"پلار مې د کلي ملک او د ښه اعتبار خاوند و، خو زما د نشې له امله خلکو په بده سترګه ورته کتل او د پوډري پلار به یې باله."
هغه وویل چې د نشې پیل یې له نسوارو وکړ، او وروسته یې د نورو نشه يي موادو کارولو ته مخه کړه. د نشې له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوی، چې نه یوازې یې خپله ژوند برباد شوی، بلکې د کورنۍ او ټولنې په وړاندې یې د شرم احساس کوي.
رحیم الله د خپلې تجربې په اړه له موږ سره د زړه خواله وکړه او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې له نشه يي موادو ځانونه وساتي.