د بالتیک سمندر د اتو هېوادونو مشران او د ناټو سرمنشي مارک روټه د فنلند په پلازمېنه هلسینکي کې تر یوې غونډې وروسته په بالتیک سمندر کې د څارنې ماموریت د پيل اعلان وکړ.
دوی په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د سمندر په تل کې د کیبلونو او نللیکو له ویجاړېدو سره مبارزه کوي او په وینا یې د سمندري تاسیساتو ویجاړول د یوې نړیوالې ستونزې ښکارندویي کوي.
دغه غونډه د سهشنبې په ورځ د ناټو د سرمنشي مارک روټه او د فنلند، استونیا، ډنمارک، جرمني، لاتویا، لیتوانیا، پولنډ او سویډن د چارواکو ترمنځ جوړه شوې وه.
د دوی په اعلامیه کې راغلي چې روسیه په بالتیک سمندر کې د خپلو سمندري بېړیو په وسیله سمندري امنیت او چاپېریال ته ځانګړی ګواښ رامنځته کوي.
ناټو سازمان د تېر ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې ویلي و چې د فنلند او استونیا ترمنځ د کیبل له مشکوکې خرابۍ وروسته یې په دغې سیمه کې خپل حضور زیات کړی دی.
پر اوکراین د روسیې له بشپړ یرغل وروسته، په بالتیک سمندر کې څو مخابراتي او برېښنایي کیبلونه زیانمن شول.
کارپوهان د دغه کار د ملامتۍ ګوته روسیې ته نیسي، خو مسکو د دې کار کې لاس لرل رد کړي دي.
د ناټو سرمنشي مارک روټه وړمه ورځ د اروپا پارلمان ته په خبرو کې ګواښ وکړ چې "دا ډول خصمانه اقدامات" به بې ځوابه پاتې نه شي.
د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر کې پر سمندري تاسیساتو چاودنې وشوې چې پایله کې یې نورد سټریم پایپ لاین ویجاړ شو.
دغه پایپ لاین د اروپا ته د روسیې د ګاز لېږدولو لپاره جوړ شوی دی.
د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د فنلند او استونیا ترمنځ پایپ لاین د یوې چینایي بېړۍ په وسیله زیانمن شو چې بیا وتړل شو.
په بالتیک سمندر کې د سمندري تاسیساتو د تخریب یوشمېر نورې پیښې هم شوي چې ناټو او اروپایي ټولنه یې سمندري خوندیتوب ته اندېښمنه کړې ده.
ناټو داسې مهال په بالتیک سمندر کې د څارنې ماموریت پیلوي چې له وړاندې د اوکراین د جګړې له کبله د ناټو سازمان او روسیې ترمنځ اړیکې خړې پړې دي.