د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

د کرکټ نړیوالې شورا ته د لیک استونکي وايي د کرکټ ملي ټيم د طالبانو د [ظالمانه پالیسیو] مسوولین نه دي


لسګونو افغان ښځينه فعالانو د کرکټ نړیوالې شورا او ځینو نورو بنسټونو ته د یوه لیک په استولو له هغوی غوښتي چې د افغانستان د ملي ټيم له بایکاټ لاس واخلي. د دې ډلې یوې مسوولې او د بشري حقونو فعالې شبنم صالحي ازادي راډیو ته وویل چې د نارینه وو د ملي ټيم د بایکاټ پر ځای باید د نجونو د ټیم د رامنځته کولو او د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره په کارنده تګلارو غور او کار وشي. صفي الله ستانکزي له اغلې صالحي سره مرکه کړې او په سر کې یې د لیک د محتوا او هدف په اړه پوښتنه کړې ده. د ویلو ده چې تر دې مخکې د بریټانیا د پارلمان لسګونو غړو او یوه ډله نورو افغان فعالانو او منتقدینو د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د تحریم او ورسره د لوبو د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG