د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

د سره صلیب او سره میاشت ټولنو فدراسیون وايي، د افغانستان بشري وضعیت تر ټولو په بد حالت کې دی


د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون (IFRC) وایي د افغانستان په ګڼو برخو کې بشري وضعیت د تېر په شان په بېړني حال کې دی.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون افغانستان د نړۍ د کړکېچ ځپلو هېوادونو په کتار کې بللی او ویلي دي چې بشري وضعیت یې لا هم تر ټولو په بد حالت کې دی.

د اسیا او پسیفیک هېوادونو لپاره د «ای ایف ار سي» مشر الکساندر میتیو پرون جمعه (د جنورۍ په ۲۴مه) په ویډیو کې، چې پر خپله ایکسپاڼه/ ټویټر کې یې خپره کړې، ویلي چې تېره اوونۍ د افغانستان بېلابېلو برخې لیدلي او د خلکو وضعیت یې ارزولی دی.

ده د افغانستان د بشري وضعیت په اړه ویلي:

“په افغانستان کې بشري وضعیت هغومره خراب دی لکه څنګه چې پخوا و، که تاسو کلیو ته ولاړ شئ، میندې د وینې کموالي لري او ماشومان په شدېدې خوارځواکۍ اخته دي،هر څوک چې وپوښتئ، هغه د ژمي په دې شپو کې د خپلو ماشومانو د پټولو لپاره درمل، خواړه یا کمپلې لټوي، دا یو اوږد او دومداره کړکېچ دی،دا (کړکېچ) لا هم د هیواد په ډیری برخو کې په بیړني پړاو کې دی، خو دا دومداره کړکېچ دی چې بېړنۍ (بشري) مرستې ورته کفایت نه کوي.”

ښاغلي میتیو زیاته کړې چې خلک د دندو او کار او بار او د ځوانانو د زده کړو لپاره د پانګونې په برخه کې هم مرستو ته اړتیا لري خو په خبره یې دا په اوسنیو شرایطو کې اسانه کار نه دی.

په افغانستان دننه یو شمېر کورنۍ، ماشومان او ځوانان هم د بد بشري وضعیت، بې کاریو او بېړنیو بشري مرستو د اړتیاوو خبره کوي.

د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسېدونکې ۱۲ کلنې شیما چې پلار یې وفات او دا یې پر واټونو کار کوي ، د خپلې کورنۍ د وضعیت په اړه یې ازادي راډیو ته وویل:

“موږ جامې (پوښاک) سم نه لرو، اوس مې هم مو هم کور کې څه نه وه، همدې لپاره دلته (کار)ته راغلې یم،که زما پلار ژوندی وی، اوس به دې لیدل چې څه څه به اخستي وی،نو پلار مې مړ دی، موږ درې وخته پوره خواړه نه لرو،کلیوال مو لږ ډوډۍ راولېږي هغه خورو، خو په هغه مو هم ګزاره نه کېږي.”

د کابل ښار یو اوسېدونکي او د اته کسیزې کورنۍ سرپرست چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، د بې کاریو او خپلو اقتصادي ستونزو په اړه یې ازادي راډیو ته وویل:

“دا واقعیت دی چې د افغانستان ډېری خلک خصوصا کونډې، یتیمان، نارینه او ښځینه او معلولین ټول له بد بشري وضعیت او ستونزو سره مخ دي، ځکه چې بې کاري وي زما په ګډون ډېر خلک د خپلو کورنیو اړتیاوې نه شو پوره کولای، غوښتنه مو دا ده چې که نړیوال مرستې کوي په شفا ډول حق حقدارو ته ورکړي.”

بلخوا د سره صلیب او سرې میاشتو ټولنو نړیوال فدراسیون دغه چارواکي په افغانستان د طالبانو د حکومت لخوا هم پر ښځو او نجونو په ځانګړې توګه د زده کړو په برخه کې پر لګول شویو محدودیتونو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دوی د دغو محدودیتونو د لرې کولو غوښتونکي دي.

طالبانو د نجونو د زده کړو تر څنګ پر ښځو د کار بندیز هم لګولی، چې په دې سره د کورنیو په ځانګړې توګه د هغو کورنیو چې سرپرستانې یې ښځې وې، بې وزلي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا نوره هم زیاته کړې ده.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) په خپل راپور کې هم د افغانستان روان بشري وضعیت کړکېچن بللی او ویلي یې دي چې سږ ۲۰۲۵ کال کې به ۲۲،۹ میلیونه افغانان یا د نفوس سمه نیمایي برخه به بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

XS
SM
MD
LG