د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره: د روسیې په وړاندې مو وړتیاوې کمې نه دي


د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس وايي چې کییف او شریکان یې باید پر روسیه فشار راوړي څو د جګړې د پای ته رسولو لپاره په هر ډول احتمالي خبرو اترو کې د اوکراین دریځ ښه کړي.


کالاس، چې د جنورۍ په ۱۴مه یې د ازادې اروپا/ازادي راډیو او څو اروپايي ورځپاڼو سره خبرې کولې، وویل چې پر مسکو باندې د اقتصادي فشار زیاتول او په نړیواله کچه یې منزوي کول یوازینۍ لارې دي چې روسیه د برلاسي څخه منع کوي.

کالاس زیاته کړه: "موږ باید خپلې وړتیاوې کمې ونه ګڼو او د روسانو په اړه ډېر اټکل ونه کړو. روسیه ځینې وختونه داسې ښکاري چې له رازونو ډک ځواک دی چې ماتېدلی نشي. دا ریښتیا نه ده. موږ د پوځي او اقتصادي وړتیاوو له پلوه پیاوړي یو."
هغې خپلو دې وړتیاوو ته په اشارې وویل چې روسیې سود له شل فیصده زیات کړی، ګازپروم خپل څلوېښت فیصده مامورین کم کړي او له شمالي کوریا څخه یې پوځیان ورغوښتي دي چې د دوی په ګټه جګړه وکړي.

ښايي روسیه دا مهال داسې ګڼي چې د اوکراین په جګړه کې وخت د دوی په خوا کې دی، خو کالاس وویل، هغه باور لري چې دا ناسم فکر دی او د کییف لویدیځ متحدین باید اقتصادي فشار نور هم زیات کړي.
هغې وويل: "موږ ګورو چې د دوی د نغدو پیسو زېرمې په بشپړه توګه ختمې شوې دي. دوی د تېلو او ګازو له خرڅلاو څخه د پخوا په پرتله ډېر کم عاید لري."

د اروپايي ټولنې یو چارواکي ازادي راډیو ته ویلي، اروپايي ټولنه به پر روسیه د بندیزونو په اړه بحث وکړي ځکه چې دوی هڅه کوي د فبرورۍ د ۲۴مې د جګړې د کلیزې سره سم د بندیزونو د ۱۶مې بستې په اړه پرېکړه وکړي. دې چارواکي وویل، دا به د بندیزونو لپاره د نویو ساحو د موندلو له ستونزو سره سره یوه مهمه بسته وي.

د څو اروپایي حکومتونو د مقاومت سربېره چې له روسیې سره خواخوږي لري، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې ډاډ څرګند کړ چې دا ټولنه به وکولی شي اوکراین ته د وسلو او نورو مرستو د لېږلو لپاره په خپلو پالیسیو کې یووالی وساتي.

کالاس د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وینا هم تبصره وکړه چې هغه به وکولی شي جګړه ژر پای ته ورسوي، او ویې ویل چې نړۍ د ټرمپ پلان ته انتظار باسي. ټاکل شوې ده چې ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په ۲۰مه نېټه لوړه وکړي.

کالاس وويل، که چېرې د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین فشار راوړل شي چې له اوکراین څخه خپل ځواکونه وباسي او پر ملکي وګړو او ملکي زیربناوو بمبارۍ ودروي، نو جګړه په خپل وخت پای ته رسېدلی شي.
خو هغې د اروپايي ټولنې دا دریځ بیا تکرار کړ چې د اوکراین په اړه باید د اوکراین له رضایت پرته هیڅ پرېکړه ونشي.

XS
SM
MD
LG