د هوا له سړېدو سره واورې اوري، په ځینو غرنیو سیمو کې راشي (برف کوچ) راځي او له دې سره یوځای سخت طوفانونه هم شته چې دا ټول په لویو لارو کې د موټر چلوونکو او مسافرو لپاره سرخوږی جوړوي. یو شمیر موټر چلوونکي په لویو لارو کې په داسې حالاتو کې د بند پاتې کیدو کیسه کوي.
پروېز، چې د کابل - مزارشريف په لویه لاره موټر چلوي وايي، دوه کاله وړاندې چې د سفر د اړتیا وړ وسایل یې د واورې او توفان په ورځو له ځان سره نه درلودل، د سالنګ پر لويه لاره له ستونزو سره مخ شو او د زنځیر" چین " د نه درلوده امله خپله دی او موټر یې زیانمن شول:
«د مزارشریف خوا ته روان وم، سالنګ کې واوره وریدلې وه، دا چې زنځیر مې نه درلود ډیرې ستونزې مې ولیدې، داسې وضعیت و چې خلکو یو بل سره مرسته نه کوله، تونل ته لا نه وم رسیدلی چې موټر وښویید او هم زه ژوبل شوم او هم موټر ته زیان واوښت، دا زما یوه ترخه خاطره ده.»
خو یو شمېر موټر چلوونکي چې کلونه پر لویو لارو د موټر چلولو تجربه لري وايي، موټر چلوونکی باید داسې حالاتو کې د سفر پر مهال له ځانه سره ټول اړین وسایل او امکانات ولري، څو له ستونزو سره مخ نه شي.
سمیع الله چې پنځلس کاله کېږي د کابل - کندوز پر لویه لاره یو مسافر وړونکي موټر چلوي ازادي راډیو ته یې وویل:
«د یخک، واورې او طوفانونو ستونزې ډېرې دي، په ځانګړې توګه د سالنګ په لویه لاره کې، نو موټر چلوونکی باید چین، د تېلو بشپړه ټانکې، د اړتیا وړ امکانات او یو شمیر خوراکي توکي ولري، امکان لري چې کله د یوې شپې او ورځې لپاره ودرېږي، د هوا پمپ درلودل هم اړین دي امکان لري ټایر پنچر شي، هغه باید نوي او سپنجي ټایرونه هم له ځانه سره ولري.»
ځینې مسافر وړونکي شرکتونه د بیلچې، د موټر کاږلو کیبل او ورته نورو وسایلو په درلودلو هم ټینګار کوي، او د لومړنیو طبي مرستو د وسایلو درلودل هم ډیر اړین ګڼي.
دوی وايي چې دا وسایل د ترافیکي ګڼې ګوڼې، واورې او سختو توپانونو پر مهال د موټر چلوونکو سره مرسته کوي، چې په اسانۍ سره خپل مسافرين له ستونزو وژغوري.
عبدالقهار ستاري، د یوه مسافر وړونکي شرکت رئیس دی چې د کابل، شمالي او شمال ختیځو ولایتونو په لین کې فعالیت کوي، دی ټینګار کوي چې د دې ټولو وسایلو د درلودو سربیره، موټر چلوونکی باید د موټر چلولو ښه مهارتونه ولري او د سفر په ټولو برخو کې مسلکي روزنه ولري.
نوموړی د طالبانو پر حکومت او خصوصي سکتور غږ کوي چې موټر چلوونکو ته د دې اړینو مهارتونو د زده کړې زمینه برابره کړي:
«په نورو هېوادونو کې انسټيټوټونه لولي څو دریور شي، خو په افغانستان کې د ترانسپورت وزارت له خوا دا انسټيټوټونه نه دي جوړ شوي، موږ يوه اونۍ وړاندې هم د سوداګرۍ خونې ته ورغلو او وړانديز مو وکړ چې داسې انسټيټوتونه جوړ شي چې موتر چلوونکي تجربه پیدا کړي او یو څه زده کړي، انسټیټوټ زده کونکو ته د تودوخې او یخنۍ په اړه ټول شیان تدریس کوي او دوی تجربه ترلاسه کوي.»
سږ کال د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو سره د کابل او همدارنګه د ولایتونو له مرکز سره د ولسوالیو مواصلاتي لارې څو ځلې د سختو واورو او توپانونو له امله تړل شوي، چې موټر چلوونکي او مسافر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت له ښاریانو او موټر چلوونکو غوښتي چې د لویو لارو په ځانګړي ډول له سالنګونو د تیریدو پر مهال ژمني تجهیزات له ځانه سره ولري او د ترافیکي قوانینو په رعایتولو، د زنځير " چین " په کارولو او د دغې لویې لارې د مسوولینو د لارښوونو په مراعتولو سره خپل ځان خوندي کړي.