د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۰

د روسیې د انرژۍ پر سکټور پراخ بندیزونه ولګول شول


د روسیې بیرغ
د روسیې بیرغ

د امریکا متحدو ایالتونو پرون جمعه د روسیې د انرژۍ پر سکټور پراخ بندیزونه ولګول.

د امریکا د متحدو ایالتونو خزانې وزارت پرون ویلي، تازه بندیزونه د روسیې د تېلو دوې لویې کمپنۍ «ګازپروم نفت» او «سرګوت نفته ګاز» په نښه کوي.

دغه بندیزونه پر ۱۸۳ ټانکر لېږدوونکو کښتیو هم لګول شوي، چې د امریکا د متحدو ایالتونو د حکومت په باور، دا د مسکو د پټو بېړیو یوه ټولګه ده، چې د روسیې د تېلو پر ټرانسپورټ د موجوده بندیزونو د منحرف کولو لپاره کارول شوي دي.

ویل شوي دغو کښتیو د روسیې تېل او د تېلو تولیدات بهرنیو مارکېټونو ته لېږدول.

د بایډن ادارې د روسیې د تېلو پر «غیرشفاف» سوداګرو، په روسیه کې پر څه باندې ۳۰ ساحو چې د تېلو خدمات یې وړاندې کول او د روسیې د انرژۍ د سکټور پر څه باندې لسو چارواکو هم بندیزونه لګولي دي.

سپینې ماڼۍ دغه تازه بندیزونه پرون جمعه اعلان کړ، هغه هم داسې مهال چې ټاکل شوې جو بایډن د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر په توګه په څو ورځو کې خپله دنده پرېږدي.

د دغو بندیزونو هدف پر اوکراین د روسیې د یرغل د تمویل لپاره د مسکو د ظرفیت لا کمزوری کول دي.

پر اوکراین د روسیې د یرغل درې کاله په پوره کېدو دي، چې لا هم ختم شوی نه دی.

تېل د روسیې د عوایدو د سرچینې لویه برخه ګڼل کېږي، چې د فډرال بودجې څه باندې یو پر درېیمه برخه یې جوړوي.

په همدې حال کې د بریتانیا حکومت هم د روسیې پر دغو دوو شرکتونو بندیزونه اعلان کړل، چې په وینا یې په اوکراین کې یې د پوتین جګړې ته ګټه رسوله.

ګازپروم نفت شرکت پر دغو تازه بندیزونو انتقاد کړی، هغه یې بې اساسه او غیرقانوني بللي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي پرون پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) د روسیې د انرژۍ پر سکټور تازه بندیزونه وستایل او ویې ویل چې دا به د مسکو جنګي ماشین ته یو لوی ګوزار وي.

وروسته له هغې چې روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین بشپړ یرغل پیل کړ، د امریکا متحدو ایالتونو او اروپا پر روسیې په مالي او د ټکنالوژۍ په برخه کې پراخ بندیزونه ولګول.

خو د دې لپاره چې په نړۍ کې د انرژۍ بیې اغېزمنې نه شي، د روسیې د انرژۍ سکټور د شنډولو لپاره یې د احتیاط لار خپله کړې ده.

په هغو لومړیو کې د بازارونو د ګډوډۍ له ډاره، په نړۍ کې د طبیعي ګازو بیې ډېرې لوړې وختلې، خو په څو میاشتو کې دغه بیې بېرته راټیټې شوې.

XS
SM
MD
LG