د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

ریچارډ بینیټ: نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو د ملاتړ لپاره له غندنو هاخوا ملموس ګام واخلي


د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرومتلونو ځانګړی راپورټر ریچارډ بینیټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرومتلونو ځانګړی راپورټر ریچارډ بینیټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینټ وايي نړیواله ټولنه باید له افغان ښځو د ملاتړ په برخه کې له غندنې ور اخوا داسې ملموس ګامونه پورته کړي چې د دوی لپاره اغیزمن وي.

په داسې حال کې چې ډیری افغان میرمنې او نجونې د خپلو حقونو د خوندیتوب په برخه کې د نړیوالې ټولنې اقدامات بې تیجې بولي د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی هم په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې له لوري د عملي اقداماتو غوښتنه کوي.

ریچارډ بینټ پرون جمعه (د مرغومي ۲۸مه) ناوخته پر اېکس شبکې په یوه بحث کې چې د «افغان ښځینه فعالانو د همغږۍ» د بنسټ له لوري جوړ شوی و، په دې اړه وویل" ډیپلوماتیک فشارونه مهم دي خو بسنه نه کوي، نړیواله ټولنه باید له افغان میرمنو څخه د ملاتړ په برخه کې له غندونو ور هاخوا داسې ملموس اقدامات وکړي چې د دوی لپاره اغیزمن تمام شي."

بینیټ وايي چې د افغان ښځو د بشري وضعیت په اړه اندیښنې او ډیپلوماتیک فشارونه مهم دي خو بسنه نه کوي.

ښاغلي بینټ د افغان میرمنو د هڅو او مبارزو د ستاینې ترڅنګ وویل چې "افغان میرمنې د داسې ځانګړو اقداماتو غوښتونکي دي چې غږونه او غوښتنې یې د هېواد په راتلونکې کې په پام کې ونیول شي او طالبان باید ځواب ویونکي وي."

نوموړي همدا شان ویلي چې د خالي ژمنو وخت نور پای ته رسیدلی دی او باید د افغانستان د راتلونکي بنسټ، د عدالت او برابرۍ په اساس کیښودل شي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی همدا شان ویلي چې "نړۍ باید له هغه حکومت سره چې ښځې پکې ونډه ونه لري له مشروعیت او د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي."

د طالبانو حکومت د نجونو پر تعلیم د بندیزونو په دوام د روغتيايي تعلیمي مرکزونو دروازې هم وتړلې
د طالبانو حکومت د نجونو پر تعلیم د بندیزونو په دوام د روغتيايي تعلیمي مرکزونو دروازې هم وتړلې
افغان میرمنې او نجونې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره له نړیوالو د عملي ګامونو اوچتول غواړي

یو شمېر افغان میرمنې او نجونې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په تړاو د نړیوالې ټولنې پر اقداماتونو نیوکه کوي.

د کابل ښار اوسېدونکې ګلرخ ارمل چې له دندې ایستل شوې ده ازادي راډیو ته وویل "طالبان په افغانستان کې حکومت کوي او د هرې ورځې په تېرېدو د ښځو پر وړاندې محدویتونه مخ پر زیاتېدو دي. همهاله بېلابېلې غونډې هم کیږي او نړیواله ټولنه د عملي اقداماتو په اړه نن او سبا کوي خو یوازې په خبرو څه نه کیږي. نړیواله ټولنه باید په عمل کې دا ثابته کړي چې د افغان میرمنو لپاره څه کولای شي."

یوشمېر نجونې او ښځې وايي چې د طالبانو د محدودیتونو له کبله په رواني ناروغیو اخته شوې دي او نهیلې شوې دي.

سپوږمۍ چې له زده کړو بې برخې شوې ده د ورته نظر په شریکولو سره ازادي راډیو ته وویل چې "له بده مرغه په تېرو څو کلونو کې چې د ښځو او نجونو پرمخ د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې تړل شوي په دې اړه ډېرې غونډې شوي او بحثونه روان دي خو نتیجه یې نه ده ورکړې. له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې له ځنډ پرته د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانېستلو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي."

دا اندیښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه د بشري حقونو د دفاع بېلابېلو بنسټونو په تېرو څه باندې دریو کلونو کې د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب او پر دوی د محدیتونو د لیرې کولوغوښتنې بیا بیا مطرح کړې دي.

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي خو دوی په افغانستان کې له بیا واکمنېدو سره پر ښځو او نجونو د زده کړو او کار سربیره نور ګڼ محدودیتونه ولګول.

یو شمېر میرمنې او نجونې وايي چې د همدې محدیتونو له کبله په ډول ډول رواني ناروغیو اخته شوي دي او د راتلونکې په اړه ناهیلي دي.

XS
SM
MD
LG