۰۲۵ کال کې به ۲۲،۹ میلیونه افغانان یا د نفوس سمه نیمایي برخه به بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.