د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

د حبیبي کورنۍ: د امریکا نوی اداره دې د طالبانو سره د بندي حبیبي د خوشې کیدو لپاره خبرې وکړي


شاه محمود حبیبي په ۲۰۱۴ م کال کې له ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال - عکس له ارشیف څخه اخیستل شوی
شاه محمود حبیبي په ۲۰۱۴ م کال کې له ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال - عکس له ارشیف څخه اخیستل شوی

په امریکا کې د یو طالب بندي سره د دوو امریکایي بندیانو له تبادلې وروسته، د افغان الاصله امریکایي محمد شاه حبیبي چې ویل کېږي له طالبانو سره بندي دی، کورنۍ وایي، د طالبانو حکومت په دې تبادله کې د هغه له شاملولو ډډه کړې.

د محمود شاه حبیبي ورور احمد شاه حبیبي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې وه درې طالب بندیان له دریو امریکایانو سره تبادله شي خو په خبره یې یوازې یو طالب له دوو امریکایي بندیانو سره تبادله شو: “موږ ډېر هیله مند وو چې په تبادله کې زما ورور ازاد شي، خو له بده مرغه طالبانو هغه تبادله نه کړ، دا معلومداره ده چې زما ټوله کورنۍ، مور، پلار او د ښاغلي حبیبي مېرمن او ماشومان ډېر اندېښمن دي چې طالبانو زما ورور ازاد نه کړ، موږ هیله لرو او خدای دې وکړي چې دا مذاکرات دوام وکړي او زما ورور ازاد شي.”

د ښاغلي حبیبي ورور وایي چې د امریکا مخکېني ولسمشر جوبایډن د خپلې ولسمشرۍ په وروستیو ورځو کې، په هغه لیدنه کې چې د بندي امریکایانو له کورنیو سره یې درلوده، وویل چې د طالبانو درې بندیان له امریکا سره دي او دغه شان څلور امریکایي وګړي د طالبانو په بند کې دي او د ده ورور هم په دغو امریکایي بندیانو کې دی چې په خبره یې د دریو طالب بندیانو په تبادله کې به ازاد شي.

ده د طالبانو له حکومت او د ډونالد ټرمپ په مشرۍ د امریکا له نوي حکومته غوښتنه وکړه چې د ښاغلي حبیبي د خوشې کولو لپاره دې مذاکره وکړي. خو د طالبانو حکومت تل د افغان الاصله امریکایي محمود شاه حبیبي له بندي کېدو او دوی سره یې له شتون انکار کړی دی.

د شاه محمود حبیبي له ورور سره مرکه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:39 0:00

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم د سه شنبې په ورځ له دوو امریکایي بندیانو سره د یو افغان د تبادلې خبره وکړه. د دغه وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل په خپله ایکس / پخواني ټویټر پاڼه ویلي چې له متحده ایالاتو سره د اوږدو خبرو اترو وروسته په پایله کې یې دوه امریکایي بندي وګړي د خان محمد په نوم یو طالب بندي ازاد او افغانستان ته رسېدلی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دریم سیاسي دفتر سرپرست ذاکر جلالي هم د سه شنبې په ورځ په خپله ایکس / پخواني ټویټر پاڼه دا تبادله یو پرمختګ بللی او ویلي یې دي چې دا د امریکا او افغانستان ترمنځ د خبرو اترو له لارې د تماس چینلونو د پرانیستل پاتې کېدو ښکارندوی کوي چې " دواړه لوري کولای شي پایله لرونکي مذاکرات ولري."

له دې مخکې د امریکا مخکېني ولسمشر جوبایډن د دغو دریو امریکایي بندیانو له کورنیو سره لیدلي او ډاډ یې ورکړی چې د هغوی د خلاصون لپاره به هڅې کوي. د راپورونو له مخې، د امریکایانو او طالبانو ترمنځ مذاکراتو کې، متحده ایالاتو له طالبانو د یو مهم طالب بندي په بدل کې د دریو امریکانو، رایان کوربت، جورج ګلزمن او محمود شاه حبیبي غوښتنه کړې وه.

خو په دې تبادله کې چې د بایډن د حکومت په وروستیو ورځو کې وشوه، د راپورونو له مخې رایان کوربت او مک کنتي ازاد شول خو د محمود شاه حبیبي او جورج ګلزمن په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان وایي طالبان ښاغلی حبیبي له امریکا سره د خپلې بلې تبادلې لپاره ساتلی دی. له دې ډلې نثار احمد شیرزي ازادي راډیو ته وویل: "حبیبي یې د خپلو نورو مهمو بندیانو د تبادلې لپاره ساتلی دی تر څو تمې لري چې ښاغلی حبیبي په خپلو لویو لوبو کې وکاروي."

محمود شاه حبیبي په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الضواهري تر وژل کېدو وروسته لا درکه شوی دی. د محمد شاه حبیبي کورنۍ په خواله رسنیو هغه مطرح شوي ګونګوسې رد کړي چې ګواکي د هغه نیول د القاعدې د مخکني مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو سره تړاو لري. د ښاغلي حبیبي د کورنۍ غړو ویلي چې نوموړی په وروستیو کلونو کې په یو خصوصي شرکت کې دنده درلوده او له هغه وړاندې د یوې مودې لپاره د تېر جمهوري نظام د ملکي هوانوردۍ ادارې مشر و.

XS
SM
MD
LG