خبرونه
د جرمني د انتخاباتو مخکښ کاندید وايي، د بریالیتوب په صورت کې به د پناه په قانون کې بدلون راوړي
د جرمني په پارلمانې ټاکنو کې مخکښ کاندید فریدریش میرز د پنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د پناه غوښتنې په قانون کې به "بنسټیز بدلونونه" راولي.
فریدریش میرز زیاده کړه، که چیرې هغه د فبرورۍ د 23 نېټې ټاکنې وګټي، نو هغه به سمدلاسه پر هغو ټولو کسانو چې جرمنی ته د ننوتلو لپاره معتبر اسناد نه لري، د ننوتلو بندیز ولګوي.
فریدریش دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړي چې تیره ورځ یو ۲۸ کلن افغان په چاقو یو دوه کلن هلک او یو سړی د جرمني په یوه عمومي پارک کې ووژل، تر پيښې وروسته پولیسو دا کس ونیو.
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ هم دا پيښه وغندله او هغه یې د نه منلو ترورېستي عمل وباله.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
حسین: د سوریې په شمال کې پر کردانو د ترکیې عملیات خطرناکې دي
د عراق د بهرنیو چارو وزیر وايي د سوریې په شمال کې پر کُرد ځواکونو د ترکیې هوايي حملې ښايي خطرناکې وي.
فواد حسین پرون په داویس کې د اقتصاد نړیوال فورم غونډې ته ویلي، چې دغه حملې به عراق ته د سوریې له شمال څخه د نورو کسانو د کډوالۍ سبب شي.
د ترکیې حکومت هغو کُرد وسلوالو ته چې د سوريې په شمال کې یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر خلاف په پوځي عملیاتو کې له امریکا سره همکاري کړې، د تروریستانو په سترګه ګوري.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر لبنان ته لاړ
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر پرون بیروت ته لاړ چې د لبنان له نوي مشرتابه سره پر ځینو مسایلو خبرې وکړې.
دا څه باندې لس کاله وروسته لومړی وار دی، چې لبنان ته د سعودي عربستان یو لوړ رتبه ډیپلومات سفر کوي.
د لبنان چارواکي هیله من دي، له څو کلن اقتصادي رکود، دغه راز د اسرائیل او حزب اله ترمنځ له جګړې وروسته د بیارغونې لپاره د خلیج د شتمنو هېوادونو مالي مرستې جلب کړي.
د لبنان ملي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان لبنان ته رسېدلی دی.
هغه به د لبنان له نوي غوره شوي ولسمشر جوزیف عون سره هم وګوري، چې ګومان کېږي ریاض یې د کاندیداتورۍ سخت ملاتړ کاوه.
خیرخواه: رسنۍ دې له اصولو سره سمې خپرونې وکړي
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير ملا خیرالله خیرخواه وايي، رسنۍ دې له اصولو سره سمې د ټولنې د پرمختګ لپاره خپرونې وکړي.
د طالبانو تر ولکې لاندې رسنیو راپور ورکړی، چې نوموړي دغه څرګندونې پرون «د وزارتونو او خپلواکو ادارو وياندويانو او د رسنيو له مسوولانو سره د همغږۍ غونډه کې» کړې دي.
د طالبانو دغه سرپرست وزیر د رسنیو لپاره د اصولو سپارښتنه داسې وخت کوي، چې څه کم درې نیم کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته پر رسنیو ډول- ډول محدودیتونه لګول شوي دي.
د بیان د ازادۍ کور په لیندۍ/ قوس میاشت کې ویلي وو، «په تېرو درېیو کلونو کې له ۳۰۰ ډېرې رسنۍ تړل شوي، ۹۰سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او طالبانو د رسنیو لپاره ۲۱ سخت محدودیتونه وضع کړي دي.»
خو طالبان وايي رسنۍ د اسلامي شریعت او افغاني اصولو په چوکاټ کې ازادانه فعالیت لري.
بریتانیا افغانستان کې د ماینپاکۍ له پروګرام سره مرسته وکړه
د بریتانیا حکومت په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو د پاکولو له پروګرام سره درې ملیونه پاونډه (څه باندې ۳ ملیونه او ۶۰۰زره ډالره) مرسته وکړه.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د «هلوټرسټ» موسسې دا تمویل به د ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو د شنډولو او پاکولو له پروګرام سره مرسته وکړي.
د اعلامیې له مخې، له دې سره به هلوټرسټ موسسه وکړای شي، چې د ۲۰۲۶م کال تر مارچ میاشتې پورې د ماینپاکۍ هڅو ته دوام ورکړي.
تر دې مخکې د (MDC) په نوم د ماینپاکۍ موسسې مشر شهاب الدین حکیمي ازادۍ راډیو ته ویلي وو، تر درېیو کلونو زیاته موده کېږي، چې له سیاسي تحولاتو وروسته د ماینپاکۍ د چارو تمویل ۷۰ فیصده درول شوی دی.
د ماینپاکۍ دغې موسسې ويلي، د ماینونو او ناچاوده مهماتو چاودنې په افغانستان کې هره میاشت تر ۷۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.
السیسي: په سومالیا کې د مصري ځواکونو ماموریت خطرناک نه دی
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي وايي، په سومالیا کې د افریقايي اتحادیې په نوي ماموریت کې د مصر د پوځي ځواکونو ګډون، هېڅ هېواد ته کوم خطر نه دی پېښ کړی.
السیسي پرون پنج شنبه په قاهره کې د سومالیا له ولسمشر، حسن شېخ محمود سره تر کتنې وروسته دا خبره وکړه.
مصر د ۲۰۲۴م کال په وروستیو کې اعلان کړی و، چې د افریقايي تحادیې په دغه ماموریت کې به، چې په سومالیا کې به وي، مصري ځواکونه د سوله ساتنې په ماموریت کې برخه واخلي.
ویل شوي د مصر پوځیان د الشباب په څېر د افراطي ډلو په وړاندې په پوځي مبارزه کې هم برخه لري.
ایران یو بل افغان اعدام کړ
د حال وش په نوم یوه رسنۍ، چې د ایران د سیستان او بلوچستان له وضعیت څخه راپورونه برابروي، په بندر عباس زندان کې د یوه افغان وګړي د اعدام خبر ورکړ.
حال وش نن (د دلوې څلورمه) په یوه خبر پاڼه کې، ویلي چې د سې شنبې په ورځ (د دلوې په دوهمه) یو افغان وګړی، چې پخوا د مخدره موادو د قاچاق په تور په اعدام محکوم شوی و، د کورنۍ له خبرتیا پرته په بندر عباس زندان کې اعدام شو.
٤٣ کلن سردار محمد د افغانستان د فراه ولايت د خاک سفيد ولسوالۍ اوسیدونکی و.
ویل کیږي چې هغه متاهل او د یو ماشوم پلار .
د حال وش د معلوماتو له مخې سردار محمد يو نيم کال مخکې د نشه يي توکو د قاچاق په تور په بندر عباس کې ونيول شو او د دغه ښار د محکمې له خوا په اعدام محکوم شو .نوموړی د دوشنبې په ورځ بې له دې چې کورنۍ ته یې خبر ورکړل شي، اعدام شو.
ایران په نړۍ کې د اعدامونو د شمېرو له پلوه لوړ ځای لري چې تل پرې د بشري حقونو ډلو سخت انتقادونه کړي دي.
طالبانو په خوست کې ۱۰ تنو ته تعزیزې سزاوې ورکړې
په خوست ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د یوې ښځې په ګډون لسو تنو ته د زنا، لواطت او له کوره د تېښتې او نا مشروع اړیکو په تور په عام محضر کې تعزیری سزاوې ورکړې.
د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د حکم پر اساس د یادو کسانو له ډلې شپږ تنه پر ۲-۲ کاله تنفیذي بند او ۳۹- ۳۹ درو تعزیري سزا، درې تنه پر ۳ـ ۳ کاله تنفیذي او له ۳۰ تر ۳۹ درو تعزیري سزا او یو کس پر يو کال تنفيذي بند او ۳۹ درو تعزیري سزا محکوم شوي دي.
د طالبانو د حکومت سترې محکمهې نن (پنجشنبه/ د سلواغې ۴ مه) پر خپله ایکسپاڼه/ پخواني ټویټر کې لیکلي چې یادې پرېکړې د دوی له تائيد وروسته تطبيق شوې.
د بشري حقونو ډلې پر طالبانو انتقاد کوي چې د بشري حقونو اصولو ته درناوی نه کوي او دا هم وايي چې د تورنو د محاکمې بهیر شفاف نه دی.
طالبان وايي، د افغانستان په اکثرو بریدونو کې پاکستانیان او تاجکستانیان لاس لري
د طالبانو د حکومت د امنیت او اصلاحاتو کمیسیون ادعا کړې چې په تېرو درېیو کلونو کې بهرنیو اتباعو، په تېره بیا تاجکستانیانو او پاکستانیانو په افغانستان کې په حملو او د حملو په پلان جوړولو کې لاس لرلی دی.
دغه کمیسیون د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۲مه) په یوه بیان کې وویل چې د دغو بریدونو ډیری برخه له افغانستانه بهر تنظیم شوي او عاملانو یې افغانستان ته د ننوتلو لپاره د مخ او جامو له بدلولو کار اخیستی دی.
په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې له پراخو هڅو سره سره بیا هم دغه ډلې په افغانستان کې خپلو موخو ته نه دي رسېدلي.
د طالبانو د امنیت او اصلاحاتو کمیسیون وایي، په تیرو دوولسو میاشتو کې د دغو افرادو او ډلو بریدونه تر ډیره حده کم شوي، د دوی زیاتره عملیات بې اغیزې شوي او عاملان یې نیول شوي او یا هم وژل شوي دي.
تر اوسه د پاکستان او تاجکستان حکومتونو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
د ناروې د کډوالو شورا، افغانستان د میلیونونو کډوالو منلو ته تیار نه دی
د ناروې د کډوالو شورا (NRC) وايي، په میلیونونو افغانان په نهیلوونکي حالت کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د وتلو له خطر سره مخامخ دي.
دغه سازمان خبرداری ورکوي چې افغانستان ته د دغو کسانو بېرته ستنېدل د بېکارۍ، لوږې او د بشري حقونو د سرغړونو په څېر له سختیو سره د مخامخ کېدو په معنا دي.
د ناروی د کډوالو شورا په یوه بیان کې چې د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۲مه) یې خپور کړ، یادونه وکړه چې له لسیزو جګړو، اقتصادي سقوط او له اقلیمي بحرانونو وروسته، افغانستان لا چمتو نه دی چې په راتلونکو میاشتو کې له ګاونډیوهیوادونو د میلیونونو افغان کډوالو د ایستلو له خطر سره مخامخ شي.
په وروستیو اوونیو کې ایران او پاکستان له خپلو هېوادونو د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده. د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۴۰۰ زره افغان کډوال شړل شوي چې د هغو ۷۵ سلنه له پاکستانه ایستل شوي دي.