د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

یو اس اې آی ډي: تر راروان پسرلي پورې به ۱۵میلیون افغان له سختې غذايي ناامنۍ سره مخ وي


کابل، افغانستان
کابل، افغانستان

د متحده ایالاتو نړیواله پراختیایي اداره USAID وایي د روان کال تر مارچ میاشتې پورې به نږدې پنځلس میلیونه افغانان د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له شدیدې کچې سره مخ وي.

د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) په افغانستان کې خوړو نه خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې او اټکل یې کړی چې د روان ۲۰۲۵ کال دراتلونکي مارچ میاشت پورې به ۱۴.۸ میلیونه افغانان د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له لوړې کچې سره مخ وي.

دغې ادارې پرون (د جنورۍ په ۱۷مه) په یوه ۷ مخه ییز راپور کې ویلي، د هغو افغانانو چې د هېواد د نفوس له ۳۰ سلنه ډېره برخه جوړوي، د خوړو د نه خوندیتوب د طبقه بندۍ د راپور له مخې د تېر ۲۰۲۴ کال له نومبر نه د روان ۲۰۲۵ کال تر مارچ میاشت پورې کافي خوړو ته لاسرسی نه لری.

یو اس، اې آی ډي بېوزلۍ، طبیعي پېښې، بېکاري، وچکالۍ، د کډوالو ډله ییز راستنیدل او نور په افغانستان کې د غذايي ناامنۍ عمده علتونه بللي دي.

دا اداره زیاتوي، له دې ډلې ۳.۱ میلیونه خلک د خوړو بېړنیو شرایطو (IPC4 ) سره مخ دي.

د راپور په ټکو د خوړو له نه خوندیتوب سره د مخامخ افغانانو سږنی شمېر د تېر ۲۰۲۴ کال د اکتوبو او ډسمبرمیاشتو پهپرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي ځکه په تېر ۲۰۲۴ په اکتوبر او ډسمبر میاشتې کې دا شمېر ۱۱.۶ میلیونه خلکو ته رسېده.

“USAID” په دې راپور کې بېړنیو بشري مرستو ته د افغانانو د لوړې کچې لاملونه ګڼې اقتصادې ننګونې، بې وزلي، پرله پسې طبیعي پېښې،وچکالۍ، د روام ژمي سوړ موسم کې د خوراکي توکو لوړې بیې، د ژوندانه محدود فرصتونه،په هېواد کې د نغدو پیسو کمښت او له تېریو کال راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو ډله ییزې راستنېدنې بللې دي.

افغانستان، بشري مرستو د ویش یو مرکز
افغانستان، بشري مرستو د ویش یو مرکز

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان دننه یو شمېر بې وزلې کورنۍ هم له بد بشري وضعیته سر ټکوي او وایي چې بېرنیو بشري مرستو ته اړمن دي.

یوشمېر بېوزله افغانان وایي چې د درې وختونو کافي خواړه نه لري او ګڼې اقتصادي او بشرې ستونزې یې د دوی ژوند ننګوي.

د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسېدونکي او د لس کسیزې کورنۍ سرپرست ارباب ازادي راډیو ته وویل "په ورځ کې ۵۰ افغانۍ پیدا کوم، خو په دې هېڅ هم نه کېږي نه چای، نه بوره، نه نور څه نو ډېره غریبي ده، مجبور یو، څه وکړولاس مو ډېر تنګ دی،موږ درې وخته پوره خواړه نه لرو نو ستونزې مو ډېرې دي."

د کونړ ولایت یوې بې وزلۍ ۱۲ کلنې نازي ازادي راډيو ته وویل چې "پلار مې مړ شوی، مشران ورونه څوک نه لرو، په کور کې د خوړو هېڅ هم نشته. له نړیوالو مو غوښتنه دا ده چې موږسره دې مرستې وکړي."

دا افغانان داسې وخت د بد بشري وضعیت خبره کوي چې د متحدو ایالاتو پراختیایي ادارې (USAID) هم په خپل راپور د ملګرو ملتونو په حواله ویلي چې روان ۲۰۲۵ کال به ۲۲.۹ میلیونه افغانان چې افغانستان د نفوس نږدې نیمیایي برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړمن دي.

د یادونې ده چې د ۲۰۲۱ کال پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، اقتصادي او سیاسي بې ثباتي زیاته شوه چې له امله پرافغانستان د تېر په شان د نړیوالو مرستې کمې او بې کاري او بي وزله زیاته شوه چې له امله د خلکو بشري اړتیاوې یې نورې هم زیاتې کړېدي.

XS
SM
MD
LG