له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د د جبرې ایستلو د بهیر له تیزیدو وروسته په ایران کې د افغان خبریالانو او د بشري حقونو د مدافعانو ایتلاف د دې وضعیت دوام د اندېښنې وړ بللی دی.
د دې ائتلاف غړو پرون شنبه په تهران کې په یوه غونډه کې د هغو افغان کډوالو د اخراج د بندولو غوښتنه وکړه چې د دوی په وینا ژوند یې په افغانستان کې په خطر کې دی.
د خبریالانو او بشري حقونو فعالانو د ایتلاف غړې ثریا پیکان په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"په زوره ویستل په اوسنیو حالاتو کې د ټولو بشري قاعدو خلاف عمل دی او دغه شان د ګاونډیتوب له اصل سرغړونه ده، موږ له ایرانه مننه کوو چې افغان کډوالو ته یې د دې فرصت ورکړی چې په دې هیواد کې ژوند وکړي خو اوس ترې هیله لرو چې په اوسنیو شرایطو کې افغانان په جبري ډول ستانه نه کړي."
په تبعید کې د افغان خبریالانو د فدراسیون مسول امید پویا چې د دغه غونډې یو تن جوړونکی و ازادي راډيو سره په خبرو کې یې یو بیا له ملګرو ملتونو او د ایران او پاکستان له دولتونو وغوښتل چې د هغه کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي چې په افغانستان یې ژوند له خطر سره مخ دی:
"موږ په جدي ډول له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستونې د لړې درېدل غواړو، له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتنه کوو چې له خپلو غوږونو مالوچ لیرې کړي او د افغانانو غږونه واوري چې له ایرانه او پاکستانه د اجباري ویستلو له خطر سره مخ دي."
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ مې وروسته په افغانستان کې واک د طالبانو له رسېدو وروسته د خبریالانو، د ښځو او د بشري حقونو فعالانو، د مدني ټولنې استازو او د تېر جمهوري حکومت یو شمېر پوځیانو ایران او پاکستان ته پناه یوړه.
د مدنې ټولنې یوه غړی چې اوس مهال په ایران کې د کډوالۍ شپې سبا کوي په دې هیواد کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه لري.
نوموړې ازادي راډيو ته وویل:
"موږ ټول یو ځای شو او له ایرانه مو وغوښتل چې د هغه افغانانو چې په خپل هیواد کې له خطر سره مخ دی د جبرې ستنونې د پرېکړې په اړه یې یو وار بیا فکر وکړي او هغه کسانو ته چې له خطر سره مخ دي په خپل هیواد کې پناه ورکړي."
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ په وینا، په وروستیو کلونو کې په میلیونونو افغانان ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي، چې ځینې یې په دې هیوادونو کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
د یادونې وړ ده چې ایران او پاکستان په داسې وخت کې له دې هیوادونو د افغان کډوالو د جبري شړلو بهیر چټک کړی چې په افغانستان کې سوړ ژمي او د خلکو اقتصادي وضیعت په کورنیو سخت فشار راوستی دی.